د تاریخي ماڼیو بیارغاونه د ملي هویت خوندیتوب

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر
ولسمشر محمد اشرف غني د هیواد د امنیت او اقتصاد تر څنګ  غواړي چې د هیواد هغه تاریخي ودانۍ یو ځل بیا ورغوي کومې چې په جګړو کې او یا هم ځينو کسانو په قصدي ډول ویجاړې کړي دي، تر څو په افغانستان کې د تېرو پاچاهانو او پر وطن مینو خلک د لاس نښې پاتې نشي. خو ښاغلی غني یو ځل بیا غواړي چې د افغانستان هغه زوړ تاریخ راژوندی کړي چې پېړۍ پېړۍ زموږ د تمدن، جمهوریت او پرمختګ نښې وې
او زموږ د مشرانو له ژوند، تاریخ، کړنو او پرمختګونو سره مستقیم تړاو لري.
محمد اشرف غني په دې وروستیو کې په هیواد کې یو شمېر تاریخي ودانۍ چې بیا له سره رغاول شوې وې، پرانیستې چې ځينې خو داسې وې چې بېخي یې دېوالونه هم له منځه تللي وو،  تش د یو میدان په شان ښکارېدلې، خو اوس هغه ځایونه چې وګورو ښایسته ودانۍ پرې جوړې شوي. او په ځينو لا هم کار روان دې چې ډېر ژر به  د هغو د بیارغاونې کار هم بشپړ شي.
د عیدګاه جومات اودارالامان ماڼۍ د بیارغاونې چارې بشپړې شوې دي. د پغمان د بالاباغ قصرونه هم بیا رغاول شوي او د پاتې نوور هغو کارونه جریان لري.  دغه ماڼۍ د جګړو په کلونو کې په قصدي ډول ونړول شوې، ځکه چې د افغانستان دښمنانو غوښتل په دې ډول افغانان له خپل تېر تاریخ او تېرو ویاړونو څخه جلا کړي، مګر دا انقضا به ځکه واقع نشي چې ولسمشر غني اجازه نه ورکوي او په هر قېمت چې وي، دغه ټولې تاریخي ودانۍ بېرته له سره رغاوي.
د دغو ماڼیو د بیارغاونې ارزښت په دې کې دی چې موږ بېرته له خپل تېر تمدن، تېر تاریخ او تېرو ویاړونو سره مرتبط کېږو. زموږ ځوان او راتلونکی نسل دا نه ګڼي چې زموږ تاریخ له دوه زره یوم کال څخه را پیل دی، بلکې هغوی له خپلو زرګونو کالو پخواني تاریخ سره نښلي او ارتباط پیدا کوي. داخلي انجیینرانو په ډېره کمه موده یانې په اتلوسو میاشتو کې او په ډېر کم لګښت او ښه کیفیت سره د دارالامانۍ ماڼۍ د بیا رغاونې چارې بشپړې کړې.
ښاغلي غني په پغمان بالاباغ کې د اماني عصرهغه ودانۍ هم بیا ورغاولې چې حتی تاداوونه یې هم نه وو پاتې او د عکسونو له مخې یې بېرته ورغاولې. له دې ځایه ښاغلي دونیم کاله مخکې لیدنه کړې وه چې تشې خاورې او تيږې وې او اوس چې اوګورې له ښایسته ترې سترګې نه اوړي. او ښاغلي غني دا وعده کړې چې د بالاباغ په څېر زیاتې ماڼۍ او باغونه به جوړشي او هیواد وال به ورته د تفریح لپاره راځي.
ښاغلي غني د تاریخي ماڼیو تر څنګ جوماتونه او ښوونځیو ته هم پام کړی او د هیواد والو تولې هغه ستونزې یې په نظر کې نیولي دي کومې چې دوی لري خو هر څه په یو وار سره نه کېږي ورو ورو به هر څه سم شي او بلاخره به ټولې ستونزې حل شي.