(((سيد حبيب افغان)))

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

{slide=تصور}
راغلى مې جانان وو همزمان په تصور کې
وﻻړ مې وو په خوا کې تورچشمان په تصور کې
بې غمه وم د خپلو او دنيا له پيغورونو
د غره لمن کې زه وم او جانان په تصور کې
په ژوند مې خپل جانان راسره ډير ظلمونه کړي
کوي مې پس له مرګه ډير ارمان په تصور کې
په مرګ د عشق شهيد وم و زيارت په ما جوړ شوى
راغلي مې زيارت ته وو غازيان په تصور کې
رقيب سره مې شخړه  وه بې دريغه مې خراب کړو
په اوښکو يي لړلى وي ګريوان په تصور کې
ګودر کې د چينار غاړې ته ناست زه او جانان ووم
شروع به مو ټپې کړې يا قربان په تصور کې
سپرلي د محبت وو خپل وزرونه خواره کړي
مستۍ نه په ګډا وه عشقان په تصور کي
پرې وکړي ستمونه پيغورونه ټګ جانان مې
ګټلاى مې زړګي وي امتحان په تصور کې
نفرت وي سوزيدلاى محبت رازغونيږي
دمېنې او وفا کلى ودان په تصور کې
حبيب سره يو ځاى وي خپل جانان په هرمحفل کې
رقيب غماز جهان وي ټول حيران په تصور کې

(((سيد حبيب افغان)))

{/slide}{slide= بي وفا}
زه فرصت کې هميشه راځم ستا در ته
ته په خپله خوښه رانغلې چکر ته
ما دزړه په درشل څوک پريښودل کله
دا خو ته وې چې مې پريښوې د زړه سر ته
ستا د دوه وړو خبرو په ارمان کې
ﻻس  نېولي مې هميش در د اکبر ته
زه به څه وايم چې ستا په زړه کې څه دي
خو ﻻر نشته چې مې وګورې ځېګر ته
که زما دخولې وينا دې يقين نشي
په مخ وګوره زما د اوښکو جر ته
زه حبيب به درته څه وايم چې ولې
ته سوچ وکړه د خپل کلي ماذيګر ته

(((سيد حبيب افغان)))

{/slide}{slide= هجر}

مونږ د پردي وطن کوڅو کې لوى شو
خلک ښايسته ښکلو ماڼو کې لوى شو
زما پښتو له تا نه کلکه ښکاري
ته يي د ښار مونږه په غرو کې لوى شو
تاسره فرق د ورځې شپې نه کيږي
مونږ دچراغ په رڼا شپو کې لوى شو
افغان له جنګ او جګړو نه هيريږي
له ماشومتوبه په لمبو کې لوى شو
ستا د فوځي غاښ مات بچى دې زما
ځکه چې مونږ په سنګرو کې لوى شو
څه به له خونده د ژوندون وي خبر
څوک چې د هجر تورو شپو کې لوى شو
د حبيب سترګې به سرې ولې نه وي
چې يي ګلونه په لمبو کې لوى شو


(((سيد حبيب افغان)))

{/slide}{slide= افغان}
تل مې ګريوان لوند وي ليونى نه يم
خير که يي لمسى يم خو پردى  نه يم
خپل تاريخ  که وګورې درياد به شم
نر يمه پښتون يم پنجابى نه يم
زه د احمدشاه او ابدالي لمسى
نر يم د نر زوى څه ښځونى نه يم
اوسم چې کوم ځاى کې هغه ځاى زما
دا مې دې وطن د تلو سړى نه يم
ما تل د غيرت غشي په زړه وړي
مړ نه يمه مړ په شا سورى نه يم
لر او بر پښتون دې سره يو پښتون
زه حبيب افغان څه څحرانى نه يم

(((سيدحبيب افغان)))

{/slide}