موږ په خورا ژورې خواشینۍ او سختې غوسې سره د پاکستان د متجاوز رژیم له لوري تېره شپه د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر بې ګناه ولسي وګړو وروستي وحشیانه هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندو.
دا وحشیانه بریدونه، چې له امله یې ګڼ شمېر ماشومان، ښځې، ځوانان او سپین ږیري شهیدان او ټپیان شوي، نه یوازې د بشریت پر ضد ښکاره جنایت دی، بلکې د ټولو نړیوالو قوانینو، بشري ارزښتونو او انساني اصولو ښکاره نقض هم ګڼل کېږي.
د پاکستان تېری کوونکی رژیم له اوږدې مودې راهیسې د افغان ولس پر وړاندې خپلو کرغېړنو او غیر انساني اعمالو ته دوام ورکړی، او له بده مرغه د افغانانو او نړیوالې ټولنې پرله پسې غبرګونونو ته یې بشپړه بېاعتنايي ښودلې ده. دغه ډول جنایتونه هېڅ ډول توجیه نه لري او تاریخ به یې هېڅکله ونه بښي.
موږ دا بریدونه یو نه بښوونکی جنایت بولو او په کلکه اعلان کوو چې د افغان ولس پر وړاندې هر ډول تېری، ظلم او وحشت به د نړیوال وجدان له قضاوت څخه پټ پاتې نه شي.
موږ له ملګروملتونو، نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو سازمانونو او ټولو عدالتغوښتونکو بنسټونو غوښتنه کوو چې د دغو وحشیانه بریدونو پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي، څرګند او ټینګ دریځ غوره کړي، او پر پاکستان فشار راوړي څو د خپلو تیریو او جنایتونو حساب ورکړي.
د بې ګناه افغانانو وینه ارزانه نه ده. د ظلم پر وړاندې چوپتیا، له ظالم سره مرسته ده.