د اخلاص بیلگی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکنه: د اسلامي نړي ستر داعي عمرو خالد
ژباړه:زاهد جلالي
د ابو دحداح اخلاص

ابو دحداح په مدينه منوره کي دوه باغونه لرل .

يويي پکي ډير لوي و چي ٦٠٠ د خرما وني پکي وي .

يوځل حضرت محمد صلي الله عليه وسلم سره ناست و، نبي صلي الله عليه وسلم وويل :
(من ذا الذي يقرض الله قرضاُ حسناُ يضاعفه له اُضعافاُ کثيرة والله وقبض ويبسط و اٍليه ترجعون)(بقرة٢٤٥ ).

ابودحداح وپوښتل :
اي رسول الله! آيا الله تعالي هم نيک قرض غواړي؟

نبي عليه السلام ځواب ورکړ :
(نعم يا ابا الدحداح )
[هو، ابودحداح ]

ابو دحداح وويل :
اي د خداي رسوله! لاس دي را را کړه، نبي عليه السلام لاس ورکړ، ابو دحداح خپل لاس د نبي عليه السلام په دواړو لاسو کي کيښود او ويي ويل :
اي د خداي رسوله! زه خپل باغ خداي ته قرض ورکوم. له نبي صلي الله عليه وسلم څخه ولاړ ترڅو خپله ښځه او ماشوم يي له باغه وباسي، ښځه او ماشوم ځوي يي په باغ کي دننه دي د ځوي په لاس کي يي يوه وړه خرما وه او خوړله يي، چي ابودحداح راغي او باغ ته نه دننه کيږي له بهره غږ کوي چي راوځي ما خپل باغ خداي ته قرض ورکړي، ښځه يي هم دده په څير مومنه وه – ويي ويل :

زه خدمت کي يم اي ابودحداح! د ماشوم له خولي څخه خرما راوباسي او ورته وايي :
دا نور زموږ مال ندي، دخداي مال دي .

ليکنه: د اسلامي نړي ستر داعي عمرو خالد
ژباړه:زاهد جلالي

-د زين العابدين اخلاص

د اسلامي تاريخ د مخلصينو له جملي څخه حيرانوونکي مخلص زين العابدين علي بن حسين بن علي رضي الله عنهم دي چي عجيبه اخلاص لري .

لس کاله د مديني فقيرانو د شپي پرمهال د خپلو ورونو ترشا غذا لاسته راوړه،پداسي حال کي چي نپوهيدل دا ډوډي څوک ددوي د ورو شاته ږدي .

ترهغي چي د زين العابدين د وفات شيبي راورسيدي، کله چي دي ومړ او غذا د خلکو د ورونو ترشا نه ايښودل کيده نو خلک وپوهيدل چي چاچي دوي ته غذا ايښوده ذين العابدين رحمه الله و .

کله چي ذين العابدين ته غسل ورکول کيده په لاسونو کي يي توري تغمي وليدل شوي، خلک وپوهيدل چي دا د ډوډي وړلو په اثر داسي شوي و .


-د خالد بن وليد اخلاص

خالد بن وليد په سلامي تاريخ کي له ډيرو لوړو مثالو څخه يو دي .

خالد بن وليد رضي الله عنه په خپله هره جګړه کي د خداي په مرسته بريالي و، په هيڅ يوه جګړه کي يي ماته نه وه خوړلي .

په وروستي جګړه کي چي له روميانو سره وه، له خپلي دندي عزل کيږي او عبيده بن جراح يي ځاي نيسي او خالد بن وليد يي تر مشري لاندي جګړه پرمخ بيايي. څوک دا تحمل لري؟ !!

خالد بن وليد وپوښتل شو چي ولي دي دا کار ومانه؟ پداسي حال کي چي تا کولي شو ويي نه مني؟

خالد بن وليد ځواب ورکړ :
زه شام دخداي لپاره فتح کوم نه د عمر ابن خطاب لپاره. اخلاص مو وليد؟ !!



زاهد جلالی