نرګس منصور

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

{slide=د پيښور په کمپ کې}
د پيښور په کمپ کې  ديوافغان
مهاجر د زړه فرياد

دشمشه تو په کمپ کې

دشمشه تو په کمپ کې پروت يم په بد حال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

يمه بندي د ای، اس، ای
نااخلم قدم کله بل ځای
چې زه نه واک لرم نه رای

نه مې دسرتضمين خوندي دی نه د مال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

دلته کې هره ورځ ماتم دی
هر ګړۍ ظلم دې ستم دی
دلته د غم دپاسه غم دی

دې زور واکانو ربه کبر کړې زاوال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

وطن مو ټول شولو خراب
د تنظيمونو په حساب
کور او هستی مې شوه برباد

کلې مووران شو نه ېې در شته نه دیوال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

ربه قبول مو کړې دعا
له تا نه غواړو موږ پناه
که ددې بند نه شو رها

نه يې مزه د چپاتي شته نه د دال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

اولاد تعلیم ځينې  محروم دی
د دوی کمک هسې په نوم دی
بې وسه ځوان دی که ماشوم دی

ځوانان لويږي بې تعليمه بې کمال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

ځوان مو په نوم د مدرسې
چې شي شامل په ليلې
راځي په زړه کې دا ګيلې

ددین په نوم انتهاري جوړشي په چال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

دا انتهار لويه ګناه ده
د ورور وژنه ناروا ده
د خدای مخلوق سره جفا ده

زما اولاد مجبوروي پدې منوال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

ربه وطن مو کړی اباد
هرخواته سوله کړې بنياد
دا زور واکان کړی ټول برباد

چې شي خبر زموږ د زړونو د احوال
خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده
----------------------------------------------

نرګس  منصور
س، ا،ی

{/slide}