نوي انټي بوټیک چې باکتریا تېرباسي

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

درمل پېژندونکي د داسې نوي انټي بیوټیک په جوړولو توانېدلي، چې په وینا یې د باکتریاوو د تېرایستلو لپاره د افسانوي 'تروجان اس' په څېر فعالیت کوي. باکتریا ته د ننوتلو اجازه ورکوي او بیا یې له منځه وړي.

پوهان وايي، د دغه انټي بیوټیک لومړنۍ ازموینې پایله 'هیله بښونکي' ده.

دا درمل د شیونګي شرکت له خوا جوړ شوي او پر ۴۴۸ کسانو ازمایل شوي هم دي

.

دا درمل د یونان له هغې افسانې په الهام اخیستو جوړ شوي، چې یو لوی لرګین اس جوړ شوی و، چې یوناني جنګیالي پټ پکې ټروي ښار ته ننویستل شول.

خو اوس د لرګي پرځای، اوسپنه د باکتریاوو پروړاندې د انټي بیوټیک مبارزه مخته وړي.

ددغې څېړنې مشر ډاکټر سیمون پورټسموس وايي: ''د یوه شدید عفونت پرمهال زموږ د بدن د ایمني معمول سیستم ځواب دا دی چې په جسم کې لږ اوسپنه لرونکی چاپېریال رامنځ ته کېږي. په دې صورت کې باکتریاوې د اوسپنې د ډېرې جذبولې عملیه پیلوي''.

ددغو نویو درملو د ازموینې پایله په علمي لانسټ مجله کې خپره شوې ده.

د ډاکټر پورټسموس په وینا، سي فایډرکل د انټي بیوټیک یو 'خوندي' ډول دی.

د نویو انټي بیوټیکو په اړه د څېړنو مثبتې پایلې ډېرې کمې دي؛ ځکه چې په وروستیو کلونو کې ډېری باکتریاوې د دود شویو انټي بیوټیکو پرتله مقاومې دي.

د باکتریاوو د مقاومت په اړه یوې څېړنې وړاندوېینه کړې، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، تر ۲۰۱۵ کال پورې به هر کال د انټي بیوټیک مقاومو باکتیاوو اړوندو ناروغیو له کبله ۱۰ میلیون کسان ومري.