نوی کال اوزړې ستونځ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکونکی : حبيب اله غمخور

که ډالی درکړم وطنه ،نوبهاربه مي ډالی وي
غاړگۍدرڼوستورواوسهاربه مي ډالی وي
له اوبونه ډک سيندونه ،سپينې واوري بارانونه
شين اسمان،زرينې وړانگي لاله زاربه مي ډالی وي
چي زماپروچودښتورنگارنگ باغونه شنه کړي
دبزگرغښتلې مټي اوايثار به مي به مي ډالی وي
چي دتالپاره توي شي،ته پرېگران اوتااباد کړي
هغه وينه ،هغه مينه ،هغه کاربه مي ډالی وي .
عبدالوهاب سرتير


درنوهيوادوالو!
تاسوټولوته هرچيري چي ياست دنوی هجري شمسي کال درارسېدو په مناسبت دزړه له کومي مبارکي وړاندي کوم .
دلوي څښتن له دربارنه دافغان زورېدلي اوکړېدلي ولس لپاره دارامی اوسعادت غوښتنه کوم .
زه نن ددې بختوري ورځي پر تاريخ له بحث نه ډده کوم دومره وايم چي دامنلې اودخوښيوډکه عنعنه دافغان ولس دوياړنواوفرهنگی افتخاراتوخاطر اودود دی ، چي تر ۳۵۰۰ کاله زيات تاريخ اوعمر لري .
دوخت تيرېدوبه ددې ورځې دلمانځلوپه شکل اوبڼه کي تغير راوستی وي ،څه به له دې عنعنې څخه کم شوی اوڅه به پر ايضافه شوی وي . اساسي خبره داده چي ددې ورځي یعني نوروزدمېلې دودتر اوسه ژوندی پاته دی .
اوداپر افغان ولس ده چي داتاريخي منلې عنعنه دخپلووياړنوپه توگه تل پاتې وساتي .
دکال په لومړی ورځ چي دنوروزپه نامه يې شهرت موندلی دافغانانوديوي ملي عنعنې په توگه دهيوادپه مختلفوولاياتواوسيمو کښې په بيلو بيلوډولونوجشنونه اودخوښۍ محافل نيول کيږي .
دولتونواوحکومتونوهم ددي ورځې په لمانځلوکي ونډه اخيستي ،له ډېرپخوازمانې څخه داورځ رخصتي ده ،دولتي اوغير دولتي کارمندان دکارکولونه خلاص دي .پدي ورځ چي دبزگردورځې په نامه هم ياده شوې نوی نيالگی کښېنول کيږي ،بزگرانواونوروهغوکسانوته چي دحيوانانوپه روزلوکښې يې زيات زيارايستی اوښه يي روزلي وي ددولتي چارواکو لخوا دځانگړوډاليوپه ورکولوسره هڅول شوي دی .
که دهيوادپه شمالي سيموکښې دحضرت شاه ولايت مأب په مزاردجنډي دپورته کولوپه مراسموسره دنوروز ميله څلويښت ورځی دوام پيداکوي ، په سمنگان اونوروسيموکښي وزلوبی (بزکشي ) لوبه پيل کيږي په جنوبي سيموکښي پدې ورځ نېزه بازی اوآس ځغلولولوبي اوسيالی کيږي ،په نوروسيموکښي بياداورځ په بله بڼه دخوښيوپه ميلواومراسيموسره تيرېږي .
داورځ (نوروز) په ايران،ترکيه ،سوريه ،تاجکستان ،ازبکستان ،قرغيزستان ،قزاقستان ، ازربايجان اويوشمير نوروهيوادوکي لمانځل کيږي . خوهلته هم ددي ورځي دياداودرناوي مراسم يودبل سره توپير لري .
دنوی کال ورځ دنوي ژوند دپيل دورځې په نامه هم ياده شوي ده ،خلک پدې ورځ زياتوخوښيوپه څرگندولوسره راتلونکي ته خوښ وي اودلاروښانه راتلونکی اوبسياژوندلپاره پلانونه سنجوي اودهغوي دپلي کولولاري چاري لټوي .
له بدمرغه ۲۸کاله کيږي چې داورځ هم دنوروورځوپشان دافغان ولس لپاره يوه معمولي اودغمونوسره مل ورچ ده،پدې ورځ هم دډيروپه کورنوکښي دغم ليمڅۍ غوړېدلی وي . خوښيودير پخواله دي کلی نه کډه کړې.
دادی يوځل بياافغانان دنوی کال هرکلی پداسي شيبوکښي کوي چي تراوسه دزړوستونزواوزړوناخوالوسره لاس اوگريوان دي . دټولنيزوناخوالواوبې عدالتيو دروندپېټی لادافغان ولس پراوږوپروت دی . کلي ،کورونه اوبانډې دجگړې په اورکښي په ويرانوبدلي اوسوي ډاگونوته ورته دې . دافغانستان دزيات شمير ولاياتو خلک دټانکونواوالوتکودغړمباهارونه ليونی شوي دی ،دهرلوړاواز اوغړمبهارپه اورېدوسره ماشوم دبې دفاع مور په غېږکي پناه لټوی ،له اوښکونهپه دکونااميده سترگوداسمان اودروازي لورته گوري . له دي هيواده دا ۲۸ کاله نوروزاوخوښيوداسي کډه کړې چي دراتگ اميديې دخلکوپه زړونوکې له منځه تللی اوټول دنااميديوپه منگولوکښې دخواريو،زورونو،بې عدالتيو او ناخو الو ترفشارونولاندي دمرگ په طمع شپې سباه کوي .
نږدې شپږکاله پوره کيږي چي دوي ته پردوي دحاکم ځواک اوله بهرنه راغلی ميلمانولخوادروښانه راتلونکی وعدي ورکول کيږ ي ،نه پوهيږوچي کله به داشپه سباه شي ؟اوکله به دانااميدی په اميدونوبدلي شي؟
ولس ته دورکړه شو وعدودپلي کېدوبېلگې ډيري لږ ليدل کيږي ،تراوسه لاسوله خوب اوخيال دی ،دکار ،تعليم ،تحصيل اوژوندلپاره ارام اومطمين شرايط نشته . له يوي خوا له پاکستان نه راغلي دپردوسره ددښمنی ترنامه لاندي اودبلې خوددولت اودموکراسی څخه ددفاع ترنامه لاندي دپنجوايي ،نوزاد،کجکي ، موسى کلا ،ترينکوټ ،روزگان ،چورې ،دهراود،زابل ،غزنی ،پکتيا،پکتيکا،خوست،هرات ،بادغيس اونوروسيمونومونه دبهرنيودخپل سره اوبي پرواپوځی عملياتوپه پايلوکښي دکورنيواوبهرنيوډله ايزه رسنيودوسايلودپيل کرښه اوخبره گرځېدلې . دنړيوال تروريزم نوی پديده اووژونکي حرکت (ځان وژنه) اوس زموږپه هيوادکي ورځنی عادی پيښه گرځېدلې ده .
پدي شپږو کالونه ملي ارودواونه هم دملي پوليسوليکی غښتلي اوپوره شوې ،تراوسه موږ دملي پياوړي ارودوپه ستونزه اخته يو،داسي ښکاري چي داناخواله به تر ډيره دوام ولري ،ځکه ددولتي واک پر سر سيالی اودمسلې سره سياسي تعصب اوتنگ نظری له دربچې نه برخورد ددي لامل گرځېدلی چي ارودنشي جوړېداي .دميليارډوډالروپه مصرف سره چي چارواکي وايي مصرف شوی دي ،نه ښوونځی دښوونځيو په دودلرو،نه روغتونونه اونه هم دلوړوتحصيلاتولپاره وړاولازم شرايط . دملګروملتواړوندماشومانوونډې صندوق، یایونیسف وايي : ((راتلونکي زده کړه ییزکال کې به افغان زده کوونکي له ستروننګونوسره مخ وي .ښځینه ښوونکولږ والی،ښوونځيوودانۍ اویوټاکلي زده کړییزنصاب نشتوالی له دغوننګونوڅخه ګڼل کیږي )) داسي څرگنديږي لکه دولتي چارواکي چي په يوه هوايي ډگر کي دالوتکی په انتظار ناست اوسی .دلته هيڅوک دهيڅ کار اوهيچاپه مقابل کشي مسوليت نلري ،خپل سری ددولت ارگانواوقدرت دخاوندانولپاره معمولي کار گرځېدلی ،له دولتي اداروڅخه فساد،خيانت ،احتکار،اختلاس،رشوت،فحشا،دملي اوخصوصي شتمنيولوټول اوغصبول،دولتي مقام څخه ناوړه استفاده ،دمطبوعاتو اوبيان درښتيانی ازادی مخنيوی ،په ولاياتواوولسواليوکښي دزورواکانورنگارنگ ظلمونو زموږولس دومره زورولی چي اوس دبل چا دهر شعاراوتبليغ قرباني کيږي . همدالامل دی چی پاکستاني اوايراني چارواکی دهرهغه کار دسرته رسېدوامکانات لري کوم چي زړه يې غواړي . کله پرخاوره تيری کوی اوکله بياخپلونوکرانوته هدايت ورکوي چي دبيلتون لپاره مټی رانغاړی .
داسي فکر کېده چي نور به پدې هيوادکي دهمدغوپرديوپه مرسته چي ددموکراسی اوعدالت ټټر ټکوی هيواددمحلي قوماندانانو،جنگسالارواوتنظيم سالارواودتارياکودسوداگروله منگولوخلاص شي ،دظلم اوبې عدالتی کمبله به ټوله شي ،متاسفانه دايوهم ونشودهري ورځې په تېرېدوسره ديوي بلي تيارې اوملي ناورين دراتگ بېلگې اوعلايم ډيرېږي اودافغانا نوفرېشاني ورسره زياتيږي .
په افغانستان کې ديوې ناحکومتي ادارې له لوري د رڼې کتني په نامه سروي ښيي چې د دغه هيواد له نيمايي زيات وگړي له اداري فساده سرټکوي . د رڼې کتني د ادارې د سروي له مخې په منځني ډول په افغانستان کې يوه کورنۍ هر کال شاوخوا ١٠٠ امريکايي ډالره رشوت ورکوي چې په ټوليزه توگه په دغه هيواد کې هرکال نژدې ٣٠٠ ميليونه ډالره ډالره د بډې اخيستنې له لارو چارو په ناقانو ډول مصرفيږي . سروي په تيرو پنځو کلونو کې د اداري فساد وده په افغانستان کې بى ساري گڼي . په کابل کې د دغې ادارې مشر لورينسو دوليک وايي د سروي پرمهال نيمايي پوښتل شويو افغانانو شکايت درلود چې په تېرو کلونو کې يې رشوت ورکړى دى. (( موږ گورو چې په سلو کې ٧٢ د خلکو پر ژوند اداري فساد اغيز کړى دى.
په سلو کې ٦٩ خلکو رشوت ورکړى او يا اخيستى دى. که چېرې حساب کړو په افغانستان کې هر کال ٢٤٠ يا ٢٦٠ ميليونه ډالره پر وړو بډو لگول کېږي.)) ښاغلى دوليک وايي له حکومتي مامورينو څخه د حساب نه اخيستل او معافيت هغه څه دي چې په افغانستان کې يې د فساد لمنه پراخه کړې ده. ۱۹مارچ بي بي سي
په تيرکال کښي نه توليدي موسسې لوي ياوړې فابريکې جوړي شوي اونه هم دبهرنيوتوکوپه مقابل کښي کورني محصولات وساتل شول ،تراوسه دحکومت اقتصادي سياست همدامصرفي سياست دی ا وزمو ږ هيواددنړئ دمختلفوهيوادودمصرفی توکودخرڅلاوبازارگرځېدلی ،ددغه سياست ناوړه پايله به داوي چي دلته به کورنی توليدهيڅکله هم پياوړی نشی اونه به دبهرنيوتوکوپه مقابل کښي دسيالی توان ولري . تيرکال تربل هرکال زيات هيوادوال د بې ځايه غربي کلتور او ايراني ښکيلاک گر فرهنگي سياست قرباني شوی دي . په عامه توگه ويالاي شوپخوانی ستونزی په پخواني شکل پرخپل ځاي پاته دي .
هغه ځواک چي په رښتياسره غواړي اوعلاقه لري افغان ولس ته خدمت وکړی اودوي له دغه حالت نه خلاص کړی بايدپدې پوه وي چي نورداخلک په وعدونه غوليږي اونه هم باور کوی،اړينه داده چي عملي گامونه اوچت شي .
پرولس حکومت کول دامعنی نلري چي هغه وځپل شی اويادوکه بازيوقرباني شي ،بلکي دهغوي غوښتنواوپوښتنوته په غوږ نيولوسربېره بايددهغودترسره کولولاري چاري ولټول شي .
که په دي نوی کال کښې هم دتير کال پشان دناخوالواوبدمرغيودروندباردافغان ولس پر اوږوپروت پاته شی ،دولتي چارواکي بايد پدي باورولري چي ددې ولس دصبرکاسه به ډکه اوناوړې پايلې به يې نه يوازي داچي داملت به قرباني وي نړيوال به هم ارام پاته نشي .
پدي هيله چي افغان ولس ژر ترژره له دغوبدبختيو ،ملاماتونکوناخوالواوملي ناورين نه خلاص شي .
پاي