روایت له هیواد د ننه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
د مارچ په ۲۸مه، ما د  دنمارک د Aarhus په ښار کې د پاکستان د بریدونو او تېریو پر ضد په اعتراضي غونډه کې گډون وکړ.
دا غونډه د افغانانو له خوا چې په دې ښار کې مېشت دي، « د آغوس ښار د یووالي او پیوستون فرهنگي مرکز» له لوري تنظیم شوې وه.
د دې غونډې په پای کې، چې په ملي او افغاني فضا کې ترسره شوه، د گډونوالوو له ډلې څخه یو تن  د خپلو خبرو په ترڅ کې له ما څخه  ددې پوښتنې ځواب وغوښت:
«په کابل کې خلک د اوسني نظام په اړه څه فکر کوي؟»
ما د هېواد دننه له یوې میاشتې زیات حضور او له خلکو سره د مستقیمو اړیکو پر بنسټ، د  تجربې د زړه  له مخې ځواب ورکړ:
خلک ستړي دي، خو  آگاه او باخبره دي، د بهر مېشتو ډېرو خلکو په پرتله لا زیات  آگاه او باخبره.
هغوی امنیت لمس کړی، له جنگ سالارانو تېر شوي، او پوهېږي چې بې‌ثباتي څه بیه لري.
د ټولو نیمگړتباوو ، په ځانگړې ډول د نجونو د زده‌کړو  تر څنگ، دا یو څرگند حقیقت دی:
خلک نور د نظام د سقوط پر شعارونو  باندې نه غولېږي.
هغوی اصلاحات او بدلون غواړي، نه دا چې بېرته هغه تېر وخت ته لاړ شي چې له جگړې، فساد، بې‌ثباتۍ او ورانۍ ډک و.
په دې مانا چې خلک په عمومي ډول د اوسني نظام پر  بدیل باندې فکر نه کوي، او دې درک  او پوهې ته رسېدلي دي.
خلک ښه پوهېږي چې که د نظام سقوط د بهرنیو مرستو او امکاناتو په وسیله هم ترسره شي، نو لازماً به افغانستان ته سوله، پرمختگ او ارامي رانه  وړي.