د فساد ضد مبارزه د ټولو مسوولیت دی

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر عبداللطیف کاکړ

اداري فساد په تېرو کلونو کې د سرطان ناروغۍ په څېر نږدې ټولو ادارو ته سرایت وکړ او د فلج کېدو تر حده یې ورسولې، ځکه د ادارو له لوري برابر شوي خدماتو نه د خلکو اړتیاوې ځوابولې او نه هم د هغوی قناعت او رضایت حاصل شو.

په تېرو کلونو کې د دولتي ادارو او وزارتونو په اړه د خلکو شکایتونه ورځ تر بلې زیات شول او عمده دلیل یې همدغه اداري فساد وو، ځکه مسوولین د خدماتو او اسانتیاو برابرولو پرځای په خپلو شخصي معاملو او ګټو بوخت وو

.

د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اداري فساد پر ضد مبارزه پیل شوه. د تدارکاتو ملي اداره او د ملي تدارکاتو کمیسیون رامنځته کول له فساد سره د مبارزې ښکاره ثبوت دی، ځکه ملي تدارکاتو کمیسیون په قراردادونو کې شته فساد تر ډېره کنټرول کړ او له دې لارې هم د پروژو د تطبیق کیفیت ښه شو او هم کارونه پر وخت ترسره شول او ترڅنګ یې میلیونونه افغانۍ سپما هم وشوه.

که څه هم مفسدو او معامله ګرو افرادو او اشخاصو چې خپلې شخصي ګټې وټې یې په خطر کې وې د ملي تدارکاتو کمیسیون په کارونو سختې نیوکې وکړې، خو یاد کمیسیون چې د ولسمشر غني په مشرۍ او د نړیوالو او ملي څارونکو په حضور کې خپلې چارې په پوره شفافیت او دقت ترسره کولې، نو د بې اساسه نیوکو پروا یې ونه لرله.

د وخت په تېرېدو سره د فساد پر ضد مبارزې اداره او همدارنګه د اړوندې ادارې ستراتیژي رامنځته شوه. کرار کرار د فساد د دوسیو څېړنه پیل شوه او د همدغو څېړنو د موندنو په اساس ځینې برحال او لوړپوړي مقامات هم توقیف خانو او زندانونو ته لاړل.

د اداري فساد پر ضد مبارزې د خلکو پام ور واړاوه او د دغې مبارزې پراخ هرکلی وشو.  د اداري فساد پر ضد مبارزه زموږ د هېواد د حکومتولۍ په جدي لومړیتوبونو بدله شوې، ځکه چې د فساد له پلوه افغانستان د نړۍ د مفسدو هېوادونو په لومړي کتار کې ځای درلود، خو د تېرو درې کالو مسلسلو هلو ځلو او فساد ضد مبارزې له برکته افغانستان له دریمې درجې څخه یو دېرشمې درجې ته ولاړ.

همدارنګه د دې ترڅنګ د اداري فساد پر ضد د حکومت د جدي مبارزې له برکته داخلي عایدات تر پخوا لوړ شول.. اداري فساد له ادارې نه تر سیاست ، اقتصاد ، فرهنګ او اخلاقو پورې د ټولنیز ژوند ټول ډګرونه نیولي وو او تر ټولو بده لا دا چې د نړۍ په کچه یې د افغانستان حیثیت متضرر کړی وو. د فساد پر ضد مبارزه  د ملي یووالي حکومت جدي لومړیتوب او مهمه اړتیا ده.

له اداري فساد سره مبارزه یو منسجم او جامع پروګرام ته اړتیا لري چې بنسټ یې پر قوي عزم او د سیاسي نظام د مدیریت په راس کې پر سیاسي اراده باندې ولاړ دی، ځکه د هېواد ولسمشر د اداري فساد پر ضد مبارزې ته نه یوازې ژمن دی، بلکې په دې برخه کې نهایت جدي دی چې وخت پر وخت مسوولینو ته لازمې لارښوونې او د هغو پر عملي کولو ټینګار کوي، خو د فساد ضد مبارزه یوازې د حکومت، نه بلکې د ټولو دنده او مسوولیت دی او باید دغه مسوولیت په ګډه او ښه توګه ادا شي.