انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
که څوکزما سره همنظره هم نه وي، دا به ما له دې څخه منع نه کړي چې خپل نظر او برداشت څرگند کړم.
یو ځل بیا، د جمهوریت له شریکانو نیولې تر غیر شریکانو او آن بهرنیو لوبغاړو پورې، ټول د «ټولشموله حکومت» خبره کوي. خو داسې ښکاري چې د دې مفهوم د دقیق، عیني، علمي او عملي تعریف په اړه روښانه اجماع شتون نه لري.
غوره ده چې پوهان او د نظر خاوندان دا مفهوم لا روښانه تشریح کړي.
زما له نظره، ټولشموله حکومت هغه حکومت دی چې د بنسټیزو اقتصادي پروژو د پراختیا تر څنگ،په ورته وخت کې امنیت او ثبات تأمین کړي او په هېواد کې د سرچینو او شتمنیو د عادلانه وېش زمینه برابره کړي او اکثریت ته د منلو وي.
که د ټولشمولتیا معیار قومي، تنظیمي او حزبي گډون او انتخابات وي، نو ویلای شو چې د جمهوریت نظام په خپل نس کې تر ټولو پرمختللي جوړښت کې، د یوه بهتره او غوره ټولشموله نظام تجربه وړاندې کړې وه؛ داسې نظام چې پکې واک، بودیجه او سرچینې د مرکز او ولایتونو ترمنځ، او همدارنگه د قومونو د تیکه دارانو او زورواکانو او حزبونو ترمنځ وېشل شوې وو او درې واړه قوې لکه مقننه، قضائیه او اجرائیه د اساسي قانون په چوکاټ کې موجود و او نړیوال ملاتړ او مشروعیت یې هم درلود.
خو تجربې وښوده چې یوازې د رسمي جوړښتونو شتون او د واک وېش او نړیوال مشروعیت د دوامدار ثبات، اغېزمن امنیت او اقتصادي عدالت د تحقق لپاره بسنه نه کوي.
له همدې امله، مخکې له دې چې د «ټولشمولتیا» مفهوم په دوامداره توگه تکرار شي، اړینه ده چې د افغانستان د ټولنې له واقعیتونو سره سم، د دې مفهوم یو دقیق، عملي او مناسب تعریف وړاندې شي.
زما په باور، ټولشمولتیا تر دې وړاندې چې د سیاسي او قومي، تنظیمي او حزبي سهم ورکولو او د واک د وېش معنا ولري، د حکومت هغه مسلکي وړتیا ده، چې امنیت تأمین کړي، ثبات وساتي، او د هېوادوالو لپاره د سرچینو او فرصتونو په گټه اخیستنه کې عدالت رامنځته کړي، د خلکو ملاتړ ولري، خلکو ته د کار او تعلیم فرصتونهبرابر کړي،اساسي قانون ولري او د خلکو رایو او فکر ته ارزښت ورکړي، سره د نړیوال تعامل.
« ټول شمولتیا»
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode