نورمحمد غفوری

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

 

 

 

 

 

 

{slide=عزم}
 

د 2016 کال د فبرواری د میاشتې 29 نېټه
د 1394 کال د حوت د میاشتې لسمه نېټه

نن مې بیا په سر هوا راځی د بزم
را یادیږی مې خواږه یاران د رزم

کاشکی موږ سره یوځای یوځلې بیا وای    
مجلسونه وای د نثر او د نظم

که هرڅو مې ګیره سپینه شوه ملګرو
د وطن خدمت ته لا مې کلک شو عزم

چې نېشه مې دې ځوانۍ راباندې راشی
د خُمونو حوصله لرم د هضم

ستا په مینه کې پتنګ یم، لکه وم چې
د (نور) شمعې ته بلیږه زه به سوځم
واصل آباد - کابل

{/slide}

{slide=نـــه ځــم}

بې لــــه تانـــه د جــنت پـــه لـــــوري نـــه ځــم    

بې لــــه تانـــه د جــنت پـــه لـــــوري نـــه ځــم        که دوزخ وی، خو جوړه به درسره ځم
دا  څـــــه نــــــوې  خـــــبـر نـــه ده  نـازنـیـنې        هـا پــخـپـلـــــه پـــخـوانۍ مـــواعـده ځم
چې د عشق په اورکې سوی تک تور سکور یم        هـــــمـدا لاره مې ده لــویه فــریضه ځم
د رقـیـب لــــه تـهـمــتونــــو مې بــاک نـشــــته         زه پـــخـپـله کــره لار، غــره غــره ځم
څو ژوندی یم، څوچې ساه مې ځان کې ښـوري        دا  د عشق او عاشـــقانـو پــه نعــره ځم
بل مې هــیـڅـوک رهـــنما او رهـــبـر نشــــتـه         بس د میـنې پــه فــــرمان او رائحـه ځم
ماچې ځـــان د خـپـل وطن لـــه پــاره وقــف کړ        پښیمان نه یمـــــه، هـمدا مې ګــزینه ځم
زمــا ځــواک کــمــزوری مـــه بـولــــه رقـیـبـه        تـنـــها نـــه ځـم د ملګــرو مـجموعه ځم

{/slide}

{slide=د زړه مینه}
څوک به د نوم هسې په خوله یادوي
زما د هر سلول په زړه یادوي
د خیالي څڼو به د څه ووایم
خیال مې یې هر ويښته ويښته یادوي
چاته د مېنې مينه ټوکې ښکاري
ځینې یې لوړه تر هر څه یادوي
مینان یو بل ته ګواښیږی سره
د غمازانو فتنې نه یادوي
قاضیان د ښکلو پر مخ خولې لګوي
زموږ ګناه بیا، تش کاته یادوي
چې د وفا نښانې نه وی پکې
داسې معشوقې به څوک څه يادوي؟
آشنا راځه د عقل لاره نيسه
رقیب د بد او که د ښه یادوي
د ګډ ارمان سختو شېبو ملګرو!
(غفوری) تاسې پل په پله یادوي

{/slide}

{slide=د زړه احساس}
د هجـــران سـخـتـې شـــیبـې نګار مې نـشته        د وخـــتـونـــو ازمـویـلی یــار مې نـشـتـه
د عـــیشـو پـــه نـېشـو مـسـت کـله ویښیږی؟        د رنـځـو نـېـشـه یــاران د بـار مې نـشـته
دا د میــنې د ادراک پـــه مـشــغــــــولاکـــې        ماخــسـتـن را ځـنـې هیر، ماښام مې نشته
له هــــیواده مې ګـــــرداب د ویـنـو جوړ دی        آرام نـــــــلـرم، د زړه قــــرار مې نـشـتـه
د تـنکـــو هـــــــیلو په و یـنـو تجـــارت دی!        لــه صـفا نه ډ ک زړګي بــازار مې نشته
ما د شــپو د زړو  په تــل کې سـفـر کــړي        د مـاښـام لــه تــروږمــو نـه ډار مې نشته
هر قدم چې وړاندې ږدم اغزی، ځوزان دی        فــولادی پـونـدې لـرم، پرې کار مې نشته
ددې ځمکې مخ هــر ځای راته کورګئ شـو        تیت پــــرک لــــرم یاران، دیـار مې نشته
ســـر مې هم د چا په وره کې کښته نه دیٔ!        که د ســتـرو خــدمـتـو یادګار مې نـشــته
د رقیب د خــپـل ځــــان واک د لاســه تللی        زه خپلواک خو یم، که نوراختیارمې نشته
ســاقی راشــه د ځـــیګــر وینې مې وېـشـه!        چا ویل چې خُم مې مات خمار مې نشته؟
دغه خـپـل د زړه احساس یاره درلــیـږم
د حـسـاسـو شـیـبو بـل ریـبـار مې نـشـته
0411/1995 – ماربورگ- جرمنی

{/slide}

{slide=ویـــــر }
په وطن کې یې جوړ کړی لوی غوبل دی
واک زموږ له واک وتلی، واک د بل دی!
د خزان سیلۍ بې رحمه ژوبلول کا
ريژوی یې هر ګلاب او که سنبل دی
څه تنکۍ، تنکۍ ځوانۍ شوې خاورو لاندې
جوړ دوزخ دی کندهار او که کابل دی
د افغان د پګړۍ ولونه ړنګ و بنګ دی
غورځیدلئ ګل د پیغلو له وربل دی
څوک ددې، څوک د هغو لومو کې ګیر یو
څه تقدیر، څنګه حالت مو مبتذل دی؟
دا ساقی د زهرو ډکې پیالې ویشي
د رقیب په دې خوږو، خوږو کې چل دی
د فلک د ناکردو نه به څه نالو؟
نه ئې پای ښکاری او نه یې دا اول دی!
که نجات غواړې همت در لره بویه
ټنبلۍ او مأیوسۍ کې د زلل دی
یو تر بله په ګیلو کې ګټه نشته
ضرورت د ستر پاڅون، ملی تکل دی
انتقام کې د وطن بربادی وینم
څوک چې نورو ته ګذشت کوی اتل دی
(غفوري) سبا به ټــــــول سره یـوکیږو
خیر که نن مې د ملګرو خیال بدل دی

{/slide}

{slide=فلک ته }

نن د بیا شوندې زما په وینو سرې کړې

اې فلکه ته په ما دا څه کانې کړې؟

که زما د تودې وینې سرخي نه وي

رنګینه به د په څه شی اننګې کړې؟

دا خپل زور د په ما ازمویه او ګوره!

آخر ما به آزموده د زمانې کړی!

بیا به هم د سمندر غوندې ژوندون کړم

که له پاسه مې پر سر بلې لمبې کړی

د خپل نوی خیا ل نیشه مې را سره ده

پروا نکړی که د ورانې میخانې کړی

نر تندی به کله چاته ښکته نه شی

بې هـمـتو بــــه بتانــو ته سجدې کړی

دا زما د ارمانو سپرلی به راشی

ته که هر څومره د ژمی شپې اوږدې کړی

{/slide}