زمونږ د وخت د مکتب استاذان

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبید الله نادر

زمونږ د وخت د مکتب استاذان د دې له پاره چې خپله ټیټه معلوماتی سویه و پوښي ،نو په صنف کې به یې وهل او ټکول زیات کول ،او زمونږ ډیر وخت د درس به هم په همدې کې ضایع شو ، او دا به  د دې لامل وګرځیده ،چې د شاګردانو زړونه د ښوونځي څخه تور شي ،ځینواستاذانو  به صنف ته د راننوتو سره سم وهل او ټکول پیل کړل

، د تش سبق د نه زده کولو په بهانه، او یا په یوه بله بهانه ، په همدې رازمونږ به تل وهل خوړل ،چې دا به د زده کونکو روحی مورال او جرأت هم کموو ،او د بلي خوا به ډیری زده کونکي به د هغی مضمون څخه خوابدی شول چې استاذ به یې وهل او ټکول کول، ،څرنګه چې د دولتی ماموریتونو له وجهی ډیر خلک به له یو ولایت نه بل ولایت ته لاړل ،هلته به یې خپل ماشومان مکتب کې داخل کړل ،نو ځیني ولایتونو کې به ښه استاذان هم ول ، چې د هغوي معلوماتی کچه به هم اوچته وه ، او ډیر مهربانه به هم ول ،او دا ځینو ولایتونو ته چې مونږ کډه وړي زما تجربه ده ،او دوي به په تیره  د یوې ښي کورنۍ هم ول ،هغوي چې وهل ټکول کول د هغوي څخه به مونږ هیڅ هم نه زده کول  ، ځکه د دوی په خپله څه نه وو زده ،خو دا نا آګاهه او بی خبره استاذان به په دې نه پوهیدل چې دوی په خپل دې سلوک کړنو او رفتار سره ،ټولنې ته څومره تاوان رساوه،

په ځینو مکتبونو کې په ولایاتو او کابل کې چې زه پیښ شوم ،او ما لوست وکړ ،داسي استادان هم ول چې د استاذۍ دندی سره یې مینه درلوده ، او د هغوي معلوماتي سویه او کچه هم اوچته وه ، دا به ډیری داسی استاذان ول ،چې معیشتی سطحه د ژوند به یې څه نا څه ښه وو ،د دوی به آفاقی معلومات هم زیات ول ، نو د دوی څخه به مونږ ډیر څه زده کول او تر ډیر حده به مو ترې ګټه واخیسته، ، او دا د دي ښکارندویي کوله، که استاذانو ته معیشتی ژوند او روزګارښه برابر شي نو بدون له شکه به دوی د معارف د اولاد په تربیه کې ډیر کوښښونه وکړي ،اوخپلي  نیمګړتیاوې به هم پوره کړي ،لنډه یې دا چې زما په اند، که په راتلونکی کې هم داسي وشي ، چې ځیني استاذان چې معیشتی ژوند یې لږ ښه دی او تر یوې اندازې پوری خود کفیله دي ،او په ترڅ کې د معلمۍ د دندی سره خورا مینه لري ، او پلتونکي خلک کې ، چې یانی  خپل ازدیاد د معلوماتو کې هم کوښښ کوی،چې د زده کونکو د پاره ګټور پًریوځي، نو داسی استاذانو ته دې وخت او موقع ورکړل شي ،د ماشوم وهل ټکول په ښوونځي یا مدرسه کې د ماشوم په روحیاتو نیغ په نیغه اثر غورزوی ،او ماشوم ډیر کم جرأته مینځ ته راځي ، استاذ باید دې ته متوجه اوسي ، چې په راتلونکې کې ډیری ستونزی او مبارزې د زده کونکې په وړاندی دي ،چې د دي لوی واټن او اوږدې او سختو لارو ،    د پاره د ماشوم جرأت او زړور تیا هم شرط دی، نو که زده کونکی په وهلو او ټکولو خپل اخلاقی جرأت د لاسه ورکړي ،نو په دي طور یو بی خبره استاد یا معلم ټولنې ته خیانت کوي ، ښه استاذ په خپلو ښه معلوماتو ورکولو سره ښه اصولِ تدریس سره او ښه اخلاقو سره د تل له پاره د زده کونکې په ذهن کې پاټي کیږي ،او د استاد کړه وړه ، سر مشق ګرځوي ، مونږ ته ښايی چې د زده کونکو د پاره د ادب او نزاکت پوهیدنې مثال او نمونه وګرځو، تر څو نور زمونږ څخه د انسانیت او نزاکت پوهیدنې درس واخلي ،مونږ باید د زده کونکو په وړاندی هغه قوانین چې انسانیت پرې ډډه لګوي مراعات کړو ،زمونږ کړه وړه باید زده کونکو ته نمونه او مثال وي ،او زمونږ د ظاهری وضع څخه هم ډیر څه درک کاندی ،نو د وړو بچیانو به تر ډیره په ذهن کې پاتي شي ،ځکه دوی د عمر ډیره اوږده مرحله په مخ کې لري ،او مونږ روان یو،نو په په ښه اخلاقو ښودلو سره به هغوي زمونږ نقشِ قدم ولاړ شي ،کوم ښه عادات او خواص چې مونږ یې لرو د دي څخه به هغوي پیروي وکړي ، او دا د اخلاقو درس به خپلو راتلونکو نسلونو ته پریږدي ،نو د قدرمنو استاذانو څخه می هیله دا ده چې په خپل تدریسی مضمون څخه به غیر د زده کونکي د ښه روزنې په خاطر لږ آفاقی معلومات ولری ، چې د زده کونکو د پاره ګټور تمامیږي ، او زده کوونکو ته  اخلاقی جرأت ورکول هم له پامه ونه غورځوي ،

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

تعلیمی تربیوی او اصلاحی مضمون او خاطره د استاذانو د اصلاح او پند له پاره او په ترڅ کې د زده کونکو د بیدارۍ ، او انتباه له پاره ، چې په راتلونکي کې داسي و نه اواسي لکه چې پورته ذکر شو ،او دا تابلو لکه آیینه د عبرت خپلې مخی ته ولري ،