پاکستان د ماتېدو په درشل کې دى!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

امين افغان

ويل کېږي چې پاکستاني ولسمشر اصف زرداري د يو پښتون مشر نه پوښتنه وکړه چې دا دومره ډېر طالبان په پاکستان کې له کومې راپېدا شول؟ هغه ورته په ځواب کې د رحمان بابا دا شعر ووايه چې:
کوهى مه کنه د بل سړي په لار کې
چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي
او ورته زياته يې کړه چې ايي ايس ايي د افغانستان د سوځولو لپاره کوم اور له ډېرې مودې راسې بلولو د هغې لمبو اوس د پاکستان مخه نيولې ده او د دې لمبو په شا سيلۍ دومره تېزه ده چې ښايي د پاکستان جعلي بنسټ ورته ډېره موده ټينګ نشي.
وايي چې اصف زرداري په دې خبره ډېر غوصه شو او د ايي ايس ايي څو مشران يې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته وروغوښتل چې پوښتنه ترې وکړي. کله چې د ايي ايس ايي مشران هلته ورغلل نو اصف زرداري ورته په غوصه وويل:
"زه ښه پوهېږم چې په افغانستان او قبايلي سيمو کې دا طالبان تاسو راپېدا کړي وو او تراوسه يې پالئ. زه پوهېږم چې د دې تګلارې په شا د افغانستان د ورانولو يو "مقدس" هدف پروت و خو تاسو چې دا هر څه کول نو تاسو دومره جاهلان وئ چې د رحمان بابا په خبره مو لږ غور کړى وى؟"
په امريکايي او برتانوي پوهنتونونو کې روزل شويو د ايي ايس ايي مشرانو يو بل ته په حېرانتيا وکاته چې دا رحمان بابا پکې لا څوک دى. اخر يو جنرال وويل:
"زما په ايي ايس ايي کې شپږويشت کاله وشول. د نړۍ په هر ګوټ کې مونږ تخريبي فعاليتونه کړي دي خو په دې نوم زمونږ يا د سي ايي اى يا د سعودي د استخباراتو يو اجنټ هم نشته. د افغانستان ټول جهادي او طالب ليډران مونږ روزلي خو په هغوى کې هم د رحمان بابا په نوم سړى نشته. دا څوک دى؟"
زرداري بېرته هماغه پښتون سياستپوه ته تليفون وکړ او هغه ورته وويل چې دا د پښتو ژبې يو شاعر دى چې قبر يې د هزارخانۍ په کلي کې دى. په دوهمه ورځ د رحمان بابا قبر په بمونو والوځول شو!
د دې کيسې نه د پاکستان او ايي ايس ايي د بنسټ، جوړښت، فعاليتونو او کار يو انځور د لوستونکو په وړاندې جوړېږي چې دغه هېواد انګرېزانو د دې لپاره جوړ کړى و چې په سيمه کې د هغوى د تګلارو د ترسره کولو لپاره يوه د ورانکارۍ اډه موجوده وي. او کله چې په دې اډه کې ايي ايس ايي جوړېدله نو د دې يواځينۍ تګلاره "تخريب" و. خو د ايي ايس ايي جنرالان په دغه تخريب کې دومره وحشيان شول چې د تاريخي افغانستان د سوځولو لپاره يې نور صبر نه شو کولى او په اور يې تېل بېخي ورزيات کړل نو هغه اور د دوى خپلې لمنې ته ولګېد. او چې ولګېد نو اوس ترې خلاصى نشته.
اوس طالبان د سوات او باجوړ نه نيولې د اسلام اباد، لاهور او کراچۍ پورې په مستقيم يا غېر مستقيم ډول خپل وجود ښيي چې ورسره په بلوچستان کې د بلوچستانو د ازادۍ فعاليتونه ملګري کړې نو داسې ښکاري چې دغه په جعلي بنسټ جوړ شوى هېواد اخر هم د خپل سقوط د انجام درشل ته رسېدلى دى. اوس مولانا فضل الرحمان، چې په افغانستان کې به يې جهاديان او طالبان د جنت بچي بلل، په اسلام اباد کې امريکې ته نارې وهي چې "هم کو ټيررزم سې خطره هى." امريکې هم ورته سر نيولى دى چې کوم څه يې په خپل لاس پېدا کړي وو اوس يې بېرته د کنترولولو په چل نه پوهېږي.