نشته ده خوښي وطن کی!۰

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

نشته ده خوښي وطن كی ځکه چی رڼا نشته

واک دې د پر دو پلاس كی ستر ګو کې حيا نشته

 

کور په کور ويرونه دي ناست دي د اولاد سر ته

   خان صاحب مستي کې ډوب سترګو کی ژړا نشته

 

   يو ته ئې وزارت رسي بل ته ئې صدارت رسي

   خاورې د ولس   په   سر درد   ته   ئې دوا نشته

 

دا داړه ماران ګوره بل جيبو ته ئې ستر ګې دي

خلکو باندې څه راځي د دوئ پکې پروا نشته

 

   غږ دی که را وه   ويسته نيغ دې په تندي وهي

څه بې انصافي شوله   د ظلم ئې انتها نشته

 

بس کړه   ای سعيده   نور څه نارې سورې وهې

څومره   بی علمي شوله پوه پکې ملا نشته

***************************

شاعر : الحاج نجم الدین سعیدي

٢٠١٣   - ٢ - ٢   - م - كال