۱. د کندهار زون د نظامي محکمې پخوانی رئیس، مولوي محمد ګل صیاد؛ د سترې محکمې د نظامي چارو معاون په توګه؛
۲. د سترې محکمې پخوانی نظامي معاون، شیخ سردار محمد ابوالفیضان؛ د مرکزي دارالافتا عمومي رئیس په توګه؛
۳. د مرکزي دارالافتا پخوانی عمومي رئیس، شیخ خیرجان خیرخواه؛ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د شکایاتو اورېدنې وزارت د نظامي چارو معین په توګه؛
۴. د ښاروالیو د چارو تنظیم د عمومي ریاست پخوانی تخنیکي او مسلکي معاون، حاجي نعمت الله حسن؛ د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معین په توګه؛
۵. د فوایدو عامې وزارت پخوانی د اورګاډي معین، مولوي محمد اسحاق صاحب زاده؛ د معادنو وزارت د مالي او اداري چارو معین په توګه؛
۶. د مالیې وزارت پخوانی د عوایدو او ګمرکاتو معین، مولوي عبدالمتین سعید؛ د معادنو وزارت د جیولوجیکي سروې معین په توګه؛
۷. د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست پخوانی د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاون، مولوي محمود شاه زاهد؛ د معادنو وزارت د تخنیکي چارو معین په توګه؛
۸. د اداري چارو د عمومي ریاست پخوانی د امارتي چارو د همغږۍ معاون، مولوي سیف الدین تائب؛ د کندهار ولایت د والي معاون په توګه؛
۹. د معادنو وزارت پخوانی د مالي او اداري چارو معین، حسام الدین صابري؛ د ښاروالیو د چارو تنظیم د عمومي ریاست د تخنیکي او مسلکي چارو معاون په توګه؛
۱۰. د کندهار ولایت د فوایدو عامې پخوانی رئیس، ملا عزیزالرحمن شریف؛ د معادنو وزارت د تیلو او ګازو عملیاتي شرکت رئیس په توګه؛
۱۱. د امارتي تیلو او ګازو شرکت پخوانی د سوداګریزو چارو رئیس، انجینر عبدالله معتصم؛ د معادنو وزارت د تیلو او ګازو عملیاتي شرکت د مالي او اداري چارو معاون په توګه؛
۱۲. د کندهار ولایت د والي پخوانی معاون، ملا محمد صادق انقلابي؛ د معادنو وزارت د معدنونو د ساتنې رئیس په توګه؛
۱۳. د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د شکایاتو اورېدنې وزارت پخوانی د نظامي چارو معین، مولوي سعید احمد شهیدخېل؛ د مرکزي دارالافتا د عمومي ریاست معاون په توګه؛
۱۴. د مرکزي دارالافتا د عمومي ریاست پخوانی معاون، شیخ عبدالظاهر؛ د غړي په توګه؛
۱۵. د سترې محکمې د دارالانشا پخوانی عمومي رئیس، مفتي عبدالرشید سعید؛ د مرکزي دارالافتا د عمومي ریاست د اداري چارو مسئول په توګه؛
۱۶. د مرکزي دارالافتا پخوانی د اداري چارو مسئول، مفتي رحمت الله؛ د دارالانشا د عمومي ریاست رئیس په توګه؛
۱۷. د کابل زون د نظامي محکمې د استخباراتو د برخې پخوانی قاضي، مولوي عبیدالله؛ د کندهار زون د نظامي محکمې رئیس په توګه؛
۱۸. د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ پخوانی قاضي، مولوي خداداد؛ د کابل زون د نظامي محکمې د استخباراتو د برخې قاضي په توګه؛
۱۹. د کندهار ولایت د استخباراتو د فرمانونو او احکامو د تعقیب او څارنې پخوانی رئیس، مولوي روزي خان شیباني؛ د پکتیکا پوهنتون رئیس په توګه؛
۲۰. د کندهار ولایت د علماوو د شورا پخوانی غړی، شیخ عبدالهادي؛ د استخباراتو د فرمانونو او احکامو د تعقیب او څارنې رئیس په توګه؛
۲۱. مولوي عبدالغفار میوندي؛ د کندهار ولایت د فرمانونو او احکامو د تعقیب او څارنې د ریاست معاون په توګه وټاکل شو.
د امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د لوړ حکم پر بنسټ، لاندې ټاکنې ترسره شوې:
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode