ولسمشر غني د معارف کتابونو د ستونزې د حل ډاډ ورکړ

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

د کتابونوکمبود د ښوونځیو او زده کوونکو له اساسي ستونزو څخه یوه وه او سږکال به د لومړي ځل لپاره ټولو زده کوونکو ته پوره کتابونه ورسېږي او تر دې وړاندې چې زده کوونکو د کتاب د کمبود ستونزې لرلې هغه به په اساسي توګه حل شي.

ولسمشر غني د نوي کال په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، "در بخش معارف پیشرفت مهم  دیگر این‌است که در سال جاری، کتاب‌های درسی به گونۀ مکمل انشاءالله به دسترس متعلمین مکاتب قرارداده می‌شود.  ۲,۱۲ میلیون جلد کتاب مکاتب چاپ شده و۳۷ میلیون کتاب دیگر درجریان پروسه تدارکاتی قرار دارد که عنقریب این پروسه تکمیل و چاپ آن آغاز خواهد شد. در سال جاری ما خواهیم‌توانست برای بار اول به شاگردان تمامی مکاتب کشور، کتاب‌های درسی شان را به گونۀ مکمل برسانیم، به هریکی از شاگردان تبریک می‌گویم."

پخوا به کتابونه زیات چاپېدل، خو ستونزه به دا وه چې له هیواده بهر چاپېدل. د دې بدګڼه دا وه چې له یوې خوا به پیسې بهر ته تلې او هلته مصرفېدې. له بل پلوه به غیر اقتصادي تمامېدل. د چاپ هومره پیسې به یې په انتقال او بېرته هیواد ته په راوړلو لګول کېږي. بله دا چې یاد کتابونه به د پاکستان په لارو او بندرونو کې په یوه او بله پلمه بند پاتې کېدل او پر وخت به نه رسېدل. په لارو ک به لادرکه کېدل، غلا کېدل. خیشته کېدل، څېرې کېدل او ګڼې نورې ستونزې به یې لرلې.

مګر د ولسمشر غني د لارښوونې په اساس دا ځل د معارف کتابونه په داخل د هیواد کې چاپ شوي دي، چې د پورتنیو ستونزو د حل تر څنګ ورسره افغاني مطبعې هم فعالې شوي او خلکو ته په کور دننه کاري زمینې زیاتې شوې دي. هغه وایي: "این کتاب‌ها برخلاف گذشته در مطبعه‌های داخلی افغانستان با کیفیت خوب چاپ می شوند. این اقدام به انکشاف صنعت چاپ کمک می کند و تقویت صنعت چاپ، به نوبه خود در انکشاف علم و معارف و معرفت تاثیر مستقیم دارد. از سکتور خصوصی افغانستان برای سرمایه‌گذاری دربخش چاپ و چاپ‌خانه‌های عصری ابراز تشکر می کنم و امید است که وعده های خود را به صورت کامل همراه محصلین عزیز ما به انجام برسانند."

جمهوررئیس همدارنګه یادونه وکړه چې: "د معارف په نصاب باندې ښه کار روان دی چې د کتابونو د کیفیت بهتري، د تدریسي کتابونو د شمېر کموالی، قابلیت محوري او د یووېشتمې پېړۍ له غوښتنو سره سمې زده کړې یې عمده اهداف دي. په دې لړ کې یوه مهمه خبره دا ده چې د معارف او جومات رابطه باید لا ټينګه شي. معارف له تجویده رانیولې د مدرسو تر نصابه پورې په ډېرو برخو کې د علماوو مرستې ته اړتیا لري. له نېکه مرغه د ارشاد، حج او اوقافو په وزارت کې د عرفاني موضوعاتو لپاره اوس یو نوی معینیت لرو. اسلامي عرفان چې د اخلاقي مکارمو او انساني فضایلو ډېره لویه خزانه ده او دغه خزانه په پېړیو پېړیو زموږ په ادب او فرهنګ کې خوندي شوې ده، زموږ د معارف د غنا لپاره ډېر څه لري."