ایمل اشنا

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=ازاد نظم‏}
نه خو کوم غوث او نه ولی یم ربه
نه یم مادار او نه سخی یم ربه
نه غټ عالم اونه زاهد یم خدایه
نه ګناهونو نه خالی یم ربه
خو چه د خپل ملت غمونه ګورم

چه دا قتلونه او مرګونه ګورم
تنکی تنکی واړه واړه ماشومان
عمر خوړلی او زاړه انسانان
نه خو په ښار نه په کاله کی خلاص دی
نه هدیره نه جنازه کی خلاص دی
څوک یی د ځان پوری بمونه تړی
یو سل نفر د ځان سره ووژنی
څوک د بمونو او توپونو ښکار شی
دا خارجیان یی ښه پوره ووژنی
ورور په خپل ورور باندی پیسی اخلی
افغان خپل کور باندی پیسی اخلی
ستا په ښایسته ښایسته نومونو قسم
ربه دا ستا په صفتونو قسم
په هر بی وسه کس زه ډیر ځوریږم
په دغه خپل ولس زه ډیر ځوریږم
ددی مظلومو خوارو زارو یتیمانو په نوم
ددی بیوسه دی بی کسه انسانانو په نوم
دا ستا دربار نه زه عاحز دغه یوسول لرمه
ددی یو نیم میلون شهیدو انسانانو په نوم
زمونږ دا غریب زمونږ دا خواران کړه نو په خیټه ماړه
دا یتمان دا مزدوران کړه نو په خیټه ماړه
زمونږ هیواد ته سوکالی او امنیت راوله
ربه یو څو کاله خو دلته هم راحت راوله
زمونږګناهونه راته اوبښه ای ګرانه ربه
زما ګرانو خلکو ته ای ربه نو رحمت راوله
نور مو ساتنګه ده له دی توری کړۍ مو خلاص کړه
دی ګاونډیانو اچولی له زندۍ مو خلاص کړه
زمونږد خلکو دا روزی نوره په سوله کی کړه
زمونږ دا خواری او غریبی نوره په سوله کی کړه
ای پاکه ربه ازادی او خپلواکی غواړمه
په دی نړۍ خپلو خلکو ته ښادی غواړمه

{/slide}