له نویو ژمنو اوپرمختګونو سره د نوی ښوونیز کال پرانیسته

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

جمهوررئیس غني د اماني عالي لېسې د غونډو په تالار کې نوی یانې ۱۳۹۸ لمریز کال د پیلولو په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال چې پر لومړۍ مېرمن سربېره یو شمېر دولتي اراکینو هم په کې حضور درلود د ۶۰۰۰ ښوونځیو جوړولو ژمنې یادونې ترڅنګ دا وویل چې په دې برخه کې یو لړ ستونزې موجودې وې، مګر اوس هم هغه ستونزې حل شوي او هم د ښوونځیو د جوړولو په برخه کې کافي پرمختګونه شوي،

ځکه د ودانیو چارې عملاً پیل شوي، پیسې ورته ځانګړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به د نورو ودانیو کار هم پیل شي هغه وویل: " اکنون به  شما هم‌وطنان عزیزم گفته می توانم که کار اعمار ۱۲۰۰ مکتب ادامه دارد. از وزیر صاحب محترم انکشاف دهات از صمیم قلب برای اعمار ۱۷۰۰ مکتب که شروع شده یا درهمین هفته شروع می‌شود و از جناب وزیر صاحب معارف و دیگر همکاران ابراز امتنان می کنم، به همه والدین مبارک باشد.  در مجموع در سال جاری پول برای اعمار ۲۷۰۰ مکتب تهیه و اختصاص داده شده است. از داکتر چوهدری و همکاران شان در  بانک جهانی، سفارت محترم جاپان و دیگر همکاران ما، ابراز امتنان می کنم".

سره له دې چې د ولسمشر کرزي په وخت کې له افغانستان سره میلیاردونه ډالر شوې مرستې تر ډېره د پوهنې په برخه کې وې، مګر له بده مرغه لا هم افغانستان په کې برخه کې کافي ستونزې لري، ځکه هغه مهال شوې مرستې نه یوازې په اساسي توګه ونه لګول شوې، بلکې حیف او میل شوې او شخصي جیبونو ته ولاړې.

یادو ستونزو ته په کتو او  دهغو د حل په موخه ولسمشر غني تېر کال د پوهنې په نوم ونوماوه او په عین حال کې یې ژمنه وکړه چې په دوه کالو کې به په ټول هیواد کې شپږ زره ښوونځي جوړ شي، مګر د ګڼو ستونزو باوجود بیا هم حکومت په دې برخه کې وتوانېده چې د ښوونځیو د ودانیو څو موډلونه ترتیب او نهایي کړي، د ښوونځیو لپاره ځمکه پیدا او پیسې تخصیص کړي او حتی د ځینو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو چارې هم پیل او بشپړې شوې چې د پاتې نورو ښوونځیو او ودانیو چارې به هم ژر پیل شي لکه ولسمشر چې وویل: "به این ترتیب در جریان سال روان ۲۷۰۰ تعمیر مکاتب تکمیل خواهد شد و برای مکاتب باقی‌مانده در سال روان، منابع را فراهم خواهیم کرد. واضح است که فراهم‌نمودن بودجه و امکانات برای اعمار ۶۰۰۰ مکتب کار آسانی نیست، اما جای شکر است که برای رسیدن به این هدف در سال۱۳۹۷ گام‌های اساسی برداشتیم و اکنون مرحله‌ی تحقق کامل آن فرارسیده است".

ولسمشر غني داسې مهال د ښوونخیو د ودانیو د نه لرلو د ستونزې د اساسي حل ژمنه کوي چې له یوې خوا له افغانستان سره نړیوالې ژمنې د پخوا په پرتله نهایت کمې شوې دي او له بل لوري جنګ هم شدت موندلی دی، مګر د دې باوجود نوموړی د خپلې پیاوړې سیاسي ارادې له پلوه چې د هیواد د اولادونو د روزنې او انکشاف لپاره یې لري، په ډېر جدیت په دې برخه کې هلې ځلې کوي او اړوند مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې خپلې اړوندې چارې باید نه یوازې پر ټاکلي وخت ترسره ، بلکې په اساسي توګه بشپړې کړي.