‎د سولې اختر !

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎زموږ ګران هېواد افغانستان چې د څو لسیزو را په دې خوا د پردۍ جګړۍ په اور کې سوځي او په میلیونونو افغانانو په دې جګړه کې خپل ژوند د لاسه ورکړی او په میلیونونو کورنۍ د غم په ټغر کېنولي، په دې اوږده جګړه کې نه یواځې افغانان قرباني شوي بلکې زموږ ټولنې اقتصادي ، کلتوري سیاسي ، زیربناوې له خاورو سره یو شوي دي ، که هر څومره د افغانستان خلکو
‎ددې کور ورانونکې جګړې د ختمېدو د پاره نارې کړي دی خو جګړه مارو کله هم ددې افغانان غږ


‎ندی اورېدلی او له افغان وژنې یې خوند اخیستی.
‎علت یې په
‎دې کې دی چې زموږ بهرني دښمنانو د خپلو ګټو په خاطر یې زموږ په هېواد کې دا اور بل کړی دی او افغانان یې تل د سون د توکو په توګه  سوځولي.
‎او بل زموږ په هېواد کې یو شمېر کسان او ځيني پرديپاله کړۍ په دې جګړه کې خپلې ګټې او بقا لټوي چې د جګړې د دوام عوامل همدا کړۍ دي .
‎له نېکمرغه کله چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال یې ولسونو سره ژمنه کړې وه چې افغانستان ته به سوله راولي.
‎کله چې نوموړی د افغانستان ولسمشر شو ، د لومړنۍ  ورځې څخه یې د کړې ژمنې د ترسره کولو په خاطر د سولې د پاره مبارزه پيل کړه، چې بالاخره د نوموړي د هلو ځلو په پایله کې دا یو مهم قدم او تاریخي کړنه وه چې مسلح مخالفین یې د لومړي ځل د پاره اوربند ته راضي کړل ، اګرچې دا اوربند ډېر لږ او لن‌‌‌‌‌‌ډ مهاله دی خو مفهوم  یې د ‌‌‌‌‌‌ډېر لوړ ارزښت څخه برخمن دی . 
‎ځکه چې د دولت د مخالفینو له خوا د اوربند خبره او هغه هم په لومړي ځل دا یوه لویه لاسته راوړنه وه . چې دا پرېکړه په کورني او بحرنۍ کچه د زیات هرکلي سره مخ شوه .
‎خو ځينې مغرضې کړۍ شته چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر نه غواړي چې د افغانستان ستونزه د سولې د لارې حل شي، او جګړه دوی ته تر سولې بهتره ده ، او که چېرې هېواد مو آرام شي ددوی شخصي ګټې به ضرر وویني، خو د افغانستان خلک چې له جګړې سخت ستړي دي هیله مند دي چې یوه ورځ به راشي چې ددوی د کلونو کلونو ارمانونه چې هېواد کې دایمي سوله ثبات او طرقي ده پوره او تلپاتې خوشحالي به یې په برخه شي. 
‎دا چې د حکومت او طالبانو له خوا اوربند اعلان شو 
‎د افغان ولس اختر یې د سولۍ اختر کړ . 
‎له لوی رب ج څخه غواړم چې دا اوربند له درې ورځو څخه دایمې اوربند باندې بدل شي.
‎او پایله یې د سراسري سولې راتګ وي. 
‎مینه منګل