د آپل نوی ساعت د زړه روغتیا څاري

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د آپل نوی زیرک ساعت د زړه نارغۍ پیژني او په مخنیوي کې یې مرسته کولی شي.

نوی ‌آپل واچ/ساعت داسې جوړ شوی چې د زړه غیر معمولي درزا او حرکات پیژني او که دغه ساعت په لاس انسان چېرته وغورځي، ساعت په اتومات ډول د بیړنیو روغتیايي خدماتو نږدې څانګې ته زنګ وهي. دغه ساعت تیره اونۍ بازار ته راووت او په ۴۰۰ امریکايي ډالرو پلورل کیږي

.

ډېر په دې باور دي چې دا نوې بڼه به یې د زړه په نارغیو اخته کسانو او په تېره بیا مسنو او عمر خوړلو انسانانو ته ډېر ګټور وي. دا ساعت د آپل واچ تر نورو مخکنیو ساعتونو ۳۰سلنه غټ دی.

د نوي آپل-واچ په اړه روغتیا پالانو او د روغتیا ځينو سازمانونو هم بېلابېل نظرونه ورکړي‌ دي. د امریکا د زړه د ناروغیو د کالج مشر ډاکټر میچل والنټاین وویل چې قلبي‌ ناروغان له بېلابېلو ستونزو کړیږي ‌او ډاکټران غواړي چې په لېږدېدونکو وسایلو د خپلو ناروغانو څارنه وکړي او د هغوي د زړه په اړه ټول معلومات ثبت کړي.

د بي‌ ام او کاپیټل مارکیټ د ادارې شننونکي جوني وینچسي په دې باور دی چې نوی آپل ساعت رښتیا هم یوه روغتیايي او ګټوره وسیله ده خو وایي‌ فکر نکوي ‌چې ډاکټران او په ځانګړي ډول د زړه ډاکټران دې د دغو ساعتونو د معلوماتو په اساس د خپلو ناروغانو درملنه وکړي.

خو بیا هم ټينګار کوي چې د دا ډول ساعتونو کارول ناروغان په خپلو ناروغیو خبر ساتي.

د متحدو ایالتونو د خوړو او درملو اداره وايي چې د آپل له شرکت سره یې په ګډه کار کړی چې د آپل ساعت لپاره د اپلیکیشنونو جوړول نور هم زیات کړي‌ او ځینې نور ګامونه یې هم اوچت کړي چې د هغو شرکتونو کارونه هم اسانه شي ‌چې غواړي‌ ډیجیټلي‌ روغتیایي تولیدات ولري.

رویټرز خبري اژانس وايي دا مهال یوازې په امریکا کې ۱،۶ میلیون انسانان په داسې قلبي ناروغیو اخته دي چې د زړونو درزا یې غیر عادي ده. د امریکا زړه/قلب سازمان وايي‌ چې د اټکل له مخې د دا ډول ناروغانو شمېر به په ۲۰۵۰ کې دوه برابره شي. نوی آپل واچ همدغو کسانو ته د خطر له پېښېدو مخکې خبر ورکوي.