نجم الدين سعيدي

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=ډکه وه}
د ژوندون لاره د اغزو ډکه وه
د عقبا لاره د سجدو ډکه وه

ماپه سجدوکې هم سجدې کولې
هره شيبه مې د توبو ډکه وه

ما رسيدو ته ډير نفلونه وکړل
د توبې لارد تاعتو ډکه وه

چې مې زاهد  سره د زړه خواله کړه
د زاهدغيږ د انديښنو ډکه وه

ما په تندي کې خپل تقدېر لټوه
د تقدېر لار د کړاوو ډکه وه

چې سرمې جګ کړميخانه کې ومه
ميکده ټوله د پردو ډکه وه

ما فريادونه او کوکارې سرکړې
ټوله نړۍ د فريادو ډکه وه

سعيده لاره د مولا لټوه
د دنيا لاره  د حيلو ډکه وه
..............................
نجم الدين سعيدي
٢٩ - ٥  -٢٠١٢
م٠ کال

{/slide}