عبدالملک پرهېز
د امریکا او ایران ترمنځ وروستی اوربند، د منځني ختیځ په حساس سیاسي چاپېریال کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي. که څه هم دا اوربند لنډمهاله بڼه لري، خو تر شا یې داسې ژور ستراتیژیک عوامل پراته دي چې د دواړو لورو د سیاست، اقتصاد او امنیتي محاسبو انعکاس په کې تر سترګو کېږي. دا پرمختګ باید د یو ساده ډیپلوماټیک بریالیتوب په توګه ونه کتل شي، بلکې د یوه پیچلي ځواک انډول دی چې په لنډمهاله توګه رامینځ ته شوی.
په واشنګټن کې دا اوربند د کمزورۍ نښه نه بولي، بلکې دا د احتیاطي محاسبې پایله بولي. امریکا په دې پوهېږي چې له ایران سره مستقیمه جګړه یوازې دوه اړخیزه شخړه نه پاتې کېږي، بلکې ډېر ژر به د سیمې نورو هېوادونه د جګړې ډګر ته ورګډ شي یا جګړه نورو هیوادونو ته غځول شي. نو ځکه په ځانګړي ډول، د جګړې درول او اوربند اهمیت لري چې پوځي ترینګړتیا به د انرژۍ نړیوال بازارونه تر مستقیمې اغېزې لاندې راولي او د ګډوډېدو احتمال به نه یوازې د تېلو بیې لوړې کړي، بلکې نړیوال اقتصادي ثبات هم له ټینګ ګواښ سره مخامخوي. له همدې امله، امریکا هڅه کوي څو د جګړې د کنټرولولو دپاره یو لنډمهالی ځنډ رامنځته کړي.
له بلې خوا، کورنۍ سیاسي عوامل هم د دې پرېکړې په رامنځ ته کولو کې مهم رول لري. امریکایي سیاست د اوږدمهالو جګړو تر وړاندې حساس دی، او هر هغه اقدام چې د اوږدې جګړې لامل شي، د حکومت لپاره سیاسي لګښتونه زیاتوي. همدارنګه، نظامي محاسبه ښيي چې ایران یوازې یو دودیز سیال نه دی، بلکې د غیرمستقیمې جګړې پراخ وس او توان لري. داسې وړتیا چې هغې په مرسته کولی شي د سیمې په بېلابېلو برخو کې فشار رامینځ ته کړي او امریکا دې ته اړ باسي څو د مستقیم ټکر پر ځای له احتیاطه څخه کار واخلي.
ددې خلاف، تهران دا اوربند د یو فرصت په توګه ارزوي. ایران هڅه کوي چې له دې لنډمهاله آرامۍ څخه د فشار د کمولو لپاره ګټه پورته کړي. اقتصادي بندیزونه د ایران پر اقتصاد ژوره اغېزه لري، او د هر ډول نرمښت رامینځ ته کېدل د دې هېواد لپاره د ژوندي پاتې کېدو تر کچې ارزښت لري. له همدې امله، اوربند یوازې د امنیتي حالت د ارامولو وسیله نه ده، بلکې د اقتصادي ساه اخیستنې یوه کړکۍ هم ده.
د اټومي پروګرام موضوع لا هم د شخړې په زړه کې ځای لري. ایران غواړي خپل تخنیکي پرمختګونه وساتي او د بهرنیو محدودیتونو تر سیوري لاندې رانشي، په داسې حال کې چې امریکا دا موضوع د نړیوال امنیت له زاویې ارزوي او دا نړیوال امنیت ته خطر بولي. دا اختلاف پخوا هم د خبرو په اډانه کې څرګند شوی و، او تر اوسه لا په هماغه قوت شتون لري.
سربېره پر دې، د سیمه ییز نفوذ موضوع د دواړو لورو ترمنځ د سیالۍ بله مهمه برخه ده. ایران خپل شتون د یوه دفاعي کمربند په توګه بولي، په داسې حال کې چې امریکا دا نفوذ د بې ثباتۍ د عامل په توګه ارزوي. دا ډول مخالف پوهاوي د دې سبب ګرځي څو هر ډول اوږدمهاله تفاهم ستونزمن شي.
په ټوله کې، اوسنی حالت د «نه جګړه، نه سولې» یو نازک انډول ښيي. دواړه لوري هڅه کوي چې له مستقیم ټکر څخه ډډه وکړي، خو په عین حال کې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو څخه هم نه تېرېږي. دا حالت کولی شي د لنډمهاله اوربندونو د تکرار سبب شي، پرته له دې چې بنسټیز اختلافات حل شي.
د راتلونکي په اړه، بېلابېل احتمالات شته. که څه هم د پراخې موافقې امکان شته، خو دا به د دواړو لورو له لوري د مهمو امتیازاتو د ورکولو او له یو شمېر دریځونو څخه د په شا کېدوغوښتنه وکړي، چې ترلاسه کول یې اسانه نه برېښي. ډېر امکان دا دی چې اوسنی اوربند وغځول شي او خبرې بې له پایلې دوام وکړي. په عین حال کې، د ناڅاپي پېښو خطر هم زیات دی، چې کولی شي دا نازک انډول مات کړي او حالت بېرته د شخړې پر لور یوسي.
په پایله کې ویلی شو، چې دا اوربند یوه پایله ده، بلکې د یوه بهیر پیل دی. امریکا هڅه کوي چې د جګړې خطر او لګښت محدود کړي، او ایران غواړي چې فشار کم کړي او خپل دریځ پیاوړی وساتي. تر هغه چې د اختلاف اصلي مسایل حل نه شي، دا ډول لنډمهاله موافقې به دوام ولري، خو د تلپاتې سولې ضمانت کېدلی نه شي.
د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند تر شا ژور علتونه او راتلونکې تګ لاره
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode