د مولانا د ناینامې د شعر پښتو شعري ژباړه او لنډه تشریح

شعر په شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د عبدالملک پرهیز ژاړه

۱
بشنو از نی چون حکایت می کند
از جدایی ها شکایت می کند

راشه واوره د شېلۍ حکايتونه

د بېلتون له لاسه کړي شکايتونه

۲
کز نیستان تا مرا ببریده اند
از نفیرم مرد و زن نالیده اند

 نر او ښځې زما له کړيکې شول ژړا  

چې يې زه کړم له خپل بوټي نه جدا 


۳
سینه خواهم شرحه شرحه از فراق
تا بگویم شرح درد اشتیاق

زړه ټوټې  غوړام، دردو د بېلتانه نه

څو بیان کړم د وصال واړه دردونه

 

۴
هر کسی کو دور ماند از اصل خویش
بازجوید روزگار وصل خویش

څوک جدا له خپل اصل او ريښې شي

يو ه ورځ غوښتونکى د  وصال شي

 

۵
من به هر جمعیتی نالان شدم
جفت بدحالان و خوشحالان شدم

هر ټولنې پرګنې ته په فرياد  شوم
هم ملګرى شوم د هر ښاد او د ناښاد

 

۶
هر کسی از ظن خود شد یار من
از دورن من نجست اسرار من

هر سړی له خپله انده زما یار شو 

خو خبر څوک زما د زړه په رازو نه شو

۷
سر من از ناله ی من دور نیست
لیک چشم و گوش را آن نور نیست

زما د کړیکې واټن لرې له سر نه دی

خو په غوږ او سترګو نور د لیدو نه دی


۸
تن ز جان و جان ز تن مستور نیست
لیک کس را دید جان دستور نیست

ځان له ساه او ساه له ځان څخه پټ نه دي

خو  د سا  ليدل  د هېچا په وس کې نه دي


۹
آتش است این بانگ نای و نیست باد
هر که این آتش ندارد نیست باد

 د شپېلۍ دا غږ اور دى خو  باد نشته

  دغه اور چې چا کې نه نشته ، باد نشته 

 

۱۰
آتش عشقست کاندر نی فتاد
جوشش عشق است کاندر می فتاد

دا د مينې اور دى لګېدلى په  شپېلۍ کې 

دا د مينې شور دى لګېدلى په شراب کې

 

۱۱
نی حریف هر که از یاری برید
پرده هایش پرده های ما درید

شپېلۍ حریف د چا چې يې پرېښې ده یاري

پردو يې دي شلولي، ټول پردې  زموږ دي

 

۱۲
همچو نی زهری و تریاقی که دید؟
همچو نی دمساز و مشتاقی که دید؟

ليدلى چا شپېلۍ غوندې زهري او ترياقي دى

ليدلى چا شپېلۍ غوندى ملګرى د ياري دى

۱۳
نی حدیث راه پرخون می کند
قصه های عشق مجنون می کند

شپېلۍ قصه د لار ې خونړۍ  کړي

 قصې د مجنون د عاشقۍ  کړي


۱۴
محرم این هوش جز بیهوش نیست
مر زبان را مشتری جز گوش نیست

بې له بې هوښۍ محرم د هوښ نشته

بې له غوږ د ژبې پيرندوى نشته

 

۱۵
در غم ما روزها بیگاه شد
روزها با سوزها همراه شد

 زموږ په غم کې دا ورځې، ټول ماښام شوې

 ټولې ورځې مو له سوز سره آشنا شوې

 

۱۶

روزها گر رفت گو: رو باک نیست
تو بمان ای آنکه چون تو پاک نیست

 ورځې که شوې تېرې هيڅ پروا نشته 

پاتې شه چې پاک بل بې له تا نشته 

 

۱۷

هرکه جز ماهی ز آبش سیر شد
هرکه بی روزیست روزش دیر شد

  بي له ماهي موړ څوک له اوبو شو

شو  ورځ يې ځنډنۍ ،څوک بي روزي 

 

۱۸
درنیابد حال پخته هیچ خام
پس سخن کوتاه باید والسلام

د پوخ له حال خبر کله هر خام شي 

 خبره لنډ  په ویل د  والسلام شي


۱۹
بند بگسل باش آزاد ای پسر
چند باشی بند سیم و بند زر

زویه ماتې هتکړۍ کړه  ژوند آزاد کړه

د حرصونو د پیسو اروا دې پاک کړه

 

۲۰
گر بریزی بحر را در کوزه‌ای
چند گنجد قسمت یک روزه‌ای
سمندر ځاى که ټول په منګوټي کړې

 ځاى  به څومره یوه برخه د ورځ کړې

 

۲۱
کوزه چشم حریصان پر نشد
تا صدف قانع نشد پر در’ نشد

 د سترګو منګوټی د حریص ډک نه شو

قانع په څاڅکو  صدف نه شو ، د'ر  نه شو

 

۲۲
هر که را جامه ز عشقی چاک شد
او ز حرص و عیب کلی پاک شد

عشق کې دچا څيرې ګرېوان شو 

له هر عيب او له حرصونو پاک شو

 

۲۳
شاد باش ای عشق خوش سودای ما
ای طبیب جمله علتهای ما

خوشحال اوسه ای زموږ منلۍ مینې
چې زموږ د علتونو ټول طبیب يې

 

 

 ۲۴
ای دوای نخوت و ناموس ما
ای تو افلاطون و جالینوس ما

اى درمل مو د نخوت او د ناموس

اى زموږه افلاطون او جالينوس

 

۲۵
جسم خاک از عشق بر افلاک شد
کوه در رقص آمد و چالاک شد

مينې جګ خاورین بدن تر لوړ آسمان کړ

اوچت غر يې په نڅا ، مست او چالاک کړ

 

 
۲۶
عشق جان طور آمد عاشقا
طور مست و خر موسی صاعقا 

عاشقانو! د طور بدن کې مینې ځای پیداکړ

طور مست شو، بې هوښۍ موسی پر ځمکه راګوزار کړ

 

۲۷
با لب دمساز خود گر جفتمی
همچو نی من گفتنیها گفتمی

که مې شونډې خوځېدې لکه د یار

د شپېلۍ په څېر  خبرې زما  تل تیار



۲۸
هر که او از هم زبانی شد جدا
بی زبان شد گرچه دارد صد نوا

هر ها څوک چې شو جلا له خپلې ژبې

که لري هم سل غږونه شو بې ژبې

 

۲۹
چونکه گل رفت و گلستان درگذشت
نشنوی زان پس ز بلبل سر گذشت

ګلبڼ وچ شو چې د ګلو دوران تېر شو

د بلبلو نغمې ورکې له ګلبڼ تېرشو

                                                                                        
۳۰
جمله معشوقست و عاشق پرده ای
زنده معشوقست و عاشق مرده ای

عاشق يې ده پرده نور معشوقان دي

یو معشوق ژوندی نور پاتې واړه مړه دي

۳۱
چون نباشد عشق را پروای او
او چو مرغی ماند بی پروای او

چې عشق و نه کړي پروا د چا

د مرغه په څېر وي پاتې بې پروا

۳۲
من چگونه هوش دارم پیش و پس
چون نباشد نور یارم پیش و پس

په څه رنګ به زما هوښ وي مخې او شاته

چې یار نه وي هډو زما مخې او شاته

 


۳۳
عشق خواهد کین سخن بیرون بود
آینه غماز نبود چون بود

چې خبرې تل بهر په خوله د عشق شي

په رڼې هيندارې تل څرګند انځور شي

 

۳۴
آینت دانی چرا غماز نیست
زانکه زنگار از رخش ممتاز نیست


 ته پوهېږې ستا هينداره رڼه نه ده

له هوسه پاکه ستا هینداره نه ده
مولوی

 

۱


بشنو از نی چون حکایت می کند
از جدایی ها شکایت می کند

غوږ شه چې  شېلۍ حکايتونه کړي

غم د بېلتانه شکايتونه کړي

له نی یا شپېلۍ واوره چې څرنګه له فراق خبرې کوي او د هجران او بېلتانه له وختونو شکایت کوي. دلته نی یا ښپېلۍ د بشپړ انسان په مفهوم راغلی چې د وصل غوښتنه کوي. له مولانا څخه دمخه هم صوفیانو نی د انسان د رمز په توګه کارولی  دی. د مثنوي شرحه کوونکي د نی مقصد بشپړ انسان بولي. په دې کې شک نشته چې نی په عمومي ډول اروا یا بشپړ انسان دی چې له نیستان (له روحاني نړۍ) څخه د خپل بېلتون له امله کړکې او نارې وهي چې د خپل مادي شتون څخه دمخه هلته مېشت ؤ او په نورو کسانو کې هم د ريښتني وطن اړوند مينه راپاروي.  

د بشپړ انسان بحث یو پراخ عرفاني او تصوفي بحث دی، چې دلته پرې بحث نه کوو، خو په لنډه توګه ویلی شو چې انسان د اشرف دی او په واقعیت کې د دنیا روح دی او دنیا د هغې بدن. یانې که انسان نه وي نړۍ یوه بې ساه ، مړ او جامد لوښی دی. 

 

 (2)      

   کز نیستان تا مرا ببریده اند
از نفیرم مرد و زن نالیده اند

 نر او ښځې زما له کړيکې شول ژړا  

چې يې زه کړم له خپل بوټي نه جدا 

 

له هماغه ورځې چې زه يې له خپل ټاټوبي یا پيدايښت ځای (نیستان) څخه جلا کړی یم، نر او ښځې زما له کړیکو سره ځورونکي کړیکې او نارې پیل کړې. یانې زما سره یوځای يې د بېلتون له درده وژړل.

کله چې د انسان لطیفه اروا د الهي له مرتبې څخه مادي نړۍ ته راښکته شوه زیات غمجن او بېرته خپل اصل ته د ستنېدلو غوښتنکی شو.

(3
سینه خواهم شرحه شرحه از فراق
تا بگویم شرح درد اشتیاق

زړه ټوټې  غوړام، دردو د بېلتانه نه

 څو د شوق درد ويلى او بيان کړم

داسې یو زړه غواړم چې د فراق له سوز او درده ټوټې ټوټې شوی وي، څو د داسې زړه سره  د خپل درد له او د وصال غوښتنې له تلوسې خبرې وکړم.

 

۴
هر کسی کو دور ماند از اصل خویش
بازجوید روزگار وصل خویش

څوک جدا له خپل اصل او ريښې شي

يو ه ورځ غوښتونکى د  وصال شي

هر څوک چې له خپل اصل او ريښې څخه لرې پاتې شي، په پای کې یوه ورځ په حرکت راځي او د خپل بیا وصال غوښتنه کوي ، څو هغې ته و رسېږي.

 ۵   

 من به هر جمعیتی نالان شدم
جفت بدحالان و خوشحالان شدم

هر ټولنې پرګنې ته په فرياد  شوم
هم ملګرى د بدحاله او د ښه حال شوم

زه ددې دپاره چې ملګری او د خوالې یار پیداکړم او د بېلتون درد له هغه سره شریک کړم هرې پرګنې او ټولنې ته ولاړم او غږ مې پورته کړ. هم له هغه کسانو سره چې ناښاد ( ناروغ او غمجن دي او د زړه حالت يې ښه نه دی) دی او هم له هغه کسانو سره چې ښاد دي خبرې اترې وکړې. ښاد چې خوښ او نېکمرغه او د زړه حالت يې ښه او عالي او نېکمرغه دي.

« ښاد» هغه څوک چې د نغمې په آورېدو سره يې لا د وړاندې د پېژاندګلوۍ او حضور ور پرانیستل شي. « ناښاد» هغه څوک چې په زړه کې يې فساد او ناولتیا پیداشوې وي. او یا د مال او دولت مينه او شوق ورسره وي.

 

۶
هر کسی از ظن خود شد یار من
از دورن من نجست اسرار من

هر سړی له خپله انده زما یار شو 

خو خبر څوک زما د زړه په رازو نه شو


هر څوک د خپل باور او شکونو له مخې  زما یار او ملګری شو، خو هيڅ څوک زما  د زړه په پټو او نغښتو رازونو پوه نه شو.

۷
سر من از ناله ی من دور نیست
لیک چشم و گوش را آن نور نیست

زما د کړیکې واټن لرې له سر نه دی

خو په غوږ او سترګو نور د لیدو نه دی

که څه هم زما پټ رازونه زما په کړیکو کې نغښتي دي او له هغې جلا نه دي او د هرچا غوږونو ته رسیږي، خو سترګې هغه رڼا او غوږونه د آورېدو هغه وس نه لري څو زما پر پټو رازونو پوه شي.

زما دنننی راز زما له وینا واټڼ نه لري، ځکه وینا لکه هينداره د زړه رازونه رابرسیره کوي، خو سترګې او غوږونه د معرفت یا پيژندګلوۍ هغه رڼا نه لري چې د عارفانو له خبرو او د هغوی پر حالت پوه شي. یا په بل عبارت هر سړی د هغه د وینا او د خبرو له تون یا آهنګ څخه پېژاندلی نه شو ځکه بهرني کړه وړه د سړي له نفساني حالت څخه رامنځ ته کېږي. د انسان خبرې او عمل د سړي د اروايي حالت څرنګوالی بیانوي نو له دې لارې د یو چا دنننی ضمیر پېژاندلی شو. که څه هم د هر چا دنننی راز او سُر د هغې په کړو او خبرو کې څرګند دی خو د خپلو بهرنیو حواسو په مرسته پر هغې پوهېدلی نه شو. نو د هغې د پوهېدلو لاره پاک زړه او ضمیر دی.


۸
تن ز جان و جان ز تن مستور نیست
لیک کس را دید جان دستور نیست

ځان له ساه او ساه له ځان څخه پټ نه دي

خو  د سا  ليدل  د هېچا په وس کې نه دي


سره له دې چې ساه یا اروا له بدن څخه جلا نه ده او هيڅ یو له یو بل څخه پټ نه دی، خو هيڅ څوک د اروا د لیدلو وس نه لري، هغه کسان چې د بدن او وجود مینان دي د لطیفې اروا د پېژاندلو وس نه لري. یانې اروا په سترګو ليدل کېدی نه شي خو د هغې د خواصو، کمالاتو او ځانګړنو له کبله پېژاندل کېدی شي.

نو د شپېلی غږ د بدن او د غږ سُر او آهنګ د اروا په توګه پېژاندل کېدی شي. نو ځان یا د شپېلۍ غږ د ظاهري خواصو له لارې پوهېدل کېدی نه شي او د غږ سُر چې ساه ده د حواس په وسیله پېژاندل کېدی نه شي.

۹
آتش است این بانگ نای و نیست باد
هر که این آتش ندارد نیست باد

 د شپېلۍ دا غږ اور دى خو  باد نشته

  دغه اور چې چا کې نه نشته ، باد نشته 

د شپېلۍ دغه نغمه په واقعیت کې اور دی. یانې د خدای د اولیاو تود کلام دی او د نفساني بادونو او هوا ګانو معلول نه دی. او څوک چې له دغه اوره برخه مند نه دی له شتون يې نه شتون ښه دی.

۱۰
آتش عشقست کاندر نی فتاد
جوشش عشق است کاندر می فتاد

دا د مينې اور دى لګېدلى په  شپېلۍ کې 

دا د مينې شور دى لګېدلى په شراب کې

دا چې شپېلۍ داسې له سوزه ډک غږونه باسي علت يې د عشق اور دی. او دا چې باد داسې اېشېږي هم د عشق له کبله دی. عشق په ټولو کائناتو کې جاري دی. هر موجود چې د لوړې مرتبې د تر لاسه کولو سره مینه لري نو مينه هغوی دغو لوړ پوړیو ته رسوي.

 

۱۱
نی حریف هر که از یاری برید
پرده هایش پرده های ما درید

شپېلۍ حریف د چا چې يې پرېښې ده یاري

پردو يې دي شلولي، ټول پردې  زموږ دي

بشپړ انسان لکه د شپېلۍ ، الهي غږ غږوي د هغه یار او معشوق هغه څوک دی چې له ټولو دنیوي اړیکو څخه يې لاس اخیستی وي. که شپېلۍ د موسیقۍ په توګه وپېژنو د هغې پردې نورې مانا ګانې لري. د موسیقۍ دعلم پربنسټ هغه آهنګونه چې شپېلۍ يې غږوي د نفس د تهذیب او لطافت سبب ګرځي او نفساني حجابونه له منځه وړي.

 

۱۲
همچو نی زهری و تریاقی که دید؟
همچو نی دمساز و مشتاقی که دید؟

ليدلى چا شپېلۍ غوندې زهري او ترياقي دى

ليدلى چا شپېلۍ غوندى ملګرى د ياري دى

څرګنده ده چې د شپېلۍ زهر او د زهرو ضد چا نه دی لیدلی او څرګنده ده چې چا د شپېلۍ په شان همدم او مشتاق نه دی لیدلی. هماغسې چې د حق حضرت د قهر او لطف پر صفوتونو موصوف شوی، بشپړ انسان هم د قهر او لطف  صفتونه لري. بشپړ انسان د فاسدو کسانو تر وړاندې زهر دی او د ښېګڼې د کسانو تر وړاندې د زهرو ضد دی. او د یو کس تر وړاندې کېدی شي هم زهر وي هم د زهرو ضد. کله چې د هجران او بېلتانه څخه کړیکې کوي زهر دی او کله چې د وصل او پیوستون زېری ورکوي د زهرو ضد دی.  

۱۳
نی حدیث راه پرخون می کند
قصه های عشق مجنون می کند

شپېلۍ قصه د لار ې خونړۍ  کړي

 قصې د مجنون د عاشقۍ  کړي

شپېلۍ د خونړۍ لارې خبرې کوي: یانې بشپړ انسان د رباني عشق د ستونزمنۍ او خطرناکې لارې په اړوند خبرې کوي. او د پاکې ميني او د مجنون د مينې خبرې کوي. « له خونړۍ لارې» څخه مقصد له اختیاري مړینې څخه دی.


۱۴
محرم این هوش جز بیهوش نیست
مر زبان را مشتری جز گوش نیست

بې له بې هوښۍ محرم د هوښ نشته

بې له غوږ د ژبې پيرندوى نشته

ددغه هوښ محرم یوازې هغه کسان دي چې د ژوندانه د تدبیر له عقل څخه بې برخې دي . یانې د حقیقت رازونو باندې یوازې اهل فنا پوهیږي چې له غیر حق څخه بې هوښه دي. او نا اهلان او منکران ددغه رازونو تر وړاندې وړانده او کاڼه دي. نو د ژبې غوښتونکی غوږ دی ځکه بې له غوږه څوک څه آورېدلی نه شي. نو کله چې څوک خپل  ضمیر اوهامو او خیالونو څخه پاک نه کړي  د حقیقت په راز به پوه نه شي. دویمه مصرعه د لومړۍ مصري د تصدیقول په مفهوم راغلی.

 

۱۵
در غم ما روزها بیگاه شد
روزها با سوزها همراه شد

 زموږ په غم کې دا ورځې، ټول ماښام شوې

 ټولې ورځې مو له سوز سره آشنا شوې
زموږ ورځې د عشق له درده ډکې وې او عمر تېر شو. او زموږ ټول وختونه له درد  او سوزه سره ملګري شول. یانې د عاشقانو د غوښتنې درد اود وصال علاقه مندي  همېشنۍ ده او هيڅکله هم ځنډ په کې نه راځي.

 

۱۶

روزها گر رفت گو: رو باک نیست
تو بمان ای آنکه چون تو پاک نیست

 ورځې که شوې تېرې هيڅ پروا نشته 

پاتې شه چې پاک بل بې له تا نشته 

که زموږ د درد او سوز دغه ورځې تېرې شي نو ووایه چې پروا نه لري . خو ای حضرت معشوق: ته خپله همېشنی لطف او مهرباني پر موږه جاري وساته او پر موږ پاملرنه وکړه ځکه ته سپېڅلی او پاک يې او هيڅ څوک لکه ستا په شانې پاک او سپېڅلی نه دی.

۱۷

هرکه جز ماهی ز آبش سیر شد
هرکه بی روزیست روزش دیر شد

  بي له ماهي موړ څوک له اوبو شو

شو  ورځ يې ځنډنۍ ،څوک بي روزي 


له کب پرته ټول له اوبو مړېږي . ځکه کب یوازې په اوبو کې ژوند کولی شي.همدارنګه رښتنی عاشق هم پرته له عشقه او د حضرت معشوق د غوښتنې پرته ژوندی پاتې کېدی نه شي. نو د عاشق د ژوندي پاتې کېدو دپاره عشق اړین دی. نو هر څوک چې د عشق له اوبو او عرفان څخه بې برخې وي له خپګان او د زړه له مړېدو سره مخامخېږي.

۱۸
درنیابد حال پخته هیچ خام
پس سخن کوتاه باید والسلام

د پوخ له حال خبر کله هر خام شي 

 خبره لنډ  په ویل د  والسلام شي

خام کسان د پخو کسانو په حالت پوهېدی نه شي. ځکه په خبرو او کلمو کې د هغوی پر حالت پوهېدل امکان نه لري. اوس چې خبره داسې ده نو خبره باید لنډه کړو او خوله وتړو.  یانې د معرفت او د حقیقت پوهېدو شرط د حال مناسبت دی، ځکه رښتنی معرفت هغه وخت تر سره کېږي چې مدرک له مدرک سره سمون ولري.

۱۹
بند بگسل باش آزاد ای پسر
چند باشی بند سیم و بند زر

زویه ماتې هتکړۍ کړه  ژوند آزاد کړه

د حرصونو د پیسو اروا دې پاک کړه

ای( معنوي) زویه! ملایکې ته کنایه ده . په طریقت کې د مرید او مراد ترمنځ یو ډول پیوند منځ ته راځي . مرید د مراد له برخو یوه برخه ګڼل کېږي. همداسې چې زوی د پلار یوه برخه ګڼل کېږي. له آزادي څخه مقصد دلته دادی چې بنده خپل زړه پر کوم څيز ور نه کړي ځکه د روحاني پوخوالي او کمال درجې ته رسېدل غوښتنه کوي څو له دنیاوي مال او شتمنۍ څخه ځان په څنګ وساتو.

 

۲۰
گر بریزی بحر را در کوزه‌ای
چند گنجد قسمت یک روزه‌ای
سمندر ځاى که ټول په منګوټي کړې

 ځاى  به څومره یوه برخه د ورځ کړې

که د سمندر اوبه په منګي کې واچوئ نو څومره اوبه به په منکي کې ځای شي؟ څرګنده ده چې د نصیب او د یوې ورځې د ګټې په اندازه. دا برخه د حریصانو د نه مړېدونکي حرص په اړوند بحث کوي. نو باید له حرص او تمې ځانونه وساتو ځکه حرص او تمه انسان له خپګان او پرېشانۍ سره مخامخوي.

۲۱
کوزه چشم حریصان پر نشد
تا صدف قانع نشد پر در’ نشد

 د سترګو منګوټی د حریص ډک نه شو

قانع په څاڅکو  صدف نه شو ، د'ر  نه شو

د حریصانو سترګې له ټول هغه محدودیت سره چې يې لري هېڅکله نه مړېږي او هرڅومره چې پانګه او شتمني تر لاسه کوي ددوی پرېشاني او حرص له منځه نه ځي، هره ورځ ددوی د حرص اوتمې اور تېزېږي. د بېلګې په توګه که چېرې صدف د باران د زیاتو څاڅکو څخه یوازې په څو څاڅکو قناعت ونه کړي هيڅکله به د هغه په بدن کې مروارید جوړ نه شي.

۲۲
هر که را جامه ز عشقی چاک شد
او ز حرص و عیب کلی پاک شد

عشق کې دچا څيرې ګرېوان شو 

له هر عيب او له حرصونو پاک شو

د هر چا چې د ځان خوښونې او نفساني غوښتنو جامه د حضرت معشوق تر وړاندې د زیات عشق له کبله څيرې شي، هغه به د هر ډول حرص او نیمګړتیاو څخه پاک وي. عشق که حقیقي او یا مجازي وي د اخلاقو د بدلون سبب ګرځي. کله چې سړی مين نه نو سړی زیات ممسک او د مال او مادیاتو غووښتونکی او خوښونکی وي. خو همدا چې میم شي نو د پیسو مڅوړې پرانیز او ټول د خپل معشوق دپاره مصرفوي او په سختو لارو درومي او له هيڅ څه نه ډارېږي.

 

 

۲۳
شاد باش ای عشق خوش سودای ما
ای طبیب جمله علتهای ما

خوشحال اوسه ای زموږ منلۍ مینې
چې زموږ د علتونو ټول طبیب يې

ای عشقه چې په موږ کې د ښه او په زړه پورې جذباتو د راپيداکېدو سبب ګرځې او زموږ ټول دردونو او رنځونو ته درمل يې. تل خوشحاله او غوړېدلی اوسه.

۲۴
ای دوای نخوت و ناموس ما
ای تو افلاطون و جالینوس ما

اى درمل مو د نخوت او د ناموس

اى زموږه افلاطون او جالينوس

ای مينې ته زموږ د ځان ليدنې او ځان ښودنې درمل يې. اي عشقه ته زموږ اروايي او بدني طبیب يې. دلته او په ډېرو نورو برخو کې له عشق څخه مقصد معشوق دی. افلاطون له میلاد څخه ۴۲۷ کاله دمخه وزېږېده ، او نژدې ۸۰ کاله يې ژوند وکړ. هغه د آتن له وګړو څخه ؤ. هغه طبیب او عالم ؤ او د طب او ریاضي او فلسفې په علم پوه ؤ. هغه يې د ختیځ د حکیمانو مشر بللو، هغه حقیقت ته رسېدل د نفس د عزت او مکاشفې د لارې ګاڼه. نو ځکه په دې بیت کې ترې یادونه شوې ده.   

خو جالینوس د لرغوني یونان ډېر وتی طبیب ؤ هغه تل په نړۍ کې ګرځېده او زیات هیوادونه او ښارونه يې ولیدل. هغه په اولس کلنۍ کې په طب، فلسفې او د ریاضي د علومو په برخه کې لومړۍ درجه تر لاسه کړه. او په ۲۴ کلنۍ کې په دغه برخه کې د اجتهاد درجې ته ورسېد. کله چې جالینوس څرګند شو طب د سوفسطائیانو په لاس کې ؤ او د هغې ښېګڼې له منځه تللې وې. هغه ځان له طب څخه دفاع ته چمتو کړ څو هغه خپل وړ دريځ ته را ستون کړي. هغه د ابقراط او د هغه د پلویانو عقیدې تاييدې کړې او هغو ته يې ټينګښت وبښلو. او په دې برخه کې يې زیات کتابونه ولیکل او د طب حقایق يې را برسېره او تایید کړل. دلته جالینوس د بدني طب بېلګه ده.

 

۲۵
جسم خاک از عشق بر افلاک شد
کوه در رقص آمد و چالاک شد

مينې جګ خاورین بدن تر لوړ آسمان کړ

اوچت غر يې په نڅا ، مست او چالاک کړ

بدن چې له خاورو جوړ شوی د الهي عشق له کبله آسمانونو ته ورسېد او غرونه ورته په ګډا شول. ( لومړۍ مصرع په عام مفهوم  د معراج موضوع ته اشاره لري. چې د پيغمبر (ص) معراج او د عیسي او ادریس آسمان ته پورته کېدلو ته هم اشاره لري.

۲۶
عشق جان طور آمد عاشقا
طور مست و خر موسی صاعقا 

عاشقانو! د طور بدن کې مینې ځای پیداکړ

طور مست شو، بې هوښۍ موسی پر ځمکه راګوزار کړ

ای عاشقه، هغه اروا چې د طور غر ته يې ساه ورکړه عشق ؤ . د عشق له امله د طور غر مست شو  او موسی د هغې د سترتیا له امله له هوښه ووت او پرځمکه پرېوت.

 

۲۷
با لب دمساز خود گر جفتمی
همچو نی من گفتنیها گفتمی

که مې شونډې خوځېدې لکه د یار

د شپېلۍ په څېر  خبرې زما  تل تیار

که د خپل  یار  شونډو ته چې زما د حال له ژبې سره سمون لري نژدې شوی وای زیات څه به مې ویلي وای او د عشق رازونونه به مې په پرانیستي شرحې سره بیان کړي وای. خو په دریغ سره چې هيڅ محرم نه مومم څو هغه ته د عشق راز ووایم. یا دومره د معشوق د شپیلۍ او تصرفاتو په قبضه کې یم چې خپل اختیار نه لرم. د هغه له عنایت پرته هيڅ سرود او غږ ایستلی نه شم.


۲۸
هر که او از هم زبانی شد جدا
بی زبان شد گرچه دارد صد نوا

هر ها څوک چې شو جلا له خپلې ژبې

که لري هم سل غږونه شو بې ژبې

ځکه هر څوک چې له خپل هم ژبي څخه جلا شي، که سل غږونه او نغمې هم ولري بیا هم ګنګ او بې ژبې دی. د عارفانو او د سلوک د اهل د کسانو یو ادب چوپتیا ده. چوپتیا دوه ډوله ده: یو د عامو وګړو چوپتیا ده او بله د ځانګړو وګړو چوپتیا ده. د عامو له چوپتیا څخه مقصد دادی چې د سلوک پيلونکی باید تل له خپلې ژبې ساتنه وکړي او زیات ترې کار وانه خلي څو د تيروتنې او خطا څخه مخنیوی وکړي. ژبه یاغي خره ته ورته ده چې که ونه تړل شي نو ورانی کوي. خو د ځانګړو کسانو چوپتیا په دې مانا ده چې عارفان او د سلوک کسان د وینا اجازه نه لري څو د طریقې او حقیقت رازونه هر غوږ ته ونه رسېږي، خو یوازې د اهلیت له کسانو سره وغږېږي. د تصوف کسان داسې خبرې لری چې په هره ژبه ویل کېدی نه شي او هغوی په ځانګړې ژبه خبرې کوي. دوی په ځانګړې ژبه د حقیقت رازونه بیانوي. په خپلو منځو کې که څوک پوه نه وي له هغه سره د تصوف خبرې کېدی نه شي.

۲۹
چونکه گل رفت و گلستان درگذشت
نشنوی زان پس ز بلبل سر گذشت

ګلبڼ وچ شو چې د ګلو دوران تېر شو

د بلبلو نغمې ورکې له ګلبڼ تېرشو

همدا چې د ګل فصل تیر شي د ګلستان وخت آوړي او تېرېږي او له بلبل نور سندرې آورېدلی نه شو. دا بیت هم لکه مخکنی بیت د ۲۷ بیت منځپانګه تاييدوي. کله چې بلبل ګل وویني نو نغمې بولي خو چې ژمی شي نو چوپتیا غوره کوي. یانې الهي حکم د هغې اهل ته ویل کېدی شي خو جاهلانو ته بیانېدلی نه شي.


۳۰
جمله معشوقست و عاشق پرده ای
زنده معشوقست و عاشق مرده ای

عاشق يې ده پرده نور معشوقان دي

یو معشوق ژوندی نور پاتې واړه مړه دي


هر څه چې شته ټول معشوق دی او عاشق له پردې پرته بل څه نه دی، او هغه چې حقیقي ژوندی دی یوازې معشوق دی، او عاشق له معشوقه پرته یو بې ساه بدن دی. «پرده» که پرده هماغه څيز وګڼو چې خلک يې کړکۍ ته ځړوي ، لومړۍ مصرع به تمثيلي بڼه پیداکړي. په دې مانا چې عاشق د پردې په څېر چې حرکت او خوځون يې له خپله ځانه څخه نه دی بلکې د معشوق له تصرفاتو څخه دی.  همدارنګه د پردې خوځون هم د هغې خپل نه دی بلکې د باد له امله دی.  او که چېرې «پرده» د بشري شتون د حجاب په اړوند له کنايې څخه وي چې هغه د حضرت معشوق څخه جلا کوي . دا يې مناسبه اړیکه ده. که «پرده» د هغې موسیقي د مانا په مفهوم وګڼو سم په نظر نه راځي خو بیا هم له هغې سره بې تړاوه نه دی. په هر حال د دغه بیت زیات شرحه کونکو هغه د وحدت الوجود له مفهوم سره په تړاو کې بولي. دویمه مصرع د رحمن د سورې له ۲۶ او ۲۷ آیتونو سره اړیکه لري: كُلُّ مَنْ عَلَيها فانٍ وَيَبْقي وَجْهُ رَبِّكَ ذوالجلالِ و الاكرامِ. « هر څه د فنا په لور ځي او یوازې ستا د پروردګار ذات دی چې ستر او پرتمین دی، پاتې کېږي»

 

 

۳۱
چون نباشد عشق را پروای او
او چو مرغی ماند بی پروای او

چې عشق و نه کړي پروا د چا

د مرغه په څېر وي پاتې بې پروا

دا بیت د منځ پانګې له پلوه د مخکني بیت بشپړونکی دی. که عشق د عاشق لور ته پاملرنه و نه کړي، عاشق  هغه ألوتونکي ته پاتې کېږي چې بڼکې نه لري خو د آلوتو شوق لري. ځنې نور يې داسې مانا کوي«هر څوک چې د عشق پروا نه لري...» خو وروستۍ مانا ډيره مناسبه نه برېښي ځکه د حق عشق له حق څخه رامنځ ته کېږي او له هغې په مهربانۍ الهام اخلي. کله خدای پر خپلو عاشقانو عنایت و نه لري ، خپل لطف له هغوی وسپموي  نو په پایله  کې نه شي کولی لوړو پوړیو ته والوزي.

۳۲
من چگونه هوش دارم پیش و پس
چون نباشد نور یارم پیش و پس

په څه رنګ به زما هوښ وي مخې او شاته

چې یار نه وي هډو زما مخې او شاته

که د حضرت معشوق رڼا زما مخې او شاته شتون ونه لري ، زه څنګه کولی شم په خپل لږ عقل او پوهې سره خپله لاره پیداکړم او په هغې کې چلند ترسره کړم؟ دغه بیت د حدید له سورې سره مناسبت لري:

يَومَ تَرَي الْمؤمنينَ وَ الْمؤمناتِ يَسْعي نُورُهم بينَ ايديهم و بايمانهم. « هغه ورځ چې مومنه سړي او مېرمنې ووینې چې رڼا يې ترمخې او ښي اړخ ته روان وي .» او هم د تحریم ۸ آیت ته اشاره ده. د بیت مقصد: د انسان د ټولو روحاني معارفو او د معنوي ادراکونو سرچینه ،  حضرت حق باطن دی»


۳۳
عشق خواهد کین سخن بیرون بود
آینه غماز نبود چون بود

چې خبرې تل بهر په خوله د عشق شي

په رڼې هيندارې تل څرګند انځور شي

 

عشق غواړي چې ماناګانې او رازونه را برسېره شي، ځکه څنګه کېدی شي چې صیقلي هنداره څيزونه منعکس نه کړي.؟ ( که عشق د سړي په اروا ګې څپې ووهي ، د هغې نښې د هغه په کړو وړو کې څرګند شي. نو ویلی شو عشق لکه هینداره ده چې د څيزونو ظاهر په ځان کې منعکسوي. همدارنګه د عشق په هينداره کې د عاشق حالت څرګندېږي. نو عشق د ضمیر کشاف دی.

 

 

۳۴
آینت دانی چرا غماز نیست
زانکه زنگار از رخش ممتاز نیست


 ته پوهېږې ستا هينداره رڼه نه ده

له هوسه پاکه ستا هینداره نه ده

پوهېږي ولې ستا د زړه او اروا هینداره ، معنوي حقیقتونه نه ښايي؟ دا ځکه چې له هغې دې د هوس او تمې زنګ نه دی پاک کړی. ( مقصد دادی چې که چېري زړه پاک او روښانه شي نو عرفاني او رباني حقیقتونه به په کې منعکس شي . هر کله چې سړی خپل زړه له زنګونو نه پاکوي ، رباني حقایق په کې نه ځلېږي.)