بایسکل ځغلول سرطان او د زړه ناروغۍ خطر کمويرد انځور حقوق.

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


دا څېړنه په پنځو کلونو کې پر دوه نیم لکو کسانو شوې ده.
ساینسپوهان وايي، که اوږد ژوند او د سرطان او زړه ناروغۍ خطر کمېدل غواړې، نو کارځی ته پر بايسکل ځه.
د موضع اړوند لویه څېړنه د سرطان او زړه ناروغۍ خطر د نیمايي کمولو لپاره د دوه ټيرونو بايسکل سره تړاو لري.
* 'د پروستات سرطان تشخیص کې مهم پرمختګ'

* د معدې باکتریا د سرطان مخنیوي کې همکاري کولی شي
* په افغانستان کې سرطان څومره لويه او وژونکې ناروغي ده؟
په دې پنځه کلنه مطالعه کې د برتانیا له دوه لکه ۲۵ زرو تګ راتګ کوونکو ( هغه کسان چې هره ورځ کارځي ته ځي) سره هم خبرې شوې. دوی وايي، په عامه ټرانسپورټ یا خپل موټر کې له تللو پلی تګ هم ځینې ګټې لري.
په ګلاسګو کې ډله وايي، پر بايسکل تګ چې پر عادت بدل شي، بیا هوډ ته هم اړتیا نه لري، لکه د ورزش ځای یا جېم ته د تللو لپاره چې پکار وي.
په دې پنځه کلنه مطالعه کې هغه کسان چې خوځند تګ راتګ یې درلود له هغو سره پرتله شوي چې تر ډېره ساکن و.
خوځند تلونکي او را تلونکي
رد انځور حقوقGETTY IMAGES
Image caption
تر پلي تګ بايسکل ځغلول دروغتیا لپاره ډې رګټور بلل شوي دي.
په ټولو مطالعه شویو کې ۲۴۳۰ مړه شوي، ۳۷۴۸ پر سرطان اخته شوي، ۱۱۱۰ هم د زړه ستونزې لري.
خو د دې مطالعې په بهیر کې منظم بايسکل ځغلولو له هر ډول پېښو د مرګ خطر ۴۱ سلنه کم کړی، د سرطان پېښېدل یې ۴۵ سلنه او د زړه ناروغۍ یې ۴۶ سلنه کمې کړې دي.
بايسکل ځغلوونکي په منځني ډول اونۍ کې ۳۰ میله حرکت کوي، خو له دې نور ډېر تګ یې د روغتیا لپاره لا ډېر ګټور دی.
پلی تګ د زړه ناروغیو ځواکمنېدلو شونتیا کموي، خو ګټه یې تر ډېره هغه چا ته ده چې اونۍ کې له شپږ میلو ډېر پلی ځي.
* غوسه د زړه د حملې چانسونه ډېروي
* 'نړۍ کې تر ټولو د روغ زړه لرونکي خلک'
* "د زړه سوري کېدو ناروغي مخ په ډېرېدو ده"
یو څېړونکی ډاکټر جسن ګېل له بي بي سي سره په مرکه کې وايي، "دا ښه روښانه ده چې کوم کسان خوځند تګ راتګ لري په تېره پر بايسکل ځي، نو ډېر کم له خطر سره مخ کېږي".
"ته هره ورځ اړ یې چې کار ته لاړ شې، خو که پر بايسکل تګ ورځنی عادت وګرځوې، نو بیا تر ډېره هوډ ته اړتیا نشته".
"تر ټولو مهمه اړتیا دا ده چې پر سیکل د تګ اسانولو لپاره بېخ ببنسټ بدل کړو، د دې لپاره موږ د بايسکل لارې جوړولو او داسې بايسکل ته اړتیا لرو، چې په اورګاډي کې یې واچوو، کارځی کې ولامبو".
هغه کسان هم روغتیايي ګټې ښيي چې کارځي ته په ګډه عامه ټرانسپورټ کې یا پر بايسکل ځي.
له دمې اېستل
رد انځور حقوقGETTY IMAGES
Image caption
د بايسکل ځغلوونکو لپاره د ځانګړې لارې غوښتنه هم شوې ده.
دا څېړنه د برتانیا طبي جورنال کې خپره شوې او وايي، دا هم شونې نه ده چې له کومې لارې دوی کار اخیستی دی، نو هغه دې روښانه لامل او اغېز په ډاګه کړي.
د سیګرټ څکلو، پرهېز او چاغښت د اغېز په اړه د ارقامو له اېستلو سره سره هم دا اغېز و.
خو دا مانا لري چې د بايسکل ځغلولو سره د سرطان خطر کمېدلو کې د وزن بایلل هم له پامه نشي غورځېدلی.
د ډنګر یا خوار بایسکل ځغلوونکي او په بدن کې د التهاب کمه کچه هم پکې روښانه شوې ده.
که څه هم دواړه تمرینونه اوږده او ډېر سخت دي، خو له پلي تګ بايسکل ځغلول غوره بلل کېږي.
د برتانیا د سرطان څېړنو له ډلې کلار هایډ وايي، "دې څېړنې د ورځني ژوند په چارو کې د مهمو ګټو په روښانولو کې مرسته وکړه".
"ته ورزشي مرکز یا جيم او مرتان کې ګډون ته اړتیا نه لرې".
"هرڅه چې تا ګرموي او یا دې له دمې باسي هغه که بايسکل ځغلول وي یا هم کار ته تګ یا کور کې کار وي، یو بدلون راوستلی شي".