کهکشان کې د تور غار لومړی انځور خپور شو

طبیعي علوم
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ستور پېژندونکي توانېدلي چې لومړی ځل د بلک هول یاکهکشان کې د تور غار تصویر واخلي چې په په یوه لرې پراته کهکشان کې دی. دا خورا لوی غار دی، چې اوږدوالی یې څلور سوه میلیارده کیلومتره دی او د ساینسپوهانو په خبره د غار ټوله کچه د ځمکې له ټولټال حجمه درې میلیونه ځله زیات دی چې ساینسپوهان یې یوه 'لویه بلا ' بولي

.

دغه تور غار پنځه سوه ټریلیونه کیلومتره لرې دی او عکسونه یې د نړۍ لر او بر کې د اتو ټیلیسکوپونو یوې شبکې اخیستي دي، چې جزیات یې نن د اپریل لسمه په استرو فزیکل ژورنال کې خپاره شوي دي. د هالند راد باود پوهنتون پروفیسر هیینو فالکي چې د دغې تجربې وړاندیز یې کړی و، بي بي سي ته وویل، تور غار په ایم ۸۷ نومي کهشکان کې دی. نوموړی وايي:

''هغه څه چې موږ وینو کچه یې زموږ له ټول شمسي نظامه هم ستره ده. دا د لمر پرتله شپږ اعشاریه پنځه ملیارده ځله ستر دی او د هغو ټولو تورو غارونو پرتله دروندی دی، چې موږ فکر کوو شته دي. دا رښتیا یو عفریت دی او په کهشکان کې د شته ټولو نورو پرتله پیاوړی دی. ''

 

د پروفیسر فالکي په خبره په تصویر کې ( د اور یوه رڼه دایره) لیدل کېږي، چې د یوه دایروي تور غار شاو خوا یې نیولې ده.

دغه سپینه هاله غار ته د خورا ډېر تاوده ګاز تویېدو له کبله رامنځته شوې. د هاله روڼوالی په کهکشان کې د شته بیلیونونو ستورو له ګډې رڼا هم تېزه ده، ځکه له دومره لرې ځمکې هم روښانه ښکاري. په منځ کې د تورې دایرې ژۍ هغه ځای دی چې له لارې یې ګاز غار ته لار مومي او دا داسې عنصر دی چې د پنډوالي له کبله رڼا هم نه شي ترې تېرېدلای.

 

د یونیورسټي کالج لندن پروفیسر زیري یونسي په وینا نوی تصویر د تیورۍ فزیکپوهانو او هالیووډ فلم جوړونکو هغه تصور ته کټ مټ ورته دی، چې په کهکشان کې یې د یوه تور غار په اړه یې لري.

پروفیسر فالکي ۱۹۹۳ کال کې چې د دکتورا محصل و، دغه پروژه وړاندیز کړې وه.

هغه مهال هیچا فکر نه کاوه چې دا پروژه کامیابیدای شي. خو نوموړی لومړنی ساینسپوه و چې په اند یې د بلک هول نژدې شاوخوا کې داسې رادیویي وړانګې رامنځته کېدای شي چې له ځمکې یې ټیلیسکوپ لیدلای شي. نوموړي دغه راز د ۱۹۷۳ کال یو ساینسي تحقیق هم رابرسېره کړ چې وايي د دوی د خورا ډېر ثقل کشش له کبله د کهکشان تور غارونه له اصلي بڼې دوه نیم برابره زیات لوی ښکاري.

دغو دوو عنصرونو چې مخکې معلوم نه وو، ناڅاپه دغه واقعیت چې ناممکن بلل کېده، ممکن کړ. تر شلو کلونو پورې د دغې موضوع په تړاو له بحثونو وروسته پروفیسر فالکي د اروپا څېړنې شورا وهڅوله چې پروژه کې پانګونه وکړي. د ساینس ملي فاونډېشن او ختیځه اسیا کې یو شمېر ادارو وروسته د ۴۰ میلیونو پاونډو دغه پروژه کې مالي مرسته وکړه.