د علم لاسته راوړل په هر مسلمان نارينه اوښځه فرض دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عزيز الرحمن "ذكي"- لغمان
ښايي تاسو به د پورتني سرليك په لوستلو يو څه حېران شئ او فكر به وكړۍ چې دا خو د هر ښونځي، پوهنځي، مكتب او مدرسې په دېوالونو ليكلى وي ، هر ديني او عصري عالم يې په تقريرونو كې زمزمه كوي ، ښايي تاسو به دا فكر وكړۍ چې موږ خو د همدې علم حاصلولو لپاره ټول عمر او  ژوند ځانكړى كړى
او د علم د لاسته راوړلو لپاره هڅه او هاند كوو تاسو ته به د پېغمبر(ع) هغه حديث هم ذهن ته راشي چې (علم له ځانكو څخه تر ګوره زده كړئ) او له دې سره سم به ډاډه شئ چې موږ د پېغمبر (ع) پدې مبارك حديث عمل كړې ځكه تاسو زده كړه كړې او لا كوئ يې كېداى شي د پورتني مباركو حديثونو په لوستلو خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ كړئ ستاسو په ذهن كې به هغه څوك چې امپړ (نالوستى)  دي كناهګار او پړ ښكاره شي او ځان درته سلامت او بې ګناه، تاسو به انجنير، ډاكټر، ذراعت دان، سياست دان،معلم................ياست ځكه نو ځان درته بې ګناه او نالوستي خلك ګناهګار ښكاري خو ايا كله مو پدې فكر كړى چې علم ولې فرض دى او فرض علم كوم علم دى راځۍ چې لمړى په فرض علم فكر وكړو ځان ترې خبر كړو او بيا يې حاصل كړود علم ذكر چې پدې مبارك حديث كې شوى هغه فرض دى او فرض علم نه مطلب ددين علم دى په هغه اندازه چې د انسان ورځني ژوند كې پكارېږي لكه مونځ په صحيح طريقه يادول او كول د لمانځه مربوطه ټول احكام پېژندل، حلال اوحرام پېژندل ،معاشرتي ژوند ، انفرادي ژوند، كورنى ژوند،ملكي ژوند................ ددې علم د حاصلولو لپاره دومره زيات وخت ته ضرورت نشته كه تاسو غواړئ فرض علم تر لاسه كړئ يواځې يو كال ته ضرورت دى په يو كال كې تاسو كولاى شئ هغه علم چې الله (ج) پرموږ او تاسو فرض كړى حاصل كړو او تردې زيات علم حاصلول بيا فرض كفايه ده نو ټولو خلكو ته مولويان جوړېدل ضرورري ندي خو ټولو خلكو ته د فرض شوي علم حاصلول لا زم او ضروري دي او س خو د علم حاصلول د پخوا په نسبت ډېر اسانه شوي علم د ښارونو، قريو، او كليو په ځاى كورونو ته راغلى هغه څوك چې لوستي دي كولاى شي ديني كتابونه واخلي او مطالعه يې كړي كه په كوم ځاى كې ورته څه شك پېداشي يا د مسئلې په وضاحت صحيح پوهه نشي نو په نښه دې كړي او بيا دې له يوه ښه عالم څخه د هغې مسئلې په اړه وپوښتي او ځان دې پرې پوهه كړي كه په يو عالم يې تسلي ونشي نو له څو عالمانو دې اړونده موضوع وپوښتي او ځان دې پرې پوهه كړي دا داسې مثال لري لكه يو څوك ناروغه وي د خپلې ناروغۍ د تشخيص لپاره يو ډاكټر ته ورشي په هغه يې تسلي ونشي نو بيا بل ډاكټر ته ورشي او كه په هغه يې هم تسلي ونشي نو بل ته ورځي دا سلسله تر هغې جاري وي تر څو خپل مرض معلوم او تداوي  كړي موږ هم كه د يوې مسئلې په اړه پوره معلومات ونلرو او يا راته پكې شك وي نو بايد ځان راته د هغه ناروغ غوندې ښكاره شي كوم چې د مرض د تشخيص له امله كړېږي كه په ناروغۍ اخته شوى شخص د خپلې ناروغتيا نه بې پروا شي څرګنده ده چې  د هلاكت كندې ته به ولوېږي ژوند به يې په تهديد او ګواښ سره مخ شي نو كه موږ ته هم د كومې مسئلې په اړه شك او يا نا پوهي وي نو ښكاره ده چې موږ د خپلې بې خبرۍ له امله د هلاكت كندې ته ولوېږو راځئ له دې كندې څخه ځان وژغورو او د خپلې راپېښې شوې ناروغۍ له امله د يو ښه طبيب په لټه كې شو همدارنګه د برېښناليك يا انټرنېټ سهولتونه هم موږ لرو او په خپلو كورونو كې ترې د اسلامي معلوماتو په اړه پوره لاسته راوړنه كولاى شو اوس هغه څوك چې نالوستي (امپړ) دي څرنګه كولاي شي فرض ديني علم حاصل كړي؟ ډېره اسانه ده امپړ خلك كولاى شي د علم د لاسته رواړولو لپاره د يو ښه عالم شاګردي وكړي او له هغه څخه خپل علم تر لاسه كړي او يا يو ديني كتاب واخلي او يوه لوستي ته يې وركړي هغه يې لولي او دى يې يادوي دا د علم د لاسته راوړلو يوه ښه لاره ده په ياد ولر ئ! كه تاسو په ورځ كې يوه ديني مسئله زده كړه نو په كال كې به مو ۳۶۰ مسئلې زده كړې وي او كه په ورځ كې د كتاب يوه صفحه زده كړئ نو په يو كال كې به مو ۳۶۰ صفحې زده كړې وي همدا نن دديني علم په لټه كې شئ او زده يې كړۍ اوس به تاسو ته داسوال پېداشي چې نران خو به علم په پورتنۍ طريقه ترلاسه كړي ښځې به څه كوي؟ ښځو ته علم رسول  په تاسو دي، ستاسو ذمه واري او مسئوليت دى كه  تاسې يوه ديني مسئله زده كړئ بايد د كور ښځينه غړو ته  يې ورسوئ او هغوئ هم له دين باخبرې وساتئ كنه نو پړه به يې ستاسې په غاړه وي.