د ژوند چاپیریال لپاره د سیمه ییزې همکارۍ اړتیا

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

لکه څنګه چې ترهګري سرحد نه پېژني، نو د ژوند چاپیریال هم همداسې دی او د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په څېر د ژوند چاپیریال بدلونونو او پېښو سره هم ګډې مبارزې ته اړتیا ده. د دې لپاره باید د سیمه ایزی همکاری یو سیستم رامنځته  شي، ځکه د ژوند د چاپیریال طبیعي زیانونه سیاسي سرحدونه په رسمیت نه پېژني.

سرحدي لیکې چې د هیوادونو سیاسي جغرافیا سره بېلوي، هغه لیکې ندي چې د ژوند د چاپیریال طبیعي زیانونه په کې ایسارکړو. د ژوند چاپیریال یو ډېر پېچلی او منسجم سیستم دی چې د نړۍ ټول هیوادونه په ځانګړې توګه هغه هیوادونه دي چی په یوه اقلیمي حوزه کې موقعیت لري باید خپل سیاستونه او پالیسۍ د هغې په اساس عیارې کړي.

د سیندونو ساتنه، د ځنګلونو پیاوړتیا او پر معادنو پانګونه پر ټوله سیمه هر اړخیز اغېز لري. د بېلګې په توګه زلزله او سیلابونه د هغو طبیعي پېښو له ډلې څخه دي چې د ژوند چاپیریال په ډېر شدت سره اغېزمنوي او له هغې سره د مقابلې لپاره باید سیمه ییزې همکارۍ ته پاملرنه وشي. کله چې سېلاب راځي او له یوه هېواد څخه بل هېواد ته تېرېږی، نو که چېرې د هغې په وړاندې مقابله ونشي، د هغې قربانیانو ته مرسته او د هغې زیانونو ته د سیمه ییزې همکارۍ او همغږۍ په کچه پاملرنه ونشي، نو ډېری زیان منونکی پایلې به ولري.

په هیواد کې سږنیو ورښتونو ته په پام په ځینو ولایتونو کې د زیاتو سېلابونو د راتګ اټکل او وړاندوینه موجوده ده، لکه په دې وروستیو کې چې په فراه، هرات او زابل کې یو شمېر هیواد متضرر شول، مګر بیا هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو همکارۍ او پر وخت اقدام خلک وژغورل.

 هماغه ډول چې د پېښې د وړاندوینې او مخنیونکي کړنې کولای شي مثبتې او ګتورې پایلې ولري. د ژوند د چاپیریال ساتنې په اړه یو مثبت ټکی دا دی چې د پام وړ نړۍ والې زېرمې ورته شته چې دولتونه کولی شي، د موثرو او عملي پروګرامونو په وړاندې کولو سره د دې منابعو له مالي مرستو څخه برخمن شي.

 سربېره پر دې، په نړۍ واله کچه د ژوند د چاپیریال ساتنې پر یوسیستم باندې هوکړه شوې چې دې سیستم ته کریډټ کاربن ویل کېږي. پدې مانا چې که کاربن ډای اکسایډ د نړۍ په هر ګوټ کی تولیدېږي، نو په هماغه کچه د ژوند پر چاپیریال منفي اغېز کوي، بالمقابل د نړۍ په هر ګوټ کې چې د چاپیریال ساتنې په خاصو کړنو سره د کاربن ډای اکسایډ د تولید کچه کمېږي، نو په هماغه اندازه به د ژوند پر چاپیریال مثبت اغېز ولري. دې ټکي ته په پام سره، هغه صنعتي فابریکې چې د چاپیریال د ککړتیا لامل ګرځي حاضرې دي په هغو سیمو کې چې صنعتي ندي د ځنګلونو په جوړولو کې پانګونه وکړي او پدې توګه د خپلو شرکتونو د دوام لپاره توجیه پیداکړي.

 موږ یو خاص تخنیکی کادر ته اړتیا لرو چې د خاصو پروژو په طرح او پلي کولوسره له دغو نړۍ والو فرصتونو څخه په موثره توګه ګټه واخلي، چې له دغو نړۍ والو مرستو څخه په استفادې سره د ملي بودیجې ترڅنګ نوې مالي منابع تر لاسه کړي چې له یوې خوا د چاپیریال ساتنې لامل شي او له بلې خوا پر ملي بودیجه باندې فشار کم شي.