د کډوالو راستندل د جنګ شدت کمول شي

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

 

اېمل

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال میلیونونه افغانان پاکستان، ایران او نورو هیوادونو ته کډوال شول. په دې کې شک نشته چې دغو کډوالو سختې ورځې وګاللې او د جلا وطنۍ سختۍ یې تېرې کړې، مګر د دې ترڅنګ یې په بهرنیو هیوادونو کې د زده کړو ترڅنګ ځینې مهارتونه هم زده کړل.

ولسمشر غني له همدې امله دغو کډوالو ته د یوې اساسي پانګې په سترګه ګوري او ټينګار یې دادی چې د هغوی له پوهې، زده کړې، مهارتونو او امکاناتو څخه باید د هیواد د ابادۍ لپاره استفاده وشي. سلګونه زرو افغان کډوالو په مختلفو هېوادونو کې د استوګنې پرمهال د دغو هېوادونو په ښوونیز او روزنیز نظام کې زده کړې کړي او نن هم زرګونه افغانان په دغو هېوادونو کې پر زده کړو بوخت دي.

 په همدې ډول زموږ سلګونه کدرونه شته،چې په نورو سیمه ییزو هېوادونو کې یې زده کړې کړي او د دغو هېوادونو له تاریخ،فرهنګ،د حکومتوالۍ نظام،د ژوند بڼې او ټولو نورو برخو کې له نیږدې څخه اشنایي لري.

دا ظرفیت مو د دوستو هېوادونو د پېژندلو په پیاوړتیا کې د استفادې وړ دی او موږ باید له دې ظرفیت څخه پخپل دولت کې دوی د سیمې او نړیوالو چارو د کارپوهانو په توګه کارواخلو، خو له بده مرغه لا هم زموږ له کډوالو څخه په پاکستان کې منفي استفاده کېږي. ځکه اکثره کډوال یې په یوه او بله پلمه دېته لمسول کېږي او حتی مجبورېږي چې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې باید په افغانستان کې وجنګېږي.

که څه هم جمهوررئیس غني د کډوالو راستنېدو ته نهایت لېوال دی او څو ځله یې د کډوالو له استازو سره لیدنې هم وکړې او هم یې وهڅول، مګر له بده مرغه د کډوالو چارو وزارت په دې برخه کې نه کوم عملي اقدام وکړ او نه هم کومه برنامه لري. ولسمشر غني حتی په کابل، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې کډوالو ته د ښارګوټو د جوړولو لارښوونې کړي او عملاً یې چارې روانې دي. باور دی چې د کډوالو له راتګ سره به نه یوازې د جنګ شدت کم شي، بلکې کاري زمینې به هم ورسره زیاتې شي.

که څه هم ځینې ستونزې شته چې د کډوالو د راتګ مخه یې یو څه ډب کړې ده د بېلګې په توګه په پاکستان کې د دوی ډېر جایدادونه او پانګې دي چې پاکستان حکومت یې د لېږد په برخه کې ورته ستونزې ایجادوي، مګر ولسمشر غني هغوی ته لارښوونه وکړه چې که په دې اړه ورته واضح معلومات او ارقام ورکړل شي، نو حکومت به ورسره په دې برخه کې جدي همکاري وکړي.

دویمه ستونزه د ځینو کډوالو د تعلیمي او کار د اسنادو ده. په دې برخه کې هم د ولسمشر غني لارښوونه دا وه چې یو کمېسیون دې جوړ شي او په دې برخه کې دې له دقیقو ارزونو وروسته د ستونزې د حل لپاره مشخص وړاندیزونه وشي.

موږ باید د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو په برخو کې پرسیمه ییزو او نړیوالو معیارونوموافقه وکړو،څو د بنسټونو شهادت نامې او سندونه مو یو بل ته د اعتبار وړ وي،د دوی ترمنځ اړیکې په اسانۍ سره رامنځته شي او د ویزې او سفر لازم سیمه ییز سهولتونه رامنځته شي.دا هرڅه هغه وخت کیدای شي،چې د اطمینان چاپېریال رامنځته شي،څو د افرادو حرکت او لېږد له یوه هېواد څخه بل ته د امنیتي وضعیت د ګډوډیدو سبب نه شي.