ټپي هیواد

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


زما ټپي او ژوبل ژوبل هیواد
بیا دمو هم غچ په لمبو کې سوزي
بیا د وحشي ناتار منګول کې ګیر دی
بیا هغه سوي لولپه ښارونه
بیا هغه وران او کنډوالې کورونه
د توغندیواو بمونو لاندې
په دوړو خاورو
او ایرو بدلېږي
بیا د ښکيلاک
تور سړیخوره او داړونکې ليوان
په انساني څيره کې
د وینو غوښو
په لټون وتلي
هغه بې پلاره او يتيم ماشومان
بیا هغه کونډې ځورېدلې ميندې
له تېر ناتار نه چې ژوندي پاتې دي
د دې داړونکو شرمښانو
د هوس نښه دي
دا ټيکدارد انساني حقونو
د انساني حق په نوم
څومره وحشت څومره نادوده کوي