انا لله و انا الیه راجعون
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني وتلي لوبغاړي شاپور ځدران د مړینې خبر موږ ژور خواشیني او غمجن کړو.
ارواښاد شاپور ځدران د خپل استعداد، نه ستړې کېدونکو هڅو او ملي خدمت له لارې د افغانستان د کرکټ په پرمختګ کې ارزښتناک رول ولوباوه او د هېواد د سپورټ په تاریخ کې به یې نوم د تل دپاره د درناوي او ویاړ په توګه پاتې وي.
د سپرغۍ ویبپاڼې مشرتابه او ټول همکاران د ارواښاد شاپور ځدران کورنۍ، خپلوانو، د افغانستان د کرکټ ټولنې او د هېواد ټولو ورزشپالو ته خپله ژوره خواخوږي او صمیمانه تسلیت وړاندې کوي.
د لوی او مهربان الله تعالی له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت، کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر او اجر غوښتنه کوو.
روح دې یې ښاد او یاد دې یې تلپاتې وي.
الله تعالی دې مرحوم وبښي او کورنۍ ته دې یې صبر او زغم په نصیب کړي. آمین.