رباعیات ابوالمعانی بیدل

شعر په شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

                                                                                 ژباړن: نجم الرحمن مواج

فســـــــانه

ای مردهءانتظار محـشربودن

   حیف هست به هرفسانه ات خون خوردن

درصورت آنان نظرکن کاینجا



هرروزقیامت هست وهرشب مـــــــــردن

کیـــســــــه

ومحشرته انتظا ر د مرګ څا رل

دریغا هرې کیــسې ته دې ځوریـــدل

دنړۍ صورت ته وګوره چې د لته

هره ورځ یې قیامت شپه مړ کیــــدل

*           *         *

صفــــــــا

درپرده سازما نوابسیار است   

                     عیب وهنر وزنگ وصفـا بســـیار است

خواهی کف گیروخواهی گوهربردار

               مادریاییم ومـــــوج مــــا بســـــیار است

*

صــــفا

سازپردې کې زموږه ډېره نواده

                   عیب، هنـــــــر،زنګ اوهم ډېره صفا ده

که غواړې ځګ کړې ترلاسه یاګوهر

          موږه سیـــــند یو څپه مــــــو ډېره بسیاده

زاهـــــــــــــد

 

زاهد که بر میکشان تخلف  دارد

براســــــلامش کفـــرتاسف دارد

عمریــــست که ازعقیده باطل او

شیطان درملک حق تصرف دارد

*

زاهــــــــــــد

چی زاهد له میکشانوتخلف کړي

پراسلام باندی یې کفرتاسف کړي

له باطلې عقیدې نه یې عمرونه  

حق پرملک باندې شیطان ناست تصرف کړي

*               *        *

حــــــــرص

جمعی که غبارهوس ازدل راندند

برآب، سبک چوباد محمل راندند

ان قوم که حرص،بارشـان سنگین کرد

درخشکی نیزنا قـــه درگل ماندند

*

حـــــــرص

دهوس غبارکه چا له زړه شړلی

لکه سپک باد،پراوبویې بارایستلی

دکوم قوم پېټۍ که حرص چېرې درنه کړه

       وچې کې اوښ یې په خټوکې دﺉ تللی

طیـــــــنت

 

هرجا اثرلطف وکرم میباشـــــــد

گرمی باطبع شوخ صـنم میبا شــــد

ازطینت افسرده مجویید اخـلاق

بوی گل سرما زده کـــم میبا شـــد

*

طینــــت

کړي هرچېرې چی اغیزلطف وکرم

شوخې طبعې سره وي تودوخــه هم

له ناروغ طینته مه پوښتی  اخلاق

یخ وهلی ګل لري بــــه وږ م کــــــم

*           *         *

امــــــــیـــــد

دل راچه امید دام تســــــکین گردد

      تا تلخیی انتظار شیــــریــن گردد

درحسرت عمررفتـه افسوس نبری

  این نیست چمن که باز رنگیــن گردد

*

هیــــــــــــــله

زړه ته کومه هیله به دتسکین دام شي

      چی تراخه دانتظار خــــــواږه تمــــام شي

ده،دتللی ژوند افسوس بې ځایه هڅــــه

     چمن نه دﺉ چی به بیا هسـې ګلفام شي

*           *         *

ظـــــــهــــور

 

بروضع ظهور تاتاءمل کردم   

    بستم نظرخویش وتغـــا فل کردم

جزعیب متا ع دیگری هیچ نبود

    ناچار چراغ خانه را گــل کردم

*

ظهـــــــــــور


دظهورپروضعې  مې چی تامل کړ

         بنده مې کړه خپله سترګه او تغــــافل کړ

له عیب پرته مې نه وه بله متــاع

         له ناچاره مې دکور څراغ ګــــل کړ

*               *         *

شمــــــــــعه

بازازمن وتواثر کجا خواهد بود؟  

  داغ دل وچشم ترکجا خواهـــــد بود؟

شب تا به سحرزدرد می گرید شمع  

 کاین سوختنم دگرکجـا خواهـــــدبود؟

*

شمعـــــــــــه

چیري!بیا به زماوستا اثرلیدل  ؟  

  لمده سترګه دزړه داغ څرګندیدل؟

شمعه شپه ترسهاردردځنې ژړیږي  

    چی به بیا مې ګنې وی داسوزیدل؟

 

 

 

 

قلــــــــــــــزم

 

درقلزم زندگی که موجش خطریست   

      دل مرکزاتفاق بی پا وســـــــــریست

ای بیخبران غره راحـــــت مشـــوید

         منزل اینجـا به رنگ کشتی سفریست

*

سمنـــــــــــدر

دژوندون په سمندرکې چی څپه یې خطری ده

  زړه چورلیزتړون دهرډول بی سری ده

نا خبرو!سوکالی مو مغرور نکـــــړي

    منزل دلته بېړۍ شــــانی سفر ده

*          *        *

ســــــــــواد

دل بیهوده،درسوادآگاهی تاخت

          خودرابه جنون زار فضولـی انداخت

گرکنه خوداست وگررموز اشیا

           نشناخته ایم وهــــم نخــــواهیم شناخت

*

زده کړه

پوهیدوسواد پسې زړه چټي تللای

          جنون زارته دې ځان خوشې اچـــولای

خپل جوهردﺉ که رموزدﺉ دشیانو

           نه به یې پېژنو اونه مــوپېــژندلا ی

*           *         *

عیـــــــان

گرآیینه گل کنـــــیم نامصقولی   

      ورشخص عیان شویــم نا معــقــولـیم

القصه نه علتــیم ونه معلولیم  

علم وعمــل طبیعــت مجـهولـیــم

څــــرګند

که ګل ګړو موږه هنداره نامصقول یو

  که څرګند شوشخص پشــــانې نامعقـول یو

کیسه داچې نه علت اونه معلول یو

   علم عمـــل د یــــــوه طبیعــت مجـــهول یو

فطــــــر ت          

این قوم زهرکجا بهم می آیـــــند

          مطعـــون هــــزار کیف وکــم می آیـــــند

گرنیست،جنون راهبر فطرت شان  

     بهر چه برهـــــــنه ازعـــدم می آیـــند

*

فطــــــرت         

له هرځا یه دغه قوم سره جوړېږي

     زرًپېغور دکیف وکــــم ســــره جوړېږی

لېونتوب که دفطرت مشری یې نکړي

   له عــــدمه ولې بربنډ را سمـــــــېږي

هـــــــوس

زاهــــدهوس غنا مبــــارک باشـــــد

     هنگا مـــــه انــــــزوا مبــــارک باشد

دل خـــــالی کرده ای زاندیشه خلق

      وضع بیـــــت الخــــلا مبــــارک باشد

*

هــــو س

ای زاهــــده مبارک دهوس غنــا

    مبارک دي شه تکــــــل د انــــــز وا

چې دخلک له اندېښنې دې زړه تش کړﺉ

    مبارک دې دغســــــې بیت الخــــلا

*       *     *

فـــــــردا

هوشی که مراتب من وما فهمید

    رنگ امروز ونقش فرد ا فهمـــید

پشت هرکار روی کا راست اینجا

  عقبا فهمــــید هرکه دنیــا فهمـــــید

*

 

ســـــبـــــــا

که کوم هوََِښ دزه اوموږ په معناپوه شو

    نن په رنګ اوپه انځوردسبــــا پوه شو

دهرکارڅټ چې دﺉ دلته دکـــــــار مخ  

    په عقبا پوه شو که څوک په دنیاپوه شو

*        *      *

یـــــــــــار

یارم هرگاه درسخن می آیــــــــد

       بوی عجیبش ازدهــــــــن می آیـــــد

این بوی قرنفلست یا نگهــت گل

         یارایحــــه ی مشـک ختن می آیــــــد

*

یــــــــار

په خبروچې مې راشي کله یار

            عجیبه بوی یې له خولې لټـــــــوي لار

دمیخک بوی دﺉ یا دګلــووږم

         یاروږ مـــه ده دختن پرمشـــکو بار

*       *       *

عیــــــــــد

عید آمد وهرکس پی کارخویش است

   می نازد اگر غنـــــــی وگردرویش است

من بی تو بحـــال خود نظر ها کردم

    دیدم که هنــوز هم رمضـان درپیش است

*

اخـــــتـــــــر

اخترراغی هرڅوک خپل کارته روان

      پرې نازېږي هم بــــــډای هـــم غریبان

بې له تا مې پرخپل حال ډېر نظروکړ

      ومې لید چـــــــې لا دﺉ پاتې رمضــــــان

مغــــــــرور

ای آنکه به وهم این وآن مجبوری

      گه درغم ناروگـــه به فکر نوری

عریانی وپوشید گیت ساخته است  

      مغذور که معذور نه ای مغروری

*

مغــــــرور

ته ددې هغې له وېرې چې مجبوریې

   کله غم کې داوریا سوچ کې داوریې

بربنډي دې اوپټـــوالی مصنوعې دي

    معذرت چې ته معذور نه یې مغروریی

ســـــــودا

درهرسری ازتلا ش سودایی هست

     درهر اشکی دویدن ایمایی هست

بی ریشه ازین بهار یک دانه نرست

   هشدار که درآبله هم پایی هست

*

اندېــــــښنه

په هرسرکې شته دهڅې اندېښــــــنه

      ځغاستې نغــــوته هره اوښکه کې درنه

بې ریښې لدې پسرلي دانه شنه نشوه

    پام تڼـــــاکه کې ده پښه دا ومــــــــــــنه

*      *     *

یـــــــــار

امروزنسیم یــــار من می آیــــــــــد

       بوی گل انتظــــــار مـــــن می آ یـــــــد

وقت است ازآن جلـوه به رنگی برسم

    آیینه ام وبهـــــــارمـــــــن می آیـــــــد

*

یـــــــار

نن راځي نســـــــیم زما دخواږه یار

ګلو وږم مې راځي دانتظـــــــــــــار

چې دهغې جرګې جوګه شوم دایې وخت دﺉ

    یم هنداره او راځي چې مې بهــــار

*     *      *

غنــــــیمت

این علم وفضل خود سریها دارد

   درمکتب تحقیق تریهـــــــــا دارد

مجهولی راغنیمت تسکین گیر

                   معلوما تت دربه دریهـــــــــادارد

*

غنیمــــــت

علم وفضل لري ډېرې خودسري

     دتحقیق مکتب کې ډېره برتري

مجهولی دغنیمت ګڼه تسکیـــــن

               معلومات به دې لري درپه دري

 

 

 

 

هـــــــــلال

این دشت زجهد کاروان ها دارد

    ازکوشش رهروان نشانها دارد

یک بارنمیتوان رسید بکـــــمال

       تابدر هلال نــرد بانهـــــا   دارد

*

هـــــلال

لرِي دابیدیا دهڅې کاروانونه

     لارویانو له کو ښښه نښــــــانونه

رسیدل کمـال ته نه شي په یووارې  

   هلال تربدره لري ډېر تکــــلونه

*         *         *

عالم

هرچند نظربه این وآن بازکنیم

درعالم جلوه ی تو پروازکنــیــم

ای انجمن نازونیاز د وجهــــان  

   مابرکه کنیــــم ناز اگرنازکنیـــم

*

نړۍ

دهرچا دنظریې که سپړو راز

          دعالم جلوې کې به دې کړو پرواز

دوونړیو نازونیازای انجمنــــه

          موږپرچا به وکړوناز که وکړوناز

*        *       *

 

خلوت

هرچند به صدچمن نظرواکردم

نی باگل ونی به لا له سودا کردم

ممنون دلم که درهمین خلوت ناز

یاآیینـــــــــه دید ومن تما شا کردم

*

بنډار

که هرڅو لیدنه دسل چمن مـــاکړه

نه له ګل،لاله سره مې څه سوداکړه

له زړه خوښ یم چې دنازپدې ننډارکې

یار لیده هــــــــنداره اوما تماشا کړه

*           *          *

مــــــاوا

زین دشت نه منزل ونه ماوا دید یم  

     واماندگی کوشش بی جــــــا دید یــــم

رفتیم چوشمع مدتی سربه هــــو ا

        ره گم کردیـــــم تا تــــــــه پا دید یـــــم

*

ټا ټوبې

نه ټاټوبې لدې دښـــــتې  نه منزل

       پښیمانی موله بې ځــــــایه زیارگالل

موده شمعې پشان سرهوا ته ولاړو

     لارموورکه څوپښې تل ته مو لېد ل

عشــــــــرت

گردون خوان حضور این کاشانه

    آراسته بهریک دل دیــــــــوانه

یاران همه عشرت طفیلی دارنـــد

     مهمان چـــــراغ جز پــــروانه

*

چـــــــړچه

نړۍ ته حضور همد غــــه کاشانه

    جوړه هر لیونې زړه ته سامانه

طفیلی چړچه لري  واړه یـــارا ن

    دڅراغ مېلـــــــمنه ګڼه پروانــه

*    *      *

قــــــبول

نی نیک بدست ماست نی بدبودن

نی آینه ی قــــــبول ونی رد بودن

گرآزادی است واگر مقــــید بودن

باید بودن چنــــــان که باید بــــودن

*

منـــــــل

نه موښه په لاس کې دﺉ اونه هم بد

     نه هنـــــداره دمنـــــلو او نـــــه رد

آزادی ده او کـــــــه پــــــاتی مقید

      باید اوســـــــو هغسې چی وی بـــاید

*    *   *

هـــــــــشدار

هرچنـــــــد امرو،زاقتصاد دوران

      با لیدن داد رونـــــــــق بی مغــــــزان

این کروفر آن قدرنخــــواهـــد پایید

   هشدارکه آتــــــش خـ ـس آبیســت روان

*

پـــــــــام

که هرڅو نن په غوښتنه ددوران

       دبی مغزو پرزونق ویاړ،شوارزان

دغه شان اودبدبه دومره نه پایی

       پام خزلې اور،اوبو پشـــــان روا ن

*     *    *

تجـــــــربه

ازتجربه تا اثرنچیده ست کسی

    برفـهـــم معین نرسیده  ست کســـی

نامعذوریم اگر زعبــــرت دورم

    خودرا به تهء خـاک ندیده ست کسی

*

تجـــــر به

چی یي اغیز له تجربی نه وِِي اوڼلای

   پوهې کچې ته څوک ندﺉ رسېدلای

معذورنه یــــــو له عبرته که یم لېرې

خاورې لاندې هیـــچا ځان ندﺉ لیدلای

تحفــــــــــه

‍مارا نه زری است نی نثار سیمــــی

جزتحفهء عجز بندگی تقد یمــــــی

چون شاخ گلی که خم شود پیش نسیم

ازد وست سلامی وزما تسلیمـــــی

*

سوغـــــات

نه مو سره شته نه دسپینوڅه  ایســــتل

     بندګې عجز ډالۍ نه بل لیــــــــد ل

دګل ښاخ غوندې نســـیم ته چې ټیټېږی

     دوست له خوا سلام اوزموږتسلیمیدل

*    *     *

فرهـــــنگ

زین پیش که دل قا بل فرهــــنگ نبود

     ازپیچ وخم تعلقم نـــــنگ نـــــبود

آگاهییم ازهردو جهان وحشــــــت داد

     تا بال نداشــــــتم قفس تنگ نبـــود

*

فرهــــــنگ

تردې مخ کی چې زړه، وړدفرهنګ نه و

   له پیچومې داړیکې مې ننګ نه و

دوه نړیو نه مې پوهـــه ترهــه راکـــړه

   څو وزر نه و پنجره کې ځای تنګ نه و

*     *      *

فنـــــــــا

هرچند به اسباب طرب کوشیدیم

          آخر قدح یاس فنــــــا  نو شیــــد یم

زان پیش که سر کشـیم درپردهءخاک

   ازموی سفید خود کفـــن پوشیـــدیم

*

فنــــــــــــــا

ټولول خوښۍ اسباب که مو شو فن

      دغم جـــــام څښـــــلو ته ومـــو سپاره تن

تردې مخکی چې سرپټ کړوخاوری

    لاندې  ویښتو سپینو نه مو واغوسته کـــفن

*     *   *

اخــــــــفا

 

تارمزوفا توانی اخفــــا کــــردن

          حیف است به هر مـــقام انشــــــــاءکردن

مکتوبی هست درپر پـــــــروانه

          جز پیش چــــــراغش نتـــــوان وارکردن

*

پــــــــــټ

څودې وس وي دوفا رمزپټول  

       ډېرافسـوس ځای اوبې ځای څـرګندول

دپتنګ وزرکې دﺉ داسې مکتوب  

      له څراغ پرته بل ځـای نـه خــلاصول

خســــته

هرگز نازش تبسم ایجـــاد نکر

     کان لب ستمی بردل ناشـاد نـکرد

امروزکه آن دست حنا می بندد

    ازخون من خســته کسی یاد نکـرد

                                                          *

ستـــــومان     

نازیې جوړه نکړه هیڅکله موسکا

   شونډه څوپرناښاد زړه نکړه جفـا

نن نکریزه هغه لاس کې پورې کېږی

      ماستومان له وینې ونکړو یاد چـا

٭       ٭      ٭

عــــــــــــــدم

آن دم که حقیقت قــد م پیـــــــدا شــــــد

    دانی که چگونـــــــه کیف وکم پیدا شد

مارا اودیـد هســـــتی آمــد بوجــــود

    خـــودرا دیدیــــــم تا عـــــــــدم پیداشد

*

عـــــــــــدم

حقیــقت کله چی دقـــــــــدم څـــــرګند شو

    پوهېــږی چې څنګه کیف وکم څرګند شو

هغه موږیې وليــــــدو اوهســـــتی راغله

     ځــــان مووليــــدل ترڅـوعدم څرګند شو

*         *        *

حـــــــــا جـــــت

هرچــــــند به دانش ازجهــــــان افزونی  

یادرپیــــری معـــــلم گــــــــردونی

هرگاه به پیش کس بری حاجــــت خویش

طفلی می زیبدت نه افلا طــــــونی

*

اړتـــــــــیا

پوهـی کچـی نه که لوړ یې پرجهان  

     یا زړښت کې یې ښوونکی دزمان

داړتــیا لاس کــه دې چـالره اوږدیږی

      افلاطـون نه یې ماشومه شه دځـــان

*         *       *

هـــــــنـــــوز

بید ل به نفس هـــــنوز پیچش باقیست

     دررنگ هوس کمین گردش باقیست

یاران همه رخت خودبه منزل بردنـــد

    ماراقدمی چند به لغــــــزش باقیست

*

لا هـــــــــــم

ساه بیــــــــدله پاتې نده له دوامــــــــه

  دهــوس رنګ کې کمین ګرځي له دامه

ټول یاران منـــــزل ته یوړه خپله کډه  

  موږته لا دښوییدو پـــــاتې څــــوګا مه

 

معنــــــی

معنی به عبارت آمد وواهـــی شد

     پیغام جنـــون به شش جهت راهی شد

اسرار همان بود که دل پنهان دا شت  

   هرگاه به لب رسید افـــــــواهی شد

 

مـــــعـــــنا

عبارت ته معـــــنا راغله شوه واهی

       دجنــــــون پیغام پرشپږ لوریو راهی

چې زړه پټ ساته هماغه و،اسرار

        شونډې ته چی ورسېــېد شـو افواهی

نفــــــــــرت

نفــــــرت هنــــــگامـــه سازادبارشود

          تا طبع جنــــون سرشت همــــــــوارشود

مکروهات زمانــــــه تنبیه رســا ست

          دیـــــوانه چـــــو بول خورد هوشیـارشود

*

کــــــــرکه

کرکه جوړه هنګامه کــــــړه دادبار

           جنون طبعــې جوړوښت ته یې ورکړ وار

ده رسا تنبیه ددهر مکروه ګــــانې

         لیونی چې څښي متـیازی شي هوښیــار

*        *       *

معنــــــا

هرکس به خیال اصل راهی دارد

   آیینه ی رفع اشتــــبا هــی دارد

مژگان بستی معنی تحقیــــق کو  

    گرداندن ایــــن ورق نگا هــی دارد

*

معنـــــــا

هرچـــا لاره خپـله کړه اوکوي تلنه

     آیینه لری چې لیر کړي تېر وتنـــــه

چې باړخوتړې تحقیق مانا ده کومه؟

  ددې پاڼې اړول لــــري کتنــــــــــــه

*         *       *

 

هـــــوش

برمرد فروغ هــــوش اگردر تابد  

             برفــــرصت جســـــته آن قدر نشتابد

حال تو زبس روبه قـــفا افتا دست

             ماضی همـــــه مستقبل خود می یابد

*           *        *

هــــوښ

که پرچـــا چیرې دهوښ رڼاځل کړي

      پر تېرشوي وخت نه ښایی چې زړه دل کړې

چې یې حال دومره دﺉ شاته رالوېدلای  

   ښایی خپله ماضي ټولـــــــه مستقبل کـــــړې

 

 

گـــــــاهی

گا هـــی غم آب ودانه می با ید گفت

          گاه ازعیش وترانــــــه می با یـد گفـــــــت

تا مرگ همین به گفتگــوباید ساخت

         تا خواب همین فســــــانه می باید گفــــــت

*

کــــــله

کله غم کی داوبو کلــــــه  دانـــــه

          کــــله هم دعیش له بــــــــزمه ترانه

مرګ ترپــولې به وي دغه شان خبرې

   خوب تروخـــــته ده همـــــدغه فسانه

*       *      *

انتــــــــقام

ازهرکه درین بســــاط رنجی دیدم

برجاده ی انتـقام کم پیچیــــدم

شعری گفتم منــــاسب احــــــوالش  

آنگه خوانـــدم پیش خـود وخنــدیدم

*

کســـــــات

یم له هرچا دې دېرې کې رنځېدلای

د کسات واټ کې یم  لږراتاویدلای

له احوال سره یی سم مې شعرویلای  

    بیا مې ځان سره لوستــلای خنـدیدلای

*      *      *

عریان

راحت خواهی به خاروگل یکسان شو

           بادیده نــــــگاه با بدن ها جــــــان شو

مضمون عبارت دو عـــــا لــم میباش

           برهر چه رسی به رنگ اوعریان شو

*

لوڅ

که راحت غواړې اغزﺉ ګل ته یوشان شه

    سترګې ته لید،بدنونولره ځان شــــه

د کونینو عبارت ته مضمون اوســــــــــه

   هرڅه ته چی رسېږې هسې عریان شه

*       *       *

گریـــــــــه

یاران گل عبرتی به دا مــــــن بکنیـــــد

     دل جمع زهرماتم وشــــــــیو بکـــــنید

من دورزیار زنده ام مرگ اینـســـــــت

    گرچشمی هست گریه برمــن بکـــــنید

*

ژړا

کړﺉ لمن ته دعبرت ګل وغوږیږﺉ

            له ماتم ژړا زړه ټول کړﺉ مه کړېږﺉ

زه له یاره لېرې ژوند کړم مرګ همدادﺉ

      که وي سترګه پرما باندې وژړېږ ﺉ

رمــــــز

یاران رمز خفا به محفل گفتند

                  درمعنی تحقیق دلا یـــــــل گفتــــــند

تکرار بیان بی نمکی هـــادارد

                 حق گفتند ،آنقــــــدر که باطل گفتند

*

رمــــــز

په محفل کې یاران پټ رازوویل

           دتحقیق معنـــــــا کې یې ویل دلایل

دبیان تکرار بی مالګې بریښې ډېره

         حق یې دومــــره وویل چې وباطل

 

اخــــــلاق

یاران امروز بس که کین اندوزند

  درمشق درنده گی پلنگ ویوزند

اخلاق کجاست تازهـم کست کنند

      منبعــــد مگـر زسگ وفا آموزند

*

اخــــــلاق

کرکه،کــــــــړه خواږه یاران سره جلا

    د څېرل ډګرکې پړانـــــګ اېږې همتا

اخلاق چېرې چې یې زده کړي له یوبله

      تردې وروسته که له سپي زده کړي وفا

*        *       *

حـــــرص

یاران به هوس رنج تک ودو بردند

تا خاک شدن قدم به حرص افشردند

چون گردش آسیا به ســـعی روزی

آخر همه رفته،رفته خـــودر خوردند

*

حـــــرص

په هوس یاران په هڅه دتکل وو

حرص  ته ګام  خاورې کېدلوتردرشل  وو

دروزي هڅې ته ژرندې غوندې چورلي

آخرورو،په ورو دټــــــــولوځان خوړل وو

                                             ٭         ٭         ٭

حــــسود

ازتجربه های این دبستان کهن

تا علم قیـافه شد دلیل تو ومــن

دیدیم منافق وحسود وغمــاز

کوچک سرو زردرنگ وکوته گردن

*

حســـــود

تجربې نه دلرغون مکتب موږدواړه

دقیافې علم دلیل غـــــاړه په غــــــاړه

ومولیدل،منافق حســـــــود غمـــــــاز

کوچنی سروژېړه بڼـه لنــډه غــــــاړه

تبســـــــــم

هرچند به خاموشی تکلــــم کردی

برفهم سقــــــیم ما ترحــــــــم کردی

ای تحریک لبت شق خــــامهءراز

معنی ها ریخت تا تبســـــــــم کردی

*

مـــوســــکا

که هرڅو دې په چوپتیا کې تکلم کړ

اوزموږ پرســــــقیم ســـوچ دې ترحم کړ

دقلم رازکړي شق ژبې خوځښت دې

ورېدی معنــــــا وې څو دې تبســــــم کړ

عــــــــــزت

با اهل دول زگرم جــــــوشان نشوی

      تا ازهوس خــــــام پشیمان نـــشــــوی

گرمنظورتو پاس عــزت بــــاشــــد

       زنهار دخیل کار ایشــــــــان نشـــــوی

*

پـــــــت

دولت والو سره تودنکړې میــــدان

ترڅــــو نه شې اوم هـــــوس ځنــې پښیمان

لرې د پـــت ســـــاتلو لره پــــام

دهغو کارکې چې نکړې شریک ځـان که

*       *       *

                                                  تلا طم

موج دم صدتیغ تلاطم گیرد

تاظلم،مکانی به تحـــــکم گیرد

اما هرجا دمد ازشکوه اخلاق

آفاق ،چو صبح یک تبسم گیرد

                                                     *

                                               تلا طـــــم

سلوتورو له څپوجوړتلاطم کړي

ترڅو ظلم پرکوم ځای ټینګ تحکم کړي

داخلاقو که پرتم چیرې ځلیږ ي

دسبا پشان آفاق یــــو تبســـــم کړي

*             *         *

                                               بهــــــــار

جمعی زبهار عیش نقد آیـینند

آیینه بدستــند وبهار می بینند

جمعی به خیال می نشانند نهال

تاصبح قیامت دمدو گل چینند

*

                                              پســـــــرلی

دپسرلي له عیشه ځیني برخمن دي

لاس هندارې نه په لید کې دچمن دي

ځیني هم له خیاله کینوي نیالګــــی

دقیامت تررسیدوګل په لمـــــــــن دي

                                                کجـــاست

بیدل دگرآن فرصت بدمست کجاست؟

وان شیشه وساغری که بشکست کجاست؟

گیرم پرخون کنی کف ازسودنهــــــا

آن رنگ وحنـــا که رفت ازدست کجاست؟

*

                                                  چیـــــری

بدمستیوتیرفرصت بېد له چیــــــرې؟

   چی ساغـر ښیښه به مـا تیدله چېرې؟

که دې وینه په مښـــلو کړې ورغوﺉ

لاس نکریزي بڼـــه بد لـــوله چیرې؟

*        *      *

                                                نشــــــدیم

درداکه دمی زحرص بی غم نشدیم

آزاد نزیستــــــیم و آدم نشـــــــد یم

درعالم اعتـــبار مردیم بوهــــــــــم

یعنی که کسی شویم خس هم نشدیم

*

                                                نشــــــــوو

دریغاچی له حرصه شیبه بی غم نه شوو

      آزاد نه وو،سړیـــــتوب لره سم نه شوو

داعتبارنړۍ کی مړه شولو، له وهمــــــه

     ماناداچی، شوویوڅـوک اوخس هم نه شوو

*     *         *

                                             درد ســــــــر

زین دردسری چند که ابن الغرض اند

    بگریزکه جوهر جنون را عرض اند

تارد نکـــنی شفانیــــابی کاین قوم

     چون لقمهء ناگوار یکســـرمرض اند

*

                                           سرخـــــــوږي

دغه څوسرخوږي چی ابن الغرض دي

    ترې کړه ډډه دجنـــــــون جوهر عرض دي

څو ردنکړی شفا نه مـــومی چی داقوم

     دبی خوندې مړۍ غــــوندې ټول مرض دي

                                                ٭       ٭       ٭

نقش

یاران خودرا دمی به خودراه دهید

نقشی که نهفته اید پرداز دهــــــید

دل ازبرما دورنرفتســــــــت هنوز

این آیینه را به صیقـل آوازدهیـــد

                                           ٭

ونــــــډه

ای یارانوځان ته کړﺉ بېرته ځان ته ساز

پټې ونډې ته مـو ورکاندﺉ پرداز

لاسينې نه موزړه لېرې تللای ندﺉ

دې آیینـې ته صیقل ورکړﺉ په آواز

                                                یــــــــاران

یاران که به وضع یکدیگر خورسندند

حنظل صفتی چند به صورت خندند

دل های گرفته تنگ دارد همــــــه را

باغنــــد اگربــروی هــــم می خندند                                                          ٭

                                               یـــــــاران

کوم یاران چې دیوبل پرحال ژړېږي

زهرزنګی(۱)غوندې پرځان ترڅو خندیږي

دانیولې زړونه ټول یې دي تنګ کړي

دوی دي بڼ کـــــه ویو بل ته وخندیږي

                                         ٭    ٭     ٭

وفـــــــــــا

یک رنگ وفا تابع هرفن نشود

ازتهمت این وآن ملــــــون نشود

هشدارکه مذهب سلیمانی مــــا

ازبستن زنــــاربرهمــــــن نشود

                                               *

                                             وفــــــــــا

یورنګې دوفا،نه پربل فن کېږې

یواوبل پرتومت نه ملـــــون کېږي

پوه شه چې زموږ مذ هب سلیمانی

په تړل دزنــــــارنه برهمــن کېږي

یـــــاس

یاسی به دماغ مدعایم ره کرد

ازساز غنای مطلقم آگه کرد

دستی که بهم نهادم ازشرم طلب

یکبار بساط هردو عالم نه کرد

اندیښنه

مدعادماغ ته مې ناهیلی لارکړه

دمطلقې بډایی پوهې سازوارکړه

غوښت له شرمه مې چې کله ونېوه لاس

دوه نړیوپا نګـــــــه،نه راته یـــووارکړه

      پســـــــند

آن راکه ادب پسندیی می باشد

درهرصفت ارجمندیی می باشد

چون آبله ی پا که ببالد برخویش

درپستی هم بلــــندیی  می باشد

خـــوښــــه

که له چاسره وي دادب خوښوالی

هرصفت سره یې مل وي دروندوالی

پښې تڼاکې پشان چې پرځان وویاړي

هره ټیټه لري هم ځان ته دروند والې

غمـــــاز

هرگه به کسی حرف زاخفا گفتی

می دان که غبارخانه بیرون رفتی

برغیر مبند تهمت افشایــــــش

غماز تویی که رازخود ننهفــــتی

غمــــاز

که پټ رازدې چالره کله ویل

لکه کــــــــوردوړې بهر جاړوهـــل

دافشاتومت یې ماړوه پربــــل

غمازته یې چې دې نه ساته رازخپل

هـــــــدایت

"بیدل"به یقین کوش هدایت این است

مگذرزحضوردل نهایت این است

تاچند خوری فریب قرب موهـــوم

هم صحبت ماباش ولایت این است

                                                         *

هـــــــــــــدایت

پریقین؛بیدله زیارکړه هدابت دادﺉ

مه تېریږه زړه حضورنه نهــــایت دادﺉ

پرموهوم قرب ترڅوبه به لاتېروځې

شه زموږدلارې مــــــل ولایــــــت دادﺉ

                                                 ٭      ٭     ٭

پیـــــــــــوند

بگسل ازحرص مال وزر پیونـــــدت

کافزون طلبــــــی می فکند دربندت

بافقربساز کاین قناعـــــت اقبـــــــا ل

سازد به خیــــــال نیم نان خورسندد

پیــــــــوند

مال وزر له حرصه وشلوه پیوند دې

چی غوښتنه ډېره لاتنــــــــــګوي بنــــــد دې

قنــــاعت اقبال،تنګسه سره کړه جوړه

خیال دنیمې ډوډۍ ډېرکړي خوښی خوند دې

                                                  ٭     ٭     ٭

پـــــــوچ

"بیدل"تدریس و وعظ عنوانم نیست

تقــــــریرودلیل پوچ برهانم نیست

گفتم که نبودی ونخواهی بــــــودن

زین پیش دماغ خودفروشانم نیست

                                                        ٭

پــــــــــوچ

وعظ تدریس بیدله نه می دئ عنوان

پوچ دلیل اوتقـــریر،نه مي دئ برهان

ومې وی چې نه وې اوهم نه به وې

ځان پلورونکیو غوندې نه ددماغ شان

زنـــــــــده گی

باخارقـــــــــدم توقــــع جستن نیست

تاغم نرود به عیش پیـــــوستن نیست

عـــالم ټوله غــــواړي خـــپله آزادي

غافل که به قیـدزنده گی رستن نیست

                                                        *

ژونــــــــــد

پښې اغزنې سره نشې کېدای تلل

څوچې غم وي په چـړچه څه پوهــېدل

عالم ټوله غــــواړي خپله آزادی

دژوندقیــد کې به وي څنــګه خلاصیدل

                                          ٭           ٭        ٭

دود

هرتیره درونی که حسد شامل اوست

برتهمت پاکان  نظربا طــــــل اوست

روپنبه به سقف خــــــانه آویز ببین

دودی که زشمــع سرکشد مایل اوست

                                                       ٭

لوګــــی

دبد زړي پرحال تل حسد شامل دﺉ

پرسپیڅلو یې تومت نظرباطـــــل دﺉ

ووینه ځوړند محلوچ دکوټې چت کې

چی دشمعې لوګې ته څنـــګه مایل دﺉ

                                            ٭       ٭      ٭

زبـــــــــــون

هرچنــــدخردرا به فنون خواهی یافت

درکارگه عشق زبون خواهی یا فت

کلـــــــک نقاش اگرهمه کوه کشــــــد

درناله کشید نش زبون خواهی یا فت

                                                      *

زبـــــــــون

که هرڅومره پوهه وینې په فنون

مینې کارکی به یې ومــــومې زبون

دنقاش ګوته که وباسې ټول غــــر

له زګېرویویې پــا تـې وینې اوزبون

                                            ٭       ٭       ٭

وقـــــــار

حاجت هرگاه به طبع تشویش گماشت

بنیاد وقارمـــــردبربــــاد گذاشت

چون کوه هزار سنگ بردل بنــــــدد

تاناله اش ازجـا نتوانـــد برداشت

                                                     *

وقــــــار

که شِِِي مخ اندیښنې طبعه اړتیا زورته

دمېړه وقاربنســــــټ کړي دبادلورته

پرزړه زرتیږه تړي لــــــکه دغـــــره

چی یې چیغه نشي کړای له ځایه پورته

                                         ٭         ٭       ٭

کـــــــــام

آفاق همه جرعه کش جــــام فناست

هرزنده که هست لقمه ی کام فناست

درپیری صید زندگی نتوان کـــــرد

قد خــــــم گشته حلـقه ی دا م فناست

*

ټول عالم دفنا جــــام دغړوپ لړۍ

هرژوندی ګڼه فنــــــا دخــــولې مړۍ

په زړښت کې کیدای نشۍ دژوندکار

ونه کړوپــــــه ده فنــــــا ددام   کړۍ

                                                    وقـــــــــار

امروزبه طبع خلق بې شرم ووقار

ازبس که نمانده است زعظمت آثار

هرسوپیداست چون بساط شطرنج

صد خانه ویک خانه ندارد دیــــوار

                                                      ٭

دبی شرمو خلکو په ننني حـــــال

نه له برمه ښــــکاري څه پته احوال

دشطرنج تختې پشـــانې هره خوا

سل کورونه، یوهـــــم نه لری دیوال

                                                  ٭  ٭   ٭

ســـــــــایه

دلبر هرچند دشت ودرپـــــیما بود

"بی دل"تومپندار زما تنـــها بود

من سایه ی آن سروخرامان بودم

هرجاقدمش بود سرم آنجـــــابود

                                                     *

                                                   ســــــیوری

که دکـــــــــلي بیابان لاروی دلبروو

مکړه سوچ بی دله چی لېرله دلبروو

دهغې خرامان سروې ومه سیوری

چی یې هرچېرې قدم وو زما سروو

                                               ٭   ٭    ٭

خـــــانه

بېدل زشعور خویش بیگانه بــــــرا

برساز تجاهــــل زن ودویوانه برا

جزدودوغبار نیست درمحفــل دهر

یا چشم بپــوش یا ازین خـــانه برا

*

له شعوره دې" بېــــدله" شه پردﺉ

سازسرود دتجــــاهل کړه لېونۍ

دنړې محفل دﺉ ډک غبارلوګۍ نه

یا ترې کډه کړه یا سترګه بندوﺉ

                                             ٭    ٭     ٭

دوزخ

تاکی به هوای خــلد خوانی مـارا

یادرغم دوزخ بنشــــــانی مارا

عمریست زبی دلی به خود ساخته ایم

یارب زدرخویش نرانــــی مارا

                                                    *

                                                    دوزخ

ترڅوبولې موجنـــــــــت هواته بره

کېنوې مودوزخ غم کې سرترسره

بی زړه والی سره موروغه شوه ډېره

چی موونه شړې ربه له خپل دره

محــــــال

ترک هوس وهوا محا لست ایــنجــا

آزادی کس چه احتما لست اینجـــا

دل برمی دارد آنچه ما برمی داریـمِ

برداشتن دل چه خیــــــالست اینجا

                                                       ٭

محــــــال

پریښودل دهـــوا وهوس دلته محال دﺉ

خپلواکۍ هم دچا یوډول احتمال دﺉ

هغه څه چې موږیې اخلوزړه هم اخلی

صبرول دزړه هم دلته یو خیال دﺉ

                                                  ٭    ٭     ٭

                                                  طــــــرب

هرچنــــد به خاک سوده شـــد پیکرما

خالی زمی طرب مـــدان ساغر ما

هرکس قدمی به جستجوی تو گشــود

چون آبله بوســــه داد پایش سرما

                                                     *

خـــــوښی

خاوره کې دﺉ سولېدلای ډېرپیکرمو

خوښـــی میونه تش مه ګڼه سـاغرمو

که چا ستا لټون ته پورته کړکوم ګام

دتڼاکې غوندې ښکل کړ پښـه یې سرمو

                                            ٭      ٭      ٭

دل

درکوی دل آرام گذرباید کرد

فعل بد خویش را به درباید کرد

آیینه ی شوق با صفابایدداشت

دروی رخ یاررانظــــربایدکرد

                                               ٭

زړه

زړه مالت کې په آرامه باید تلل وي

ورانوکړوځنې ورایخوا اوښتل وي

ښایی ولروصفادعشق هنـــــــداره

په هغې که دخپل یارنظر لیـدل وي

                                       ٭      ٭     ٭

آیـــینه

دلبرکامروز ازتو عاری دارد

فرداست که لطف بیشماری دارد

ای آیینه اندکی دگرهم صبری

باخویش هنــوز جلوه کاری دارد

                                              *

هنــــــداره

نن چی عارلري له تاځني دلــبر

سبا لطف یې دﺉ له شمېرځنې بهر

ای هندارې لــــږه نورهم وتمېږه

چی لـــــــه ځانه جلــــوه لاښیي اثر

                                             مقتــــــدا

درهرراهی که مقتدا مې ایستد

پیروبې اختیار وامی ایستد

سیلاب که به هرکجاسرش خورد به سنگ

هرموج که با  شـــد به قفامی ایستد

                                                          *

مقــــــتـــدا

هره لارکې چی ودریږي مقتــــــــدا

بی اختیاره دمرید هــــــم وي رضــــا

چی پرتیږه دسیلاب سرچېرې لګي

دڅپې هم هــــره تمه شـــــي ترشــــا

                                                ٭       ٭     ٭

پیــــــــــری

پیری رقمی زدکه قـــــــلم ها خــــوابید

قامت گردید خـــــم قـــدم هــــا خوابید

اکنون زحــــواس استقـــامت غلط است

بشکست ســپاه چــــون عــلم ها خوابید

زړښت

دزړښت له لیک ویده شول قلـــــــمونه

ونه ټیټه شوه ویـــــــده شول قد مـــــونه

ندﺉ ســـــم استقامت غوښــت له حواسو

لښکر مات شو چی ویده شول بیرغونه

                                              ٭       ٭      ٭

بد طینت

بد طینت اگر صلاح ورمـــــیگردد

مکروهیش آن نیست که بر میـــــــگردد

ازغسل ووضو چه سود ناپاکان را

سگ چون ترشد پلید تــــر  میـــــــگردد

                                                       *

بد طینت

بدطینت که غوره کړي پرسمه یون

مکروهی به یې ونه مــــومي بـــــد لـــون

ناپاکانوته د،اود س غسل څه ګټــــه

چی سپي لــوند شي،لاچټـــل شي نه سمون

                                            ٭        ٭      ٭

وصـــــا ل

بویی زوصال اگرمیســــرگردد

دل انجمـــــن بهــــار دیگــــرگــــردد

اندیشه د رانتظار قاصد خون شد

یارب این رنگ رفته کي بر گـــــردد

                                                       *

وصــــــا ل

که ترلاسه یوڅه وږم د وصال شي

زړه د بل پسرلی انجمن جــــمال شِِِي

وینه شوه اندیښنه ځـــــــري انتظارته

ربه!کله به دتلـــلي رنګ مجا ل شي

                                           ٭       ٭       ٭

خـــــــلق

دل ها ازهر که شـــــاد وخنــــدان باشد

بی شک مقــــبول فضل یزدان باشد

مردودابــــــد شنــــاس ملعـــــونی را

کزوی خــلق خــــدا هــــراسان باشد

                                                 خـــــلق

چی له چا زړونه خندان وي اوخوشحال

بی له شکه پیرزوینه یې دڅښتن به وي پرحال

ملعوني ګڼه تلــپاتې شــــــــان مــــردود

چې دخدای خــــلک دې ویرجن وي له جنجال

 

ا د ب                       

دربزم ادب عـــرض حیــا نتوان برد

هـــــرچند بود نام دعــــا نتوان بر

تا سرمه به چــــــشم یاررنگــی دارد

قاصد آنجــــا پیـا م من نتوان برد

اد  ب

دادب بزم کي حـــیا عرض ته څه پام

که وي هم،نه ددعـــــا نوم اوکلام

ترڅورنګ لري رانجه دیارپه سترګه

ځرۍ هلته نشـــي وړﺉ زموږپیام

وفـــــا

"بیدل" وضع بنای هستۍ عالیست

اینجــا چه خیـال عیش وفارغبالیست

برخویش زبادهرنفس میــــلرزم

طا قست بلنـــد وشیشه ی ما خالیست

                                                    

وفــــــا

"بیدله" دهستۍ ماڼۍ وضعه چی ښه ده

عیش ونوشونه دخیا ل څه تلوسه ده

هرې ساه له بـــــــــاده پخپـــله لړزیږم

تاخچه لوړه اوزمـــوږ تشه ښیښه ده

                                              ٭     ٭    ٭

                                                  هــــوش

گرهوش زطور فهم مسلک دارد

صد جلوه یقین زسیر هـــراشک دارد

دردیده ی روزنی که وامی نگری

هرذره هزازرنــگ چشــــــــمک دارد

                                                     *

هــــوښ

که هوښ طورله پوهـې ولري مسلک

یقیـــن سل جلــــوې لري تګ کې دشک

دکړکۍ له خلاصې سترګې نه یې وینې

هــــــره ذره لري زرډ ولــــه ستــــرګک

                                          ٭        ٭       ٭

آ شــــــنا

آخــــر اثری زآشــــنا فهــــم نمــــاند

بی مهری جوش زد وفــــا فهـــــم نمــــاند

تا مایه ی ننگ حق گداری نشــــود

در مشــــرب شعــــر هم ادا فهــــم نمــــاند

آ شــــــنا

نښه نده پاتې څـــه له آشـــــنا پــــوهه

بی مهری له جو شـــــه هــــم له وفا پوهه

حق ویلو ته چې نه شې دننګ تومنـــه

شعر مشرب کې نــــده پاتــــــې  دادا پوهه

                                           ٭      ٭      ٭

یـــــاور

آن را که کمـــال فضل یا ور گـــردد

اوراق گـــــــــزند طینتش برگـــــردد

آب دریا به آن همـــه شــــوری هـــا

شیرین گــــردد دمی که گوهرگـــردد

*

یــــاور

چی شِِِِي چـــاسره کمــال فضل یاور

د پیرزو پا ڼې یې لېر شي له خطــــر

سیند اوبه سره له هومره تروه والی

شي خوږه کومـــه شېبه چی شي ګوهر

فـــــاش    

آن را که عیــــوب فا ش خـــو ننـــماید

گه خورده براهل شرم گیرد شاید

بردنـــــبه گوسفـــــــند خنـــــــدید بزی

کزحق مگذر دم این چنین می باید

                                                              ٭

                                                         څـــــرګند

څوک چی خپل څرګند عیب نه کاندی څرګند

شي  شرم والـــــو پرنیوکه پاتې بند

دپسه لــــــــم باندې یو، ووز وکړه خــــــندا

دادﺉ حق چې کوي داسې لکۍ خوند

                                                      ٭     ٭     ٭

                                                        ســـــــحــــر

ازمهرضیا اگربه عـــــا لم برســـر

وزجــــــا م سحر،رشحه به شبنم برسد

برصحت ذات جــــــان بیفزایارب

چنــــدان که اثر به بیــــــدلان کم برسد

*

ســـــــحــــر

که خوره رڼا دمینــــې پرعالـــــــــم شي

دسحر له جــــــامه څا څــــــکه پرشبنم شي

روح پرذات باندې روغتیاربه کړه ډېره

هومره چی یې پربی زړونــــو اغېز هم شي

مقـــــصـــد

انسان مشکل که جای خــــود بشناسد

یا مقصد ومدعـــای خـــود بشنا ســـــد

مدتـــــها چشم برتا مل خود دوزد

تا صورت دست وپای خو بشنا ســــد

                                                           ٭

مقــــــصــــد

دﺉ مشکل چی انسان وپېژني ځـــــان

یا مقصد اومــــــــــدعا ته شـــــی روان

موده سترګه تا مل له پاره ګنــــــډي

څــو دلاس وپښـې صورت یې شي عیان

                                                ٭       ٭     ٭

غیــــــــرت

ازصحبت حیزمرد، نا مـــردشود

بی غیرت وبی همت و بی درد شود

صد سال اگرشعله فروزد آ تـــــش

یک غوطه چــودرآب زند سرد شود

                                                          *

غیـــرت

چټیا تونه مېړه نا مېړه کېــــــږي

بې غیــــــرت اوبې همت بې درده کېږي

که سل کاله لمبه پورته شي له اوره

داوبو یوې غـــــوپې کې ســـــــړه کېږي

                                              ٭        ٭       ٭

انســـــــان

انســـان با خاک تا برابرنشــــود

همـــــواری طینتش میســـــــــر نشــــــود

برمعنی نا مــش اند کې فهم گمار

افعال بشـــــــر به خیر منـــجنرنشــــــــود

                                                          *

انســـــــان

څـوانسان نشي له خاورې سره خاورې

دطینت له هوارﺉ به یې څـــــه واورې

پرمعنایې دنوم وکــــوه لـــــږ ســـــوچ

بچـــــوي د بشــــــر کارله خیره لارې

خــــــا کـــــســــتر

ازحـــادثه تا بنــــای ما ابتــــرشــــد

پستی با لید وآسمـــــا ن منظر شد

امروز غـــبارمــــا سحــــرهــادارد

پرمی کشد آن شعـله که خاکسترشد

                                                               ٭

ایــــــــــره

پېښــــه وکړه پرمــاڼۍ مو بد اثر

پستي وویاړېده شــــــو آســــمان منظـــر

نن غـبار مولـري ډېرډې سحرونه

جی ایره شــــــوه آ لمـــبه با ســـــي وزر

                                                ٭          ٭      ٭

قــــــارون

گربرتجـــــرید فقــر مفتون باشی

هم دوش مســــیح ســــربه گـــرد ون باشی

شرمت نا ید که ازغرورزروسیم

برروی زمیـــــــن نا یب قــــــــارون باشی

                                                            *

قــــــارون

د تنګسه پرتجرید که چیرې مفتون یې

ته همغـــــاړې دمسیح سرپه ګردو یې

نه شرمېږې دسرو سپېنــــو له غروره

ځمکې مخکې مرستیال چې دقارون یې

                                             ٭         ٭          ٭

د  ل

ای آیینه منزلت مبارک با شـــــــــــد

شد جــــلوه مقابلت مبــــــارک باشــــد

آمد زسفر کسی که دل با او بـــــــود

بی دل اکنـــــــون دلت مبــــارک باشــد

                                                        *

زړه

ای هنـــــدارې مبـارک دې شـه منزل

مبارک دې،شـــوې جــــلوې ته مقا بل

چاسره چې،وزړه ورزده کـــــړه سفر

ای بې دله مبــــــارک دې زړه لـــــرل

                                              ٭        ٭        ٭

دنیــــــاداران

دنیا داران که فکـــــــرخامـــــی دارند

د رکبـــــروغــــرور وضع دامــــی دارند

دیدیم که این سنــگد لان همچــــونگین

از چین جــــــــــبین خویش نامــــــی دارند

                                                         *

                                                    بـــــډ ایـــــان

 

                                              ٭         ٭         ٭

جـــــــــاده

برجــــاده شرم اګرسبک ســـرگذرد

آن نیست که بی تاء مــــــــلی درگذرد

هرچنـــــد فرونمی رود پنبه درآب

چــــون ترشود اندکی به لنگــــرگذرد

وا ټ

که دشرم پرکوم واټ تېر یو سپک سر شي

داسې نه چی بی له ځنــــــــډه ترې بهرشي

په اوبـــــوکې پنبه نه شــــي وردننــــــــــــه

چی شي لـــــږه لمــــــده تیـــره په لنګرشي

ا تحــــــــاد

تابا دل شـــــــا کراتحــــادی دارم

درعیش والم خاطرشادی دارم

آسوده ام ازخـــواری ابنــای زمان

برحضرت عزت اعتمادی دارم

اتحـــــاد

څوشاکر زړه ســـره مې دﺉ اتحاد

په چــــــړچه،غـــم کې لرمه خاط ښاد

دوختـونو له خواریو یم ســــوکاله

دعــــزت پرحضورمی دﺉ اعتــــــماد

شــــرار

چون شمع بهـــــار گلشـــــن خویشتن

چون برق شـــــرار خـــرمن خویشتنم

آثارسراغ ماهـــــم ازما دریـــــــــا ب

چون صبح بهــــــــاررفتن خویشتنـــم

                                                            *

شـــــرار

لکه شمعه موږ دخـــپل د بڼ بهــــاریو

د برښــنا پشـا ن دخـــپل درمند شراریو

ته له موږه زموږدآثاروڅرک ومـومـه

د ګهــیځ غونـدې دخــــپلوتلــــوبهـــاریو

٭         ٭           ٭

مکـــد ر

چندانکه فنــــون دانش ازبرکــــــردیم

آییــــنه ی عافیت مکـــــدرکـــــردیم

دل فهمیـدیم وغوطه خـــوردیــم درخون

تن دانستیم وخـــا ک برســـــرکردیم

                                                            ٭

 

 

خــــــــړه

که هــــرڅومــره موږه زده کړوډیرفنون

ســـوکالی آییـــــنه مو خـــړه له پـــرون

موږویل زړه دﺉ شوو په وینـوکی غوپه

موږویل تن دﺉ خاوره کې سرپه زنګون

                                                  ٭        ٭        ٭

فــــراق

چون اشک نه تا ب ونی توانــــی دارم

نی رنگ بهـــار ونی خــــزانی دارم

ای تیـــغ فراق خــون من ریختنی است

گرهیـــــچ نـــــدارم امتـــــحانی دارم

                                                            *

بېـــــتلـــون

لکه اوښکه نه مې تاب نه مې توان شته

نه مې رنګ د پسرلي نه دخــــزان شته

دبیلتـــــون تېِغــه!وینــــه مې دتوییدوده

که څه هـم نه لــرم هیڅ خو امتـحان شته

                                                   ٭       ٭      ٭

                                                            آ تش

چـــون شمـــع زبس که نا امیـــد سا زم

داغ است انجام وآتش است آغـــــا زم

برســـرمه نوشته ام برات تقــــــــــــریر

پـرسوختــــــه است شعلـــــه ی آوازم

ا ور

لــکه شمعـــــه ډېرنا هیـــــلې کړمـه ساز

داغ مې پا یله ده اورمې دﺉ آ غـــــا ز

پررانجه مــــې دتقــــــــریربرات لیکلای

ډېره وســـــــوله لمـــــبه مـــــې دآواز

 

غـــــبا ر

گا هی مستی وگه خماری داریم

گه فکر خـــزان وگه بهــــا ری داریم

بادی پیچیـــده است د رمغزخیال

خا کیـــــم برای خو غبــــاری د اریم

                                                                  *

غـــــبار

کله مست اوکـــله هــــم لرخـــــما ر

کله سوچ کې دخـــــــزان یا د بهــــــار

خیـا ل مغزو کې موګډ شوﺉ څه باد

موږ یو خــا وره لــرو ځـا ن سره غبار

٭     ٭      ٭

ا فلاک

گرعقل وروح وعنصروافلا کیــــم

یک سر عرق خجـــــالت ادراکـــــیم

زان پیش که منفعـــــل برآیی دریاب

کاینهـا همــــه هیچ نیست مشت خاکیم

*

افلاک

دافلاکو یو روح،عقل عنصــــریاره

دادراک دخجالت خـــــوله یــــــو واوره

چې ترې وځي شرمنده لامخکې پوه شه

د اټول هیڅ نه دي یو موږه موټې خاوره

                                                            ٭     ٭      ٭

                                                              رکـــــا ب

جا م فرصت چوآب از دست مــــــده

این فیض سبـــک رکا ب ا زد ست مــــده

چــون پیر شدی زخواب غفلت برخیز

عیـــــش شب ماهتـــــا ب ازدست مــــــده

٭

داوبو پشان تېرنکړې وخت د جـــام

دغه ځِِغلنــــد برکت ته وکــــړه پـــــــام

دغــفلت له خوبه پا څـه چی شوې زوړ

د سپـوږ میـزې شپې چــړچـــه لره مدام

                                                            ٭    ٭    ٭

ا نشـــــاء

ای هیچ چه لازم هــــوس انشا با شی

گا هی سلطان وگاهی مــــرزا با شی

زین یک د م هستی نشوی ننگ عدم

امروز همـــــان با ش که فردا باشی

*

ته له هیڅه دې هوس کړې د انشــــِا

کله یې سلــــطان او کله هـــم مــرزا

دعـــدم ننګ هســــتۍ یوې شېبې نه

نن هغــــه اوســــه چې اوسې به سبا

                                                       ٭            ٭        ٭

                                                              تبـــــــــرا

تازنده ام ازهراس تبـــــرا دارم

درخلوت معنی انجمنــــــــها دارم

ازباغ وبهار دگرم استغــنــا ست

شعـــــری می گویم وتمـــاشادارم

                                                      *

تبـــــــــرا

څوژوندﺉ یم له هوسه تبـــــرا

دخلوت معنـــی کې ناســـته مې صفا

له بل بڼ اوپســــرلی مې استغنا

شـــعروایمــــه لرمه تمـــا شــــا

نـــــو میــــــد

ای کهنــــه خیــــالان که به اندازنوید

یعنی که پی شهــــرت طلبی هرزه دوید

هنگامه ی مرده ها درین جاگرما ست

تا چشم کسی بازشــود ســـــرمه شــــوید

نا هـــــیــــله

له زړوخـــیا لونونه ځا ن کړﺉ ســـوا

دشهــــرت غوښتنې نه که شــــــی  جلا

هنګــــــامه د مړو دلـــــته کې توده ده

شی رانــــجه دخلاصو سترګو په رضا

                                                        ٭    ٭     ٭

خــــنـــــده

این یارانی که بنده یکـــــــــــدیگرند

منــــــــــــقاد وسرافکــــــــــنده یکد یگرند

هرگاه دمی زهم جـــــــدا گردیــــــدند

چـــون عضـــــو بریده خنـــــــده یکد گرند

                                                               *

خــــنـــــد ا

دایا ران چی یو اوبل ته بنده ګان دي

یوله بله دې تا بـــع ټیټ سرروان دي

که شـــــــېبه دوی یوله بله جلا کېږي

یوپربل خندایې غوڅ غــړي پشان دي

                                                    ٭        ٭      ٭

ایمــــــــن

ای برده زقصر وجـــاه برچرخ کمنــــد

درمهلکه تا چنـــــد نشینې خورسند

تعمیرفـــــــــــــــروتنی کن وایـــمن زی

آ فا ت بسی است درعمـــارات بلند

                                                               *

ســــوکا له

دپرتم ما ڼۍ دې آ سمـــــا ن ته رسېږي

تبا هی لره دې څه طبعه لګېــــــــږي

کمیني کړه غـــوره واوسه ســـــــوکاله

ما ڼۍ لوړې آ فتـــــــونونه ورانېږي

                                                     ٭       ٭        *

 

و فـــــــــا

ازعمرتمنای وفـــــــا نتوان کــــــــرد

د هــــواڅـــــپه هیڅـــــکله نه تمېــــــږي

پوهـاوې وخت ترآسمـان لاندې نه مومې

د کوټې له لوګې سترګه نه خـــلا صېږي

                                                                          *

وفــــــــــا

د وفا تمــــــــه له عمـــــره کله کــــــېږي

دهـــوا څــــپه هیڅــــکله نه تمـــــــېږی

پوهـا وې وخت ترآسمان لاندې نه مومې

د کوټې لوګې سترګه نه خلاصېــــــږی

                                                           هســـــتی

 

هستې نه عـــــــقل ونه جـــــنو می آرد

سا مان فنـــــــا یې به فســــــون می آرد

یعنی همه کس به رنگ کرم پیــــــــــله

گــورکفــــــن از نفـــــس برون می آرد

                                                            *

هســــــتی

هستی نه حق راولـــــې ا ونه جــــــنون

دفنا سامان ته هڅــــــه کړي فســــــون

یعنې هرڅــوک دورېښــم چینجې پشانې

خـــپلې سـاه نه کړي د ساه کفن لټــــون

 

مــــــــزاج

برهرکه مزاج د ون مســـــــــلم باشد

مشکل که لباس عفتش نخــــراشد

بسیار به امتــــحان رســــیده که سگ

آن راکه زبون یافت براو می شاشد

                                                              *

مـــــــزاج

چې دچا ټیټ مــــزاج نه وي دسمـــون

دعفت جامه کې یې ســــــتونزه د بدلون

ډېرځـــلی ازمایل شوﺉ دﺉ چې سيی

پرې متیازې کړي چې یې ومـوند زبون

                                                

 

 

ریــــــــا

ای ننگ ظهور ازتو چه ذلت دیدند

کز طبع تو این قـــــدر تنفـــــــــــرچیدند

دنیا که ریاحین کده فردوسی داشت

تا جای تو شــــــد مزبله اش نا میـــــد ند

                                                             *

ریـــــــا

دظهورننګه لـــــه تا ذلت لــــــــید ل

ستـــــا له وضعې د ومـــــره کرکه رااوڼل

دنیـــــا وه لکه جنـــت هسـې وږمینه

چی ستا ځای شو ویې نو مـــــا وه غو جل

                                               ٭            ٭           ٭

                                                             خــــا طــــر

تا خــا طر یاران نتوان آزر د ن

حفظ پهــــــلو کنیـــــد از افشـرد ن

چســـــبان منشینید که دندان هار

ازتنگ نشستن است بر هم خوردن

*

خــــاطر

د یاران خاطر سا تل که مـــــوخوښېږي

څنګ تر څنګه سولید به ډ ډه کېږي

داسې جوخت سره مه کینی چې غاښونه

تنګې نا ســــــتې نه یوبل سره لګېږی

                                              ٭              ٭           ٭

                                                                        خـــــون

تا کــــــی دامن به گــرد ظلم آ لود ن

باید رحمـــــی به حا ل خود فرمــــودن

ازکشتن پشه ی ضعیف ای غافــــــل

خونی که چکد خـون تو خواهی خوردن

                                                              *

ویــــنــــه

ظلم دوړې نه لمـــــن چی ککړیږي

ښایی هرڅــوک دې پرخپـل حا ل ورحمېږي

بی خبر ضعیفې میاشې له وژلــــــو

دغه ستــــا وینــــه به وي چې او س څڅیږي