بصیرالحق عادل

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=  غزل}
شــــرنګ يې تر مســجده را رسيـــــــږي تل
دادسپين مـړوند بنګړی دې مات شه نور

اخ ، چې ته لنده ، خيشته ، پيشته شې نو
دا پر سر خاورين منګی دې مات شه نور

تا پرې يو ښــــاغلی زړه مــات کـړی دی
دغه شوخ ، مغرور زړګی دې مات شه نور

مـا ته يې ستــــــــــا لارې بندې کـــړي دي
اوف جانانه خپل پردی دې مات شه نور

ستا د عادل سترګې چې يې شوخې کړې
مات شه! دا ځلاندغمی دې مات شه نور
(عادل)

{/slide}

{slide= دتېرې شپې غزل}
خبره مې په ستوني کې سلګۍ شوه ما‌ذيګره
هغه هم رانه پټه په بلۍ شوه ماذيګره

زمادزړه خبره به يې به يې مسته کړه ټپه کړه
دهغه شپونکي ماته هم شپېلۍ شوه ماذيګره

په سترګوکې موډېراوبلاډېرڅه سره وويل
دخولې خبره ناڅاپه ګونګۍ شوه ماذيګره

هغه جينۍ له خياله چې کږه به وه روانه
په سرووينويې تکه سره خولګۍ شوه ماذيګره

دتېرې شپې نکريزې يې تازه په لاس پرتې وې
په بم باندې يې پورته سره ډولۍ شوه ماذيګره

اف ! کړس کړس خنداګانې يې په ويراوپه ژړاشوې
يوڅوک دې اوس له غمه ليونۍ شوه ماذيګره

دنن سلګۍ دې دومره دردمنه نه وه ياره
عادل ته چې ورياده پرونۍ شوه ماذيګره
۱۳۹۲ـ۱ـ۵
هلمند لښکرګاه

{/slide}

{slide= سيالي}

ياره له تاسره سيالي کوومه
له ټولې کرکې يې خالي کوومه

دلته هرڅوک ديارترڅنګه اوسي
خوزه بې ياره زندګي کوومه

داوړي سره غرمه اوستاسې چم کې
داستالپاره مزدوري کوومه

لونګ لونګ ښکلي مې زړه کې اوسي
دځينودځينودښمني کوومه

دکوچني ورورمخ ته خولګۍ ترې اخلم
همدغه لويه غلطي کوومه

څه وکم کله کله شوخ شي رانه
دزړه له درده شاعري کوومه

زمادژوندجلو عادل نيولی
دغه خبره له وختي کوومه .
هلمند ـ پوهنتون
۱۳۹۱ـ۱۲ـ۲۰

{/slide}