د سپرغۍ ویبپاڼې اعلامیه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


بسم الله الرحمن الرحیم
په ډېرې خواشینۍ او ژور درد سره خبر شوو چې تېره شپه د پاکستان رژیم له لوري د افغانستان پر یو شمېر سیمو هوايي بریدونه ترسره شوي، چې له امله یې ګڼ شمېر بې ګناه ملکی وګړي، ښځې، ماشومان او سپین ږیري شهیدان او ټپیان شوي دي. دا وحشیانه بریدونه نه یوازې د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری دی، بلکې د نړیوالو قوانینو، بشري حقونو او ټولو منل شوو اصولو څخه څرګنده سرغړونه ده.
موږ دغه عمل یو ستر جنایت، بزدلانه او غیر انساني اقدام بولو. د پاکستان رژیم چې په تېرو کلونو کې یې د ترهګرو ډلو په تمویل، روزنه او لېږلو سره سیمه او نړۍ ناامنه کړې او افغانستان یې د څو لسیزو جګړو او بدمرغیو ښکار کړی، اوس چې له سیاسي او پوځي ماتې او داخلي ګډوډیو سره مخ شوی، هڅه کوي خپل ناکامۍ د بې دفاع افغان ولس په وینو پټې کړي.
د ملکي وګړو په نښه کول، د استوګنې پر سیمو بمبار کول او د بې ګناه انسانانو وژنه هېڅ ډول توجیه نه لري او د جګړې له ټولو منل شوو اصولو سره په ټکر کې ده. دا ډول کړنې نه یوازې د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د نړیوال امنیت لپاره هم جدي خطر دی.
موږ له نړیوالې ټولنې، نړیوالو بشري بنسټونو او د بشري حقونو له مدافع ارګانونو په کلکه غوښتنه کوو چې د پاکستان رژیم دغه جنایت په بې پرې ډول وڅېړي، عاملین یې محاکمې ته راکش کړي او د داسې تېریو د مخنیوي لپاره عملي او جدي اقدامات ترسره کړي. چوپتیا او بې تفاوته پاتې کېدل به د نورو ورته جنایتونو لاره هواره کړي.
موږ د افغانستان پر خاوره هر ډول تېری په کلکه غندو او ټینګار کوو چې د هېواد ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د ولس خوندیتوب زموږ سره کرښه ده. افغان ولس به هېڅکله د خپلواکۍ، عزت او خاورې په دفاع کې چوپ پاتې نه شي.
په پای کې، د دغو بریدونو ټولو شهیدانو ته د الله تعالی له دربار څخه جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله شفا او د هغوی درنو کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.