د ښځو رول ته باید ارزښت ورکړل شي

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګل رحمن رحماني

 که انساني ټولنه واحد وجود وګڼو، نو ښځه د دغه وجود نیمه او مهمه برخه تشکیلوي، خو درېغه چې زموږ په ټولنه کې د دغه وجود پر وړاندې ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند کېږي. په خپله ټولنه او خواو شا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې او بېلګې موجودې دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ستونزه اوسنۍ نه ده، ان د اسلام له مبارک دین دمخه ښځې ژوندۍ خښېدلې. د پخواني چین په قانون کې ښځه د نړۍپر مخ تر ټولو بې ارزښته موجود ګڼل کېده. رومیانو ورته د نا اهله لقب ورکړی وو او تر دې یې لا سپکه او حقیره ګڼله. په پنځمه

پېړۍ کېمسیحیانو پر دې بحث کاوه چې ایا ښځه د نارینه په څېر روح لرونکی جسم دی او که نا؟

د اسلام مبارک دین ښځې ته عزت ، برم او درناوی ورکړ. ښځه یې له نارینه سره د ژوند په پرمختګ کې شریکه کړه او ښځه او نارینه یې یو د بل بشپړونکي وبلل. مګر د اسلامي لارښوونو باوجود هم موږ د ښځو پر وړاندې خپل چلند لا هغسې لکه څنګه چې اسلام حکم کوي نه دی بدل کړی.

 ښځه که له یوې خوا د ټولنې نیمه برخه ده، خو له بلې خوا د خاوند لپاره ارام ، ډاډ ،خوښي او تسکین راوړونکې ده، خو درېغه چې زموږ خلک لا هم د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند کوي. په خپلو اولادونو کې د زوی او لور څرګند توپیر کوي. د لور په نسبت زوی ته زیات ارزښت ورکوي. د ښځو پر وړاندې زموږ دا او دېته ورته نورې بې عدالتۍ زموږ له کم علمۍ څخه سرچینه اخلي.

زموږ په ټولنه کې د ښځو رول، لاسته راوړنو او کار ته هیڅ یا ډېر لږ ارزښت ورکول کېږي حال دا چې ښځې تر نارینه و زیات زحمت ګالي، ځکه د کور د چارو د سنبالولو او د اولادونو تر څنګ د ژوند او دفتر دارۍ چارې هم په ښه توګه ترسره کوي.

 سره له دې چې د اسلام مبارک دین ښځو ته د خپل ژوند د ملګري د انتخاب حق ورکړی دی، مګر نارینه (پلرونه او وروڼه) نه یوازې له ښځو دغه حق اخلي، بلکې هغوی د پیسو په بدل کې پلوري او راتلونکی ژوند یې تباه کوي.

 د ښځو په هکله یو عالم داسی وایي ــ ښځه د الله (ج) نرم خلقت ده . ــ د ماشوم لپاره فرشته ده . ــ د خاوند لپاره لباس ده . ــ ښځه د سکون سمبول دهــ د عزت خاونده ــ او د زانګو ستره استاذه ده ، کوم چی نن په خپلولاسونود سبا امپراتور،عالم،او یو لوی انسان زنګوي

که موږ واقعاً له خپل ژوند، راتلونکي، سوکالۍ او پرمختګ سره مینه لرو، نو حتمي او ضروري ده چې د ښځو پر وړاندې خپل چلند بدل کړو، له هغوی سره  په نرمۍ چلند وکړو، ځکه ښځه د کور پالونکې او د اولادونو روزونکې ده او دا ډېره ضرور ده چې د هغوی د دغه مهم رول درناوی وشي.

تر هغو چې د ښځو رول ته ارزښت او جنس ته درناوی ونشي، نو باور مې نشي چې ټولنه به له شته ستونزو او ناخوالو څخه خوندي شي، ځکه موږ د خپلې ټولنې نیمه برخه په خپله او په لوی لاس غیر فعاله کړې ده.