د جهل تور تمونه :

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محرم دراني

افغانه مېرمنه چې د وحشت تر سیوري لاندې د جهل او  ناپوهۍ په سین کې ډوبېږي؛ خپل ژوند او خلقت په نړۍ کې د خدای ستره پېرزوینه او عاجز بنده‌ګي ګڼي. دا په خپل همدې خلقت کې د یو بل همنوعه او هم ساه مخلوق سره د ژوند د ملګري په پار نوي بهیر ته ورداخلېږي. ښځه په‌دې بهیر کې د خپل ژوند شریک ته ته په دومره لوړ مقام قایلېږي، چې هغه ته ملګری نه، بلکې خاوند وايي

.

ښځه ولې له کوچنیوالي تر ځوانۍ او بیا تر مرګه د محکومیت په زولنو بندیوانه پاتې شي؟

نن مو له یو داسې رازه خبروم چې له مودو راهیسی مې په زړه کې غوټه شوې؛ نن دا راز د اوښکو له څپو سره تړلی د توریو په‌ واسطه اشفا کوم، ځکه دا ستر واقعیت په زړه کې د ساتلو توان نه‌لري، دې ته د نړۍ هېڅ شي دېوال کېدلی نشي.

دا راز د یوې داسې پېغلې د ژوند کیسه ده چې چا یې  د ټیکري پیڅه هم نه وه لیدلې. په ښکلا کې د کلیوالو نجونو سرداره، د رڼو او خوږو خوبونو ارمانجنه، یو بشپړ په ځان بسیا ژوند ته هیله‌منه او په ټوله کې د یوې باشهامتې «ښاپېرۍ» انسانې به توګه خپل راتلونکې ته خوشاله وه؛ خو ناببره د خپل تربور په لومه کې ونښته، د خیال لوړ برجونه يې ونړېدل، له خاورو سره خاورې شوه او د ځواني څانګې ورماتې شوې.

هو! د تره زوی یې غوښتل ښاپېرۍ خپله کړي، دا چې د دې «خپلولو» تر شا رښتیا هم رښتیني خپلولي پرته واو که‌نه؛ خو ښاپېرۍ دې رشتې ته په ښه سترګه نه کتل، تل یې د تربور غوښتنه په رد سره ځوابوله. تربور هلک خپلې غوښتنې ته د نه رسېدا په پار دویمه لاره غوره کړه، هغه لاره چې د یو پلیت، ځان‌خوښي او په ټوله کې د انساني‌کړنو خلاف لاره وه. هلک ښاپېرۍ ته دامونه کېښودل، په جلۍ یې د بد اخلاقۍ تور پورې کړ، خپلې خوارۍ یې وکړئ؛ خو مور چې خپله لور یې په ټوله معنا ښه پېژندله، په‌دې دسیسه باوري نه‌شوه.

خو پلار د خلکو د تورونو تر اغېز لاندې راغی او لور یې په‌دې وګواښله، که موضوع رښتیا شي؛ مور و لور دواړه ابدي ژوند ته لېږلی شي.

جلۍ  د خلکو ناعادله عدالت ته، د خپل ړوند قضاوت او ارادې ته، د پلار او مور رنځ او د خلکو تومتونو په زړه داغلې وه. بې‌ځایه تور، د انسان خودغرضه حالت، د تربګنۍ او پښتنولۍ په نامه بې‌ځایه غیرت، اروايي کشمکشونو او خپلې بې‌وسۍ له ځانه پردۍ کړې وه.

دا ورځې همداسې روانې وې، چې د هماغه هلک مور یوځل بیا د جلۍ په غوښتلو پسې په مرکه راغله، دا نو حساسې شېبې وې، ښاپېرۍ هم کوټې ته د چاې راوړلو په پلمه ننوته، مخامخ ایینې ته ودرېده، ځان یې ولید، خپل تېر حالت، د مور بې‌وسي او انسانانو د پلار کرکجن حالت یې سترګو ته شو، د جهالت په نامه د پښتنو (غیرتونه) یې په ذهن کې تېرو بېر شول، ځان ورته په‌دې نړۍ تر ټول بې‌ځایه ژوندی موجود ښکارېد، دې د پښتون نارینه له لاسه خپل ژوند هسې د ټولنې بار ګڼلو، دا نو هغه وخت و، چې ښاپېرۍ په یوه بله فیصله روانه وه، دا هغه پرېکړه وه، چې سر یې ان د ټوپک تر ګرمې شپېلۍ رسېد، ښاپېرۍ همداسې وکړل، کوټې کې تم شوه، غټې ـ غټې ساوې یې واخیستې، اخوا دېخوا یې وکتل، د پلار ښکاري ټوپک یې راواخیست، توشک یې سهي کړ، پاکه روجایي پرې وغوړوله، مخ په قبله پرې کېناسته، غټه ساه یې واخیسته، سترګې یې پټې کړې، په‌ ځان یې له مرګه مخکې د شهادت کلمه وویله، یو ناڅاپه ډز شو، انګازې شوې، مور يې په بیړه خونې ته منډه کړه، لور یې د وینو په ډنډه کې د زنکدن سلګۍ وهلې.

 

 

هو د ښکلا ښاپېرۍ د خپلول د ټولو ارمانونو سره د هدیرې په لورې د کډه وکړه او د تقدیر کتاب یې وتړل شوه.

له‌دې ورورسته د کلي د نورو نجونو د هیلو ډیوې هم مړې شوې. هرې یوې فکر کولو، چې په‌دې نړۍ بوج دي، بې‌معنا ژوند کوي او هېڅکله هم خپلو ارمانونو ته نه‌شي رسېدلی. د زده‌کړې، د سالم ژوند، باسواده کورنۍ او نور مدني حقوقو خو لېرې خبره ده، حتا د ژوندي پاتې کېدو پلمې هم ورنه تروړل کېږي.

ښځې ته د پردي مال خطاب کول دا حس ورکوي، چې ښځه د نارینه بنده‌ګي وکړي او هغه ورباندې هر ډول حق لري، که له هر ډول تاوتریخوالی چې لفظي وي یا فزیکي ځورونې سره مخ شي؛ خپل آواز نه‌شي پورته کولی او نه یې هم څوک اوري، دا د کفر قانون هم نه مني چې لور او زوی تا نړۍ ته راوړي، خالق یې هم یو ذات دی؛ خو بیا هم د دوی حقوق نه مني.

که په کورنۍ کې نجونو او مېرمنو سره سم سلوک وشي؛ د هغوی هر اړخیزو حقوقو ته پاملرنه وشي؛ ژوند به ژوند شي او نسان به په رښتیني توګه په‌دې نړۍ د انساني‌ بودن یو اصل پرځای کړی وي. که داسې نه‌ وي؛ نیمه نه، پوره نړۍ ورانه بولئ.