د زړه غوټي

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

۲۰۱۶ کال فبروری میاشت کلفرنیا آمریکا

 

سید عبید الله نادر

په دې ماحــول کې اوســیدلی نه شــم

کرکــجن حــــالات دلته لیــدلی نه شم

بارونه وړمه ، د فــراق ځــــان سره

خو بـــیدردانو ته یې ، وئـــــیلی نه شم

دردونه ډیر دي، په زړګي راســــــــره

له ډیره غمـــــه، ژړیـــدلی نه شــــــــم

غــوټۍغــــوټۍ دي،نا وئــیلي قیـــصی

چا ته د زړه غــــوټي ، سـپړلی نه شم

هر یو تړلي ، د دښــــمن په لـــــــکۍ

اوس اعتبار، په چــــا کولی نه شـــــم

چې د زخمی زړګي پر هر شـــم ملهم

داسی دردمن دلته، میــــندلی نه شــــم

هغه غـــــوټۍ ، د ارمانـــو یمـــــه زه

چې دې چمن کې غــــــوړیدلی نه شم

د لیــــــونو په لاس، مهـار لـــــویدلی

ځکــه مـنزل ته، رســـــیدلی نه شـــــم

کرکـــــترونه، د خـــندا ویـــــــــــــنمه‎

په ډاګه چـــا باندی ، خــــــندلی نه شم

چیرته روانه قــــــافـــــله ده، د ژوند؟

په دې اسرارو، پوهــــــیدلی نه شـــــم

چې می خوږمن زړګی په درد راولي

داسي کېســــي نور، اوریدلی نه شــــم