سيد حبيب افغان

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=د زړګي قرار}
زما د خوږ زړګي قراره اشنا راشه کنه
څارمه ستا د راتلو لاره اشنا راشه کنه
نور مې څه نشته چې زه تاته يې ډالۍ کې درکم
زما د خپل جوندون باداره اشنا راشه کنه
ستا د راتلو انتظار کله وکړم څنکه وکړم
کړم له سهاره تر سهاره اشنا راشه کنه
د نشيي خوپ په نشې وي ما له څنګه راشي
زما د ستړي جوند خماره اشنا راشه کنه
زما به څه رنګه هيريږي هغه تير ماذيګر
نن مې حجره ده بې ستاره اشنا راشه کنه
زما پرې څه که دا دنيا ده له حسينو ډکه
اې د حسينو سر سرداره اشنا راشه کنه
ډيره موده وشوه اشنا ستا د راتلو په طمع
بس دې نور مرم له انتظاره اشنا راشه کنه
هسې خو نه د ليونو او سپيلنو حبيب يم
شماره هم ما له دې قطاره اشنا راشه کنه


زما ډير ګران ، خوږ ، شيرين او زړه ته نزدې دوست سعيد ذيشان (حبيب ) ډالۍ

{/slide}