د رای استعمال مسوولیت دی

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

په حکومت کولو او قانون جوړولو کې د خلکو د شریکولو او یا حداقل د هغوی د ارادې د تمثیل ښه، اسانه او سوله ییزه لاره انتخابات دي، ځکه په انتخاباتو کې د خلو رایه او تصمیم ارزښت او لومړیتوب لري.

خلک هم عموماً په ټاکنو کې د ګډون پرمهال د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکوي. یانې دوی هغه څوک غواړي انتخاب کړي چې د وطن، ځان او خپلو خلکو په خیر یې بولي.  دا مهال زموږ هېواد د د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په درشل کې قرار لري، نو که دوی واقعاً د اوسني حالت د بدلولو غوښتنه لري، نو بیا دې سر له اوسه دقت او غور وکړي او خپلې رایې په مسوولیت وکاروي

.

د خپل استازي اومشر ټاکل له انسانی اړتیاوو څخه دي ، نو له همدی امله باید کوښښ وکړو چی داسی شخص یا نوماند ته خپله رایه ورکړو چی په خپله ټولنه کی غل ، قاتل ، جنایت کار ، او د عامو خلکو په وینو یي لاسونه ککړ نه وی او په ټولنه کی په بد نوم باندی نه یادېږی  .

ځینی اشخاص په دی نظر وي چې د ولسوالیو شورا عادی بست دی ، د هیواد او هیوادوالو لپاره دومره تاوان نشی کولی خو دا غلطه خبره ده ، ځکه په یوه رایه باندی یو شخص هم کامیابیدلی شی او هم ناکامیدلی شی ، کله مو چی د ولسوالی شورا یو انتخاب غلط وکړ زمونږ همدغه غلط انتخاب د دی لامل کیږی چی یاد شخص داسی کارونه وکړی چی له یوی خوا له اسلام سره په ټکر کی وی او له بلی خوا داسی کارونه وکړی چی عام ولس تری سر ټکوی ، له بلی خوا کله چی مونږ یو غلط انتخاب وکړ نو بیا په ټول ژوند کی شاید سم انتخاب ونه کړو .

ممکن ډېر داسې افراد او اشخاص هم د نوماندانو په توګه رامخې ته شي چې نه د خدای په لاره برابر دي او نه هم د رسول، نه ورته هېواد مهم دی او نه یې هم ملي ګټې، بلکې کرۍ ورځ د ځان د مړولو او خپلو شخصي ګټو په فکر کې وي. داسې اشخاص چی غصب یي کړی وی دوی د همدی غصب د دایمی قبضه کولو لپاره ځانونه نوماند کړي دي.

 یا مونږ ځینی نور نوماندان لرو چی د ځینو عقدو یا ضد له وجی دریدلی دی یا ځینو نورو د ځان دمشهورولو لپاره ځانونه نوماند کړی وی ، که مونږ دغه رقم اشخاصو ته رایه ورکړو مونږ به خپل مسولیت په سمه توګه نه وی ادا کړی بلکی تاوان به مو کړی وی او د دی تر څنګ دنیاوی او اخروی تاوان یا زیان به مو کړی وی . ځکه دغه نوماندان چې موږ ورته رایه ورکړې که دوی سبا هر ناروا کار کوي، نو موږ به ورسره مستقیم دخیل یوو او خدای به یې له موږ څخه په اخرت کې پوښتنه کوي.

کله چی مونږ یو شخص ته رایه ورکړو او د رایو په اکثریت باندی کامیاب شو او دغه کامیاب شوی شخص که ښه او یا بد کارونه کوی نو په دواړو کی یي مونږ شریک یو نو د دی لپاره مونږ باید کوښ وکړو چی داسی وړ شخص ته رایه ورکړو چی استعداد ، لیاقت او شایسته ګی یي ولري. هېواد او ملي ګټې ورته ارزښت ولري او د خپلو خلکو مناسبه نمایندګي وکولی شي او د دوی رایې په ښه توګه تمثیل کړي.