ناآشنا آشناته !

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نه پوهیږم چې ولې هرڅوک زما په اړه فکر کوي، زما لپاره زما حق او ورک نوم غواړي، ما لپاره آزادي او ماته دیموکراسي خوښوي ...

واه!

زه څومره نیکمرغه او ارزښتمنه یم !

رښتیا، زه هماغه غرڅنۍ پیغله یم، چې ترخې زمانې له هرڅه پردۍ کړې یم او له هر چا هیره وم. ناببره یرغلګرې  سترګې ولې راپسې را کږې شوې؟یوه تالنده مې د آندو واند پر چاپېریال خوره شي، یوه بریښنا زما د ویښ اسلامي ضمیر په غوږ کې یو څه زمزمه کوي؛

ښوونځي دې په ژبغړاندو سرو لمبو کې سوځویږي، فرهنګي مدنیت دې د پردېو تر پښو لاندې پایکوب کیږي، سپیڅلی هغه کتاب چې ستا د ګروهې تګلاره ده په وینو کې غوټې وهي، شېبه په شېبه ستا او د علم ترمنځ غرونه غرونه واټنونه جوړیږي خو بلی خوا له تیږو، پرښو، شګو او ساراګانو څخه د خپلواکۍ او دموکراسۍ غږونه اورم چې وايي آیا تاسو زما لپاره خپلواکې خوښوئ او دموکراسي غواړئ ؟

همدا ناپایه سوچونه مې د خیالونو په توپانې سمندر کې مې لاهو کړي او د کلونو له غرونو مې ها واړوي چېرې یې چې د لومړي ځل لپاره زما د وینو چینه را سپړلې وه، تانده شوه، داسې تانده شوه چې له سره مو اوړي، له مور کوچني بچیان، له خوره ورور، پلار او د سترګو تور یې په مخه کړي دي، آیا همدا خپلواکي ده؟

آیا همداسې دموکراسي وي؟

 

یه زما غمزموللی ولسه!

د دموکراسۍ ببولالې تاته د آزادۍ لار نه درښیي بلکې مریتوب ته دې را بولي او په تا کې د خپلواکۍ سپېڅلې ساه له منځه وړي هسک سرونه ټیټول او د پولادي ملاوو ماتول غواړي.

سره له دې چې د غمونو بوړبکېو په مخه کړې یم، د لارې لوری رانه ورک دی خو بیا هم زما د احساس توپانونه په خوځیدو دي، هوسا مې نه پريږدي او ترمخې مې د نېکمرغه هیلو لارې سپړي.

هو!

نا آشنا آشنا ته وایمه پاتې شونې دموکراسي دې نه غواړم خپله هسکه غړۍ به  هیڅکله درته ټیټ نه کړمه ، ماته بشپړه آزادي سپیڅلی دین راکړې، خپل پیوندي پوړنۍ دعزت تاج ګڼم اوستا په ټوله هستۍ یې نه پلورم، انسان ته انسانیت او خپل وطن سمسورول غواړم.