دلته اوس پټاني په کار ده !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هـ . هـ . همدرد ليکنه

ما دغه پاشانده لیکنه و ښاغلي پوهاند زیار صاحب ته د ښاغلي کانديد اکاډيمسن اعظم سیستاني د لیکني په ځواب کې لیکلې ده !

دروند پوهاند زيار صاحبه !


زه په داسي حال کې چې تاسو پياوړي او زړه سوانده سپين ږيري پوهاند مجاور احمد زیارته د زیات درناوی او ارادت اظهار بیانوم، د محترم کاندید اکاډيمسن اعظم سیستاني د باوزنه منطق او موضع نه چې تاسو ته یې د عرض ارادتی به پوهاندزیار تر عنوان لاندي ستاسو دلیکني په ځواب کې یې ددعوت په پاڼه کې بيان کړې وه، ملاتړ کوم . هیله من یم چې زما دغه ملاتړ داسي و نه ارزول سي چې ګني ستاسو ښاغلي زیار د نیمي پېړۍ پر زیار او کوښښ باندي دي څوک سترګي پټي کړي او هغه ته دي درناوی و نشي .
زه هم لکه نور ډېرپه زړه زخمي افغانان په دې باوریم چې اوس دافغانستان روان حالت په داسي وضعه کې ندۍ چې دا دومره لانجې او دادومره خپل اوپردي دښمنان او دلستوڼي ماران چې دادومره اوږده او په وینو لړلې لاریې ووهله او اوس یې دغه ځای ته ځان را ورساوه هغه هېر کړم او یا د پامه یې و غورځوم . هغوی چې زموږ د پلرو او پښت پښت افغانانوپه هیواد کې یې ځانونه د افغانستاني اويا خراسانی په نامه معرفی کړل او خپل دغه ملی ضد او او افغانی ضد کړو ته یې تاریخي شجرې هم جوړي کړې او یا مترقی او نا ساینټفیکه مقولې هم راوباسلې ، زموږ په وطن کې لږکې وړونه ملیتونه یو اوبل ته را پارول او افغانانو ته یې ببرکړل ، اویا داسي یې و ښودل چې دا په اصطلاح ملی او ډیموکراټيک کومي نا ملي کودتاګاني چې دشورویانو او روسانو او ایرانیانو په ملاتړ تر سره شوې دا ټول د همدې لپاره وې چې پښتانه او پښتو وځپي او دهغوی سنه ورختمه کړي او لږ ه کيان د قدرت پر ګدی کښېنوي ،
د هغوی نه به ښایې ځينو دا ارمان ګورته وړی وي خو دغه پاتي به یې هم يوسي !

ګرانه استاد زیار صاحب!
آیا اوس په رشتیا هم باید ستاسو غوندي پوهان او استادانو ودې نکتې ته پاملرنه را و ګرځوي چې که چا په پښتو کې و مجاور احمد زیار ته ګاونډۍ احمد زیار ووایه نو دغه یا هغه خوله باید په دې یا هغه نامه په سوک ووهل سي او هغه دي په څلور کتابه کافر و ګڼل شي، او وځپلو ته یې ستاسو په څېر د یوه وتلي پښتون په لاس لاره هواره شي او د پښتنو په مینځ کې دي تاو تریخوالی را پورته کړي ؟ او یادا چې دغه یا هغه پر افغان او افغانیت او پښتونولی باندي وتلي او خدمت ګاره مین افغان چې تاسو او سیستاني صاحب نومولي دي ارواحونه یې په دې يا هغه نامه په قبرو کې په عذاب سي ؟
زیار صاحب هغه افغان دښمنه او پښتون دښمنه کړی چې نن یې په سلهاوو الکټرونيکي سایټونه جوړ کړيدي دیوه سره یې د افغانانو په نامه په افغانانو پسې را اخیستې ده . هغوی ته هيڅ پښتون د احمد شاه بابا، ميرویس خان هوتک نه را نیولې بیا زموږ تر زمانې پوري ، نه خیبر، نه تر کی، نه امین، نه نجیب، نه تڼی، نه مجاور احمد، نه اعظم سیستانی،نه ګلبدین ، نه ملاعمر، نه کرزی اونه نور تیر شوي او نه راتلونکي افغانان مطرح دي هغوی بس دپښتو او پښتنو او ټولو افغانانوسره د پردو په ډيکټو د افغانانو دوطن سره ددښمنۍ خبره مطرح کوي او ځپي یې . په داسی یوه حالت کې ټول په اصطلاح مترقي او اخواني کړی د کارمل، بریالی، عظيمي،، علومي، کشتمند، مسعود، رباني ، دوستم او دا نورو لنډه غرانو سره يو ځای ټوله د يوه سره د پښتو او پښتنو او د افغان د نامه سره خپله کرکه د نورو دښمنانو سره يوه کړې او دا خبره د ځان وياړ ګڼي چې پښتو یې په خپلو پاڼو او اخبارو کې د خپلي اجنډا نه ایسته غورځولې ده او د ایرانی فارسي یې د هیواد د یواځنی ژبي په توګه معرفي کړېده . آن علومي د متحده حزب ملي په سايټ "مهر " کې چې دافغانستان په نامه پارلمان کې د کندهار د امریکایانو لخوا د یوې حوزې وکيل نومول سوی دی ، خو دغه نامرده پخپله "مهر" سایټ کې ځان د افغانستان د خلکو د نمایند په توګه و خلکو ته ور پېژني، يو ټکی پښتو یې هم په خپله پاڼه کې نه ده ځای کړې . همدا ستاسو په نهضت آینده مردم افغانستان کې هم چې تاسو یې د پاڼي مسؤل مدیر یاستی څومره و پښتو ته ځای ورکول سوی دی ؟ ددې پاڼي مخکښانو چې تاسو یې د یوه پښتون په توګه را مخته کړي یاست، آيا په رشتیا هم دا خبره مطرح ده چې مجاور احمد سمه پښتو ده او که ګاونډی احمد؟ هغوی ته چې په نام پښتون وي د هري سيمي او په هر قوم او ټبر چې وي نو د هغوی سره ضدیت په عمل کې نه پټوي . فارسي ته یې په خپلو تبلیغاتي کمپاین کې زیاته نه بلکه حاکمه ونډ ورکړېده او د پښتانه د نامه څخه یې د خپلو سیاسي اهدافو په خاطر ګټه اخيستې ده .
هغوی طالبان و نړۍ والو ته د پښتنو د استازو په نامه معرفی کوي . هر څه چې دلته کيږي پر هغو یې سترګي پټي کړي دي او وایی چې بان که دوران محوه پشتون ها فرارسیده است ! آیا ستاسو په اند په رشتیا پښتانه دیوه سره ټروریسټان او د علم او معرفت سره ضد دی ؟ دا خو هیڅکله داسي نه وه اوداسي نه ده او داسي به نه وي . خو يوه خبره رشتیا ده چي پښتنو ډېرکيو ته هیڅ کار ندی سوی او د هر چا لخوا په چپه لاخه وهل سوي دي . اصلاً د هغي عادلانه ټولني چيغي چې وهل کېدلې او موږ تاسو ورسره همغږي وو نو ددې په سر کې خو پښتانه ولاړ وه او دا خو هم ددې دپاره نه وو چې ددې وطن سپېڅلي بچيان دي خپل دپلرو او نيکو وطن و ایران ته خراسان جوړ کړي ، یا خپل د بابا وطن دي شورویانو ته شپاړسم جمهوريت وګرځوي او يا داچې د شمال د ملي ضد ائيتلاف لخوا دي پر سي آی اې باندي په ۷۵ میلیون ډالرو ددې هيواد د خرڅلاو ننداره وکړي !
آيا دغه کامجویانو ، عظیمی او دستګیری خېلانو ، کشتمندانو، د نهضت فراګیره کودتا چیانو، د محتاط او بغلانيانو تجزیه غوښتونکو ډلو، د ربانیانو او نظاریانو غلو او نورو رنګارنګه باسمچیانو دا وطن د یوه سره چور نکړ؟ ولس یې په وینو کې و نه لمباوه؟ اوس دوی څرنګه ځانونه بشر دوستان معرفی کوي او ځانونه وطنپاله افغانان او مسلمانان بولي او د ځان نه بغیر چې ټوله اصیل افغانان او پښتانه دي هر څوک چې وي هغوی ټروریسټان او بې فرهنګه افغانان بولي!
آيا دا لوبه به غیر له ایران او روسه، پخپله په افغاني وطنپاله کړيو کې څومر خريداران لري ؟

ما دغه لاندي شعر دولس کاله پخوا ديوه دوست نه تر لاسه کړی وو چې تاسوته یې لیکم، تاسو سوچ وکړی چې ددغو افغان دښمنه مترقي او پرچمي تجزیه غوښتونکو او نا انسانه کړيو د باطن خبث تر پرونه پوري څومره په انساني شعارو کې پټ وو او څومره یې سپېڅلي افغانان د کاذبو شعارو لاندي د ځان په ګټه کارولي وه . مالا په هغه وخت کې هم دا کار هسي چټي تبلیغات ګاڼه خو د هغه نه باد چې دا خونړۍ څپې زموږ پرخلکو د پرچم او د اخوان د واده په نتیجه کې را مینځته شوې، دشرق او غرب او شمال د غلو يو ځای کېدل مې ولیدله او دادومره مرګ ژوبله چې پر دې بې ګناه او با صفا ولس باندي و تپل شوه ، کابل یې د خاور خاکه او اتیا زر تنه یې د وحشت او بربریت په جګړه کې تباه کړه، نو یقین مې پیدا سو چې دلته نه مارکسیسزم مطرح دی، نه کارګري انټرناسیونالیزم مطرح دی، نه د عادلانه ټولني د شتون شعارونه مطرح دی، نه هومانیزم او انسانیت مطرح دی، نه احترام به مقام شامخ انسان مطرح دی، نه داستثمار فرد از فرد خبره شته، نه اسلامي ښوونه او نه د ټولنيزعدالت خبره مطرح ده اونه د ریګن او بوش دډيموکراسي ډنډورې مطرح دي او نه هم د خلکو حکومت او ملت جوړونه او خپلواکي هیڅ هم ندي مطرح . دا ټول هسي چټي ظواهر او د ریا او چم د پردو نخشې دي چې د خپلو پخواني باسمچیانو لخوا یې و غوښتله په دې سپېڅلي هيواد کې پلي کړي .
تازه همدې ډاکټر نجیب ته یې ولي کودتا وکړه ، هغه خو وتلی پرچمی او نر حزبي وو ، دا دومره تراژيدي یې ولي را وزېږوله؟ هغوی څه غوښته؟ ډاکټر نجيب خو تر مسعود او رباني ډير قوت درلود او دوی یې د یوې لاري ملګری هم وو؟ دا ولي نجیب تر هر چا تور سو خو تر هر چا واقعي تور مخي و میدان ته د خلګو د خدمت ګارانو په څير بیا ښه وطنپال او سپين مخی را ووتل ؟ تاسو پوهېږی دا په دې خاطر ووچې هغه یعني ډاکټر نجیب پښتون وو پر خپلي پښتونولی یې سر ورکړ او تسليم نشو ،خو په مقابل کې یې کارمل او بریالی ، عظيمي او کشتمند ، دوستم او مسعود ، ربانی او مزاری او خلیلی دا ټول هغه ناافغانه ملي ضد باغیان وه چې نا افغانه پښتني ضدملیشیی ډلي یې جوړي کړې او قومانده یې هم د کرملین او د ایرانی اخوندانو په لاس کې ورکړه تر څو په خپل باغیتوب سره په دې هیله پر دې با سپاسه ولس چپه مېچن و چلوي او پدې هيله چې ګني نور نو د پښتو سنه ختمه ده خپلې نخشې پلي کړي! خو داارمان یې لکه ځينو چې وګورته یو وړ او د آمو په سیند کې لاهو شوه دا نور کامجویان،امیرزاده ګان، دستګیرخېلان، خوردضابطه مارشالان، جنایتکاره دوستمیان، نامرده کشتمندان،ربانیان، عظیموفان، نهضت فراګیره ډلبازان، د ګردنو غله او بې وطنه باسمچيان به یې هم یو په بل پسې وګورته يوسي . دا دپښتنو او افغانانو وطن دی دلته غیر له افغانیته، نه مارکسیزم چلیږی، نه اسلام او نه هم د بوش او امريکايانو ډيموکراسي پلې کېدای سي . دې اراذیلو خو دا ملي لانجه بلاربه کړه خو په آخره کې به د همدې زده او زخمي پښتنو او افغانانو دلاسه به یې تانګ و شلېږي او ځان به غراره کړي .
هغه ياد سوی شعر داسي پيل کيږي :

همه باهم عليه پشتونيم

راز داری بمن حکایت کرد
از نفاق و ریا شکایت کرد
گفت حیفا ز محفل ما دوش
ساغر می بِراند عقل و هوش
تیشه سُکر زد به ریشۀ عقل
سنگ مستی شکست شیشۀ عقل
خٍرد از مصطبه بذلت رفت
رخت بربست خرم و حکمت رفت
رخنه افگند می به کاخ وقار
نشه برداشت بردۀ اسرار
مُهر اسرار از تف باده
نرم گشته چو موم تفتیده
آخر آتش ز زير برف آمد
خبث باطن بروی حرف آمد
راز های نهفته جلوه کنان
از ته دل رسید،تا بزبان
نجم را نوبت سخن چو رسید
نکته ای شد چو آفتاب پدید
جام برداشت، باصدای رسا
گفت آن نجم کاويانی ما:
" گرچه از چند ریشه و خونیم
همه باهم علیه پشتونیم
عهد و پیمان ما بود باقی
تا بود جهان می و ساقی ."

و ټولو ته ګران او درناو زیار صاحب دا وه هغه څه چې اوس هر افغان ته روښانه شوېده او تاسو تر هر چا ښه پرې پوهيږی . ستاسو د يوه شاګرد په حيث زما هيله داده چې تاسو ګران استاد پښې ټينګي ولګوی چې د پردیو ګو ډاګيانو په لاس کې و تبر ته لاستی ورنکړی . هغوی ته ټول د افغانستان خلک د يوه پښت اوویاړلي پښتانه ګډ دښمنان دي . موږ ټوله و ړونه يو ګډ و یاړونه لرو او ګډي ستونزي ، خو و خپلو دښمنانو ته په ګډه او یو لاس پر مخ باندي يوه کارنده او کلکه څپېړه يو!
افغانان او پښتانه اوس نه خطاوزي !
دلته اوس پټاني په کار ده !
په در ناوي
هـ . هـ . همدرد
۲۰۰۷/۳/۱۰