۱۰۰۱/۱۹۱۹ د ژغورنې شمېرې

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یارمحمد خیرخوا
۱۰۰۱/۱۹۱۹ د ژغورنې شمېرې
د هیواد زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه چې شپه او ورځ د خپلو هیواد والو د خونديتوب لپاره هلې ځلې کوي دښمن ته  د دې اجازه نه ورکوي چې د هیوادوالو یو ويښته ته هم زیان ورسوي. د خدای په فضل سره همېش دوی پر دښمن بریالي شوي دي. دښمن  یې دې ته ندی پرېښی چې په ګران هیواد کې ګډوډي رامنځته کړي او د افغانستان راتلونکی د تېر په څېر خراب کړي
.
د ملي امنیت عمومي ریاست د هیواد د ښه امنیت د تامینولو لپاره دا ښه وګڼله چې دغه دوه شمېرې ۱۰۰۱/۱۹۱۹ د خپلو هیواد والو د خوندیتوب لپاره اعلان کړي او په دې سره د هر ډول ورانکاریو مخه ونيسي.
د دغو شمېرو د اعلان تر ټولو لویه موخه د جرمونو مخنیوی او د خلکو ساتنه او هوساینه ده، مګر دا اوس د خلکو دنده او وجیبه ده چې له خپلو دغو اتلانو سره په اړیکه کې اوسي. په لومړي قدم کې دا شمېرې باید ولایت په ولایت، ولسوالي په ولسوالي، کلي په کلي او حتی کور په کور او فرد په فرد ټولو ته ورسول شي او ترڅنګ یې ورته وویل شي چې په خپل ولایت، ښار، بازار، لویه لار، جومات، ښوونځي، کلي، او هر چېرې مو چې مشکوک څوک لیده او فکر کوئ چې ښایي کوم ورانی او تخریب وکړي، نو سملاسي له همدغو شمېرو سره په اړیکه کې شي.
مونږه او تاسو ته پکار ده چې یادې شمېرې هر یو په خپلو کورونو کې خپلو اولادونو ته وښيو او ورته ووايو چې هر کله مو مشکوک کس او یا هم مشکوک شی ولیده نو سم دلاسه له ۱۰۰۱/۱۹۱۹ شمېرو سره په اړیکه کې شئ او تر څو چې امنیتي او دفاعي ځواکونه هلته نه وي رسيدلي هغه ځای او یا هم هغه کس باید په نظر کې ونیسي تر څو کوم جنایت ونه کړي.
ټول هیواد وال باید دا دنده ډېره په ښه توګه او زړور تیا سره تر سره کړي تر څو د یوې لویې پېښې مخه ونیسي. او هیواد وال له دې څخه باید وېره ونه لري چې ګواکې له دې شمېرو سره په اړیکه  به په راتلونکي کې مونږه ته کوم زیان ورسېږي، ځکه د دغو شمېرو ښېګڼه هم داده چې ستاسو د امنیت په خاطر ستاسو هویت پټ او خوندي ساتل کېږي او تر پایه پورې هیچا ته نه معلومېږي چې دا خبر او اطلاع چا ورکړې ده. او په اخر کې تاسو هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ستایل کېږئ.