بليك واټر ( اجرتى قاتلان)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عادل وطنمل

Black Water Worldwide دا په عالمى سطحه د اجيرو صليبى قاتلانو د تنظيم نوم دى ، ايرك پرنس او لاركلارك په 1997 كال كى د امريكا كيرولينا رياست شمالى طرف كى ددى كمپنۍ بنياد ايښى دى ، ايرك پرنس د دولت مند پلار ځوى دى د خپل كار پيل كولو لپاره يى د شمالي كيرولينا رياست په Great Dismal Swamp په علاقه كى 24 كيلوميټر مربع ځمكه واخيسته ، د دغه علاقى اوبو رنګ تور دى له دى كبله يى د كمپنۍ نوم هم بليك واټر – تورى اوبه – كيښودو.
د بليك واټر كمپنۍ موسس ايرك پرنس د امريكى د بحرى قواوو پخوانى افسر دى د نيول اكيډمى او هلزډيل كالج كى يى تربيه شوى د امريكا د ريبليكن پارټى مقاصدو لپاره كار كوى او مالى مرسته ورسره كوى.
د بليك واټر كمپنى اوسنى مشر ګرى جيكسن نوميږى ، دى سړى د كمپنۍ د نوم بدناميدو په وجه د 2007 كال 13 د فرورى باندى د كمپنۍ نوم د بليك واټر څخه ( XE Services ) كړو اوس ورته xe يعني زى نوم اخيستل كيږى، دا كمپنۍ ډير زيات شاخونه لرى لكه BSC ، بليك واټر K9 ، بليك واټر ائير سپيس ، LLC ، بليك واټر ارمرډ ويكل، بليك واټر ميرى ټايم سوليوشنز، ريون ډويلپمنټ ګروپ ، ايوي ايشن ورلډوايډ او ګرى سټون لميټيډ او داسى نور.
بليك واټر يا زى كمپنۍ دعوه لرى چى دوى هرقسم سهولتونه لرى او هركال 40 زره كسانو ته د حرب او ضرب تربيه وركوى چى دغه كسان بيا د مختلفو ملكونو په فوجونو او پوليسو كى مقرريږى ، د كمپنۍ عمله د فوج او پوليسو څخه تكاوت شوى هغه انسانان دى چى د وظيفى پر وخت په بد اخلاقۍ ، بدمعاشۍ او بدكردارۍ كى شهرت لرو يعنى كمپنۍ د جرائم پيشه خلكو څخه جوړه ده ، د پيسو په بدل كى هرقسم رذيل كار ترسره كوى ، د كمپنۍ اكثره مشران د CIA استخباراتى شبكى پخوانى غټ افسران وه ، د كمپنۍ رازا لوڅونكى ته د مرګ سزا وركوى او تر اوسه يى خپل په سلګونه كرامندان وژلى چى د كمپنۍ د ظلم او جبر څخه پرده ايسته كولو اراده يى لرله.
د كمپنۍ چلونكى اهلكار عيسويان دى ، ايرك پرنس ځان د سخت دريزه صليبي جنګياليو څخه شميرى د بليك واټر كمپنۍ اساسى هدف د مسلمانانو څخه په تيرو صليبى جنګونو كى د صليبيانو د ماتى غچ اخيستل دى د نوى معلوماتو په اساس د كمپنۍ چيف اپريټنګ افسر جوزف شمټز د نايټس اف دى ساورن ملټرى ارډر اف مالټا عټ ركن دى ، د نايټس كمپنۍ تعلق د كيتولك عيسويانو د knights Hospitaller تنظيم سره دى او ددى تنظيم بنياد په 1050 عيسوى كال كى په بيت المقدس كى ايښودل شوى مقصد يى د هغه عيسويانو خدمت كول وه چى بيت المقدس ته د زيارت لپاره راتلل د صليبى جنګونو په نتيجه كى چى مسلمانانو بيت المقدس فتح كړو نو نايټس كمپنۍ د افريقي رهوډز جزيرى ته منتقله شوه بيا په 1530 عيسوى كال كى د مالټا جزيرى ته نقل كړى شوه او تر اوسه كار كوى ، د نايټس كمپنۍ 12500 كاركونكى لرى ، همدارنګه 80 زره مستقل او 20 زره طبى رضاكاران لرى ، دغه كمپنۍ د خپلو خيراتى كارونو او مفت علاج هسپتالونو لرلو باندى مشهوره ده خو په حقيقت كى دوى اوس هم ځانونه ته د كروسيډرانو او نايټانو جانشين وايى او په صليبى جنګونو كى د كروسيډرانو او نايټانو ماتى غچ د مسلمانانو څخه د اخيستلو اراده لرى نو له همدى كبله نايټس كمپنۍ او بليك واټر كمپنۍ يو هدف ته د كار كولو په موخه خپلو كى قوى اړيكى لرى او د يوى كمپنۍ غړى په بله كمپنۍ كى هم ركنيت لرى.
كه په عراق افغانستان او پاكستان كى د بليك واټر كمپنۍ كارونو ته متوجه شو نو دى نتيجى ته رسيدى شو چى بليك واټر كمپنۍ د اجيرو صليبى قاتلانو عالمى تنظيم دى ، له همدى كبله چى صليبيانو سر غنى بوش د امريكا په مشرى د مسلمانانو خلاف د صليبى جنګ اعلان وكړ نو د بليك واټر كمپنۍ خپل هدف ته د رسيدو لپاره موقعه په لاس ورغله او د امريكا حكومت لپاره هم همداسى بى رحمه انسانان پكار وه نو د امريكا وزارت خارجه ددى كمپنۍ سره معاهده وكړه او دوى خپل وحشى عسكر عراق ته وليږل هلته دوى ډير بد تاريخ پريښودلو د مسلمانانو وژل او كړول ورته د سپورټ برخه ښكاريده ، د همدى كار لپاره متعصب صليبيان ئى د دنيا د مختلفو طرفونو څخه راټول كړل او ددوى لپاره ئى د نايټس اف دي ټمپلر علامتى نوم استعمالولو ، د ابوغريب جيل قيصى ټولو مسلمانانو ته معلومى دى چى داغونه او خافونه به ئى د تاريخ ګردونه پټ نه شى كړى، همدارنګه كه د بليك واټر كمپنۍ هغه كاركونكو حلفى بيانونه ولوستل شى چى په 13 د اګست 2009 كال د ورجينيا اسټرن ډسټركټ كى د جي ټى ايس ايس په عدالت كى د معصومو عراقيانو وكيل سوسن بركى په 70 پاڼو كى وړاندى كړل نو پدى خبره د سړى يقين پخيږى چى بليك واټر كمپنۍ غواړى په اوسنى صليبى جنګ كى د مسلمانانو څخه د هغه كروسيډرانو او نايټانو غچ واخلى كوم چى په تيرو صليبى جنګونو كى وژل شوى، خو د كمپنۍ وياند وايى چى د بليك واټر كاركونكو چى كوم كارونه په عراق كى ترسره كړى هغه ئى د امريكا د وزارت خارجه په امر كړى نو له دى كبله مسئوليت ئى د هغوى په غاړه دى نه د كمپنۍ.
د بليك واټر كمپنۍ كاركونكى او عسكر د امريكا په مشرى د نورو صليبى عسكرو سره يوځاى افغانستان ته راغلل، كه په افغانستان كى ددوى په بدو كړو خبره پيل كړو نو مضمون راڅخه اوږديږى په همدى به بسنه وكړو چى د افغانانو په اجتماعي قتلونو او په جنسى تيريو او د ځوانانو ماشومانو ښځو او بوډاګانو په سپو خوړل او داړل د همدى كمپنۍ د تندى داغ دى، پاكستان ته د بليك واټر كمپنۍ په رسمى ډول د وخت د پاچار پرويز مشرف سره د معاهدى كولو څخه ورسته راغله ، هغه وخت د خيبر په لاره د صليبى عسكرو لپاره ليږديدونكو توكو سوزولو لړى په پيښور كى پيل شوى وه نو حكومت اعلان وكړ چى دوى د بليك واټر كمپنۍ سره معاهده كړى چى د پاكستان FC مليشه به د هغه تجروبو په رڼا كى تربيه كوى كومى تجربى چى دى كمپنۍ په عراق او افغانستان كى ترلاسه كړى دى ، ريښتيا هم همداسى وشوه د بليك واټر كمپنۍ پاكستانى شاكردانو د سوات په جنګ كى د مسلمانانو د يوى مخى ويشتلو كار پيل كړو او د جنګ د خلاصيدو څخه ورسته ئى د بنديانو په وژنه پيل كړى چى د خبرونو څخه يى هره ورځ ورځپاڼى ډكى وى ، د بليك واټر پاكستانى شاګردانو په سوات كى د بليك واټر كمپنۍ هغه پلان مكمل تطبيق كړو كوم پلان چى دى كمپنۍ د عراق د فلوجه ښار د ويجاړولو لپاره جوړكړى وه د كورنو په كنډرو بدلول، په اجتماعى توګه د انسانانو وژل او د خلكو په هجرت كولو مجبورول او داسى نور.
په افغانستان پاكستان او عراق كى د بليك واټر كمپنۍ د عسكرو د شمير په اړه د وحدت ورځپاڼى د 2009 كال د ستمبر په 30 نيټه ليكلي وه چى د بليك واټر نومى كتاب مصنف د امريكا يو ټى وى چينل سره په مركه واضحه كړى چى په افغانستان عراق او پاكستان كى د بليك واټر كمپنۍ عسكرو شمير درينيم لكو ته رسيږى او په افغانستان كى ددوى شميره د امريكايى فوځيانو له رسمى شميرى څخه زياته ده ، د بليك واټر كمپنۍ په عسكرو كى د امريكا او منافقينو يوه بله فايده ده او هغه دا چى امريكا د همدى كمپنۍ په واسطه په اسلامى ملكونو كى هغه كارونه تر سره كوى كوم چى بغير د فوج څخه نه شى كيدى ، او منافقين پاچاهان بيا خپلو ولسونو ته وايى چى مونږ ازاد يو د هيڅ ملك فوج زمونږ په ملك نه حاكم دى او نه څه كاروايى كولى شى او د بليك واټر مسئله وړه ګڼى ولس ته يى د ميډيا له لارى فقط يوه سكيوريټى كمپنۍ معرفى كوى خو په حقيقت كى دى كمپنۍ چى په كومو ملكونو كى جاله نيولى هلته د حرب او ضرب كارونه پيل شوى ، بيچاره مظلوم او معصوم انسانانو قتل اغوا كول او بى محكمى په بند كى ساتل د وسلو او قاچاكو كاروبار زيات شوى او زياتيږى همدارنګه ددى كمپنۍ امريكا ته بله ګټه داده چى د مسلمانانو وژلو تور په امريكا نه لګيږى يعنى دوى د جاړى كار كوى خو لاستى ئى د امريكا په لاس كى دى د همغو په مرى يى راكاږى چى د امريكا د مفادو مخالف وى او پدى توګه امريكا غواړى چى دغه شراچونكى او قاتلانو څخه امريكا محفوظه كړى كه نورو ملكونو ته يى ونه ليږى نو په داخل د امريكا كى به د شر او قتل كارونه پيل كړى.
دا خبره هم د يادولو ده چى د بليك واټر كمپنۍ عسكر مختلفو ملكونو ته د امدادى موسيسو يا NGOS اهلكارو په جامه كى ننوزى بيا هلته د امدادى كارونو تر څنګ خپل فوځى عمليات ترسره كوى ، په هغه ملك كى د جنګ اور بلوى د امريكا د مفاداتو خلاف كسان په نښه كوى همدارنګه د هغه ملك هر دښمن كولى چى د پيسو په وركړه د همدى كمپنۍ د كاركونكو له لارى په هغه ملك كى د شر او فساد بازار تود كړى ، زما اوس هم ياد دى چى په 2005 كال 8 اكتوبر باندى پاكستان كى كومه زلزله وشوه نو ددى كمپنۍ امدادى كاركونكى سره د خپلو هليكپټرو د هند او پاكستان سرحدى سيمه كشمير ته رارسيدلى وه ، د پاكستان ملت ترينه په تشويش كى شو خو دوى ډير زر خپله جامه بدله كړه او د عامو خلكو په منځ كى يى ځانونه پټ كړل خو اوس خبره تر دى حده راورسيده چى د بليك واټر كمپنۍ په اړه د پښتونخوا په اسمبلۍ كى پرى بحث كيږى.
خلاصه خبره داده چى بليك واټر كمپنۍ د متعصيبو صليبى اجرتى قاتلانو يو تنظيم دى چى د دنيا په مختلفو قومونو خپله پاچاهى كوى ، كه د پاكستان ملت خپل حكمرانان همداسى پريښودل بيا دى هغه ورځ لرى نه ګڼى چى د انګريزانو د ايست انډيا كمپنۍ په څير د مسلمانانو دغه ټوټه خاوره په دوهم ځل د صليبيانو د بليك واټر كمپنۍ د استعمار لاندى راشى ، تراوسه په پاكستان كى مونږ د بليك واټر كمپنۍ حاكميت تر دى ګورو چى د ملك په مختلفو سيمو كى ئى خپل مركزونه جوړ كړى د توربيله ډيم سره يى غټ مركز دى او د هيواد په غيرتى قبايلو هره ورځى د څارګرو الوتكو په مرسته د بمونو باران كوى او په لسګونه مسلمانان وژنى د طالب په نوم نيول شوى بنديانو څخه تحقيق كوى كوم يو لپاره چى لازمه وه ګڼى د قندهار باګرام او ګونتنامو جيلونو ته ئى نقلوى او د ورځپاڼود خبرونو په اساس ويلى شو چى امريكا غواړى په پاكستان كى د بليك واټر كمپنۍ په مرسته د سفارت په نوم يوه غټه فوځى اډه جوړه كړى د همدى مركز د جوړولو لپاره يى يو ارب 43 كروړه او 17 لكه ډالر منظور كړى ددى پيسو څخه يواځى په پښتونخوا كى د قونصلۍ جوړولو لپاره څلور كروړه او يو لك ډالر تخصيص كړى شوى دى پدى اړه به ان شاء الله په بل مضمون كى په تفصيلى سره وه غږيږو.
زه د الله څخه اميد لرم چى د موجوده صليبى جګړى پاى ته په رسيدو به ددى كمپنۍ ټغر هم د اسلامى خاورى څخه داسى ټول شى لكه څنګه چى د نايټس اف دى ساورن ملټرى ارډر اف مالټا تنظيم ټغر د تيرو صليبى جنګونو په پاى ته رسيدو سره د اسلامى خاورى څخه ټول شو خو همت پكار دى د ملتونو د ازادى تاريخ په اوښكو نه ليكل كيږى بلكى په وينو ليكل كيږى ، كه نن مونږ د دين وطن او ناموس لپاره خپل وينا ورنه شو كړى نو سبا ورځ مو د ښځو په څير د پښيمانتيا اوښكو تويول هيڅ ګټه راته نه رسوى ، په زور او چل راغلى په رضا نه وځى هر ملت خپله ازادى په زاريو نه ده ترلاسه كړى بلكى د سرونو په قربانۍ يى ترلاسه كړى.

څو دى توان رسى په لوى درياب كى ګرځه
په وياله كى دى زوال وينم نهنګه

د برۍ په هيله مو
عادل وطنمل