د ژوند انځور

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 
ژوند د ښکليو هنرونو لوی انځور دی
لکه سترګه د خوښۍ او د غم کور دی
کله پرېوځي له خوښۍ کله له غمه
دا صدف وتی د روح له سمندر دی


د خپل خيال انځورته رنګ او قلم خوښ کړه
هر انځور جوړ د رنګونو له محشر دی
قدمونه تل مضبوط او اوچت اخله
خوېدلی هر بې زړه په دې ګودردی
مه ډارېږه په هر کار کې خطا کېږی
خطا نه کړي ها چې ناست مدام په کور دی
پرمختګ په ژوند کې هوډ او هدف غواړي
په تعلیم ، پوهې روښان د ژوندون لور دی
خپل انځور ته ښه قلم او رنګ پیداکړه
ښه انځور د پوهې وخت اوږد بهیر دی
د پنځون له رنګه ډک کړه قلمونه
رڼا جوړه د رنګو له لوی هنر دی
ځان کړه غوره څو انځور ته ځان چمتو کړې
ستا اندونه د خیالونو لوی دفتر دی
د خپل فکر او د خیال کرښې انځور کړه
د فکرو اسمان ډېر پراخه لر او بر دی
ژوند انځور د تخیل له رنګو جوړ کړه
تخیل د ښکلاګانو ښه تصویردی
دې انځور کې ځای د وېرې او ډار نشته
اخستل قدم په ډار پای يې د ویر دی
دا انځور به هډو جوړاو تمام نه شي
دا انځور ښایسته په ځوږ او تل په شور دی