یووالی

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


هر څوک چه خوښ وي خوشحالیږمه زه
دبل په غم کې غمجنیږمه زه
که څوک په بند شي زه محبوس غوندې یم

که خلک آزاد وي خلاصیږمه زه
کورمې ودان وي که رښتیا سوله وي
که جنګ جګړه وي ورانیږمه زه
انسان وژنه زښته ډیر شویدی
خپل ګاونډیانونه شرمیږمه زه
ملی وحدت که په رښتیاسره وي
دخپلی ګټی نه تیریږمه زه
چه قهرمان مونږپه فساد شوي یو
افتخارنه دی بد نامیږمه زه
که ورور وژنې وي دسولې په نوم
هرو مرو چه خپه کیږمه زه
ددلوی میاشتی ۱۹