عبدالملک پرهیز
که تاسې له داسې چا سره په اړیکه کې وئ چې تل یې تاسې کنټرولولئ، سپکولئ، احساساتي لوبې یې له تاسې سره کولئ او هر وخت یې تاسې په ځان شکمن کولئ، او اوس مو ذهن لکه پخوا کار نه کوي، تل وارخطا یاست او فکر کوئ چې «ستاسې په دماغ کې کومه ستونزه پیدا شوې؟»، نو دا یوازې ستاسې فکر نه دی. د دې تر شا عصبي (نیورولوژیکي) لامل هم شته.
کله چې یو انسان د اوږدې مودې لپاره په داسې اړیکه کې ژوند کوي چې کله مینه او کله سپکاوی، قهر او ګواښ پکې شتون لري، نو دماغ تل د خطر احساس کوي.
زموږ په افغاني ټولنه کې دا حالت یوازې د میړه او مېرمنې ترمنځ نه وي؛ کله ناکله د خواښې، خسر، ورور، خور، او ان د کورنۍ د نورو غړو له دوامدارو سپکاویو، کنټرول او احساساتي فشارونو څخه هم پیدا کېږي.
دماغ د نه اټکل کېدونکو حالاتو سره سخته ستونزه لري. کله چې یو څوک یوه ورځ ډېر مهربان او بله ورځ بې له کوم دلیله تاسې سپک کړي، نو د دماغ هغه برخه چې د خطر زنګ وهي (امیګډالا) فعاله کېږي.
تاسې ورو ورو هر وخت د نورو د غږ له انداز، د مخ له حالت، یا د هغوی د مزاج له کوچنیو بدلونونو څخه د خطر نښې وینئ. په همدې وخت کې بدن د فشار هورمونونه لکه کورټیسول ازادوي. که دا حالت اوږد شي، د دماغ هغه برخه چې د حافظې او زده کړې مسؤلیت لري (هیپوکامپس) اغېزمنوي. له همدې امله کېدای شي خپلې حافظې باندې باور له لاسه ورکړې. د بحث یا شخړې وروسته ځان ګډوډ احساس کړئ. فکر وکړئ چې کېدی شي ستونزه به په تاسې کې وي، حال دا چې اصلي ستونزه هغه ناوړه چاپېریال څخه رامنځ ته شوی چې تاسې په کې ژوند کوئ.
همدارنګه د دماغ هغه برخه چې د منطق، پرېکړې او سم قضاوت مسؤلیت لري (پریفرونټل کورټیکس) هم کمزورې کار کوي. نو د دې پر ځای چې ووایې:
«دا خبره هېڅ منطقي نه ده». تاسې داسې فکر کوئ؛« دا ستونزه څنګه حل کړم؟»،«څنګه هغه غوسه نه کړم؟»، «څنګه ځان نور هم ثابت کړم؟» ورو ورو ستاسې عصبي سیستم د ژوندي پاتې کېدو لپاره ځان بدلوي. نو ځکه تل ډېر هوښیار او محتاط اوسئ . د هرې خبرې ډېر وضاحت ورکوئ. ژر بښنه غواړئ، که ګناه مو هم نه وي. په خپل ځان شک کوئ. دا ستاسې کمزوري نه ده. دا د هغه ناوړه چاپېریال اغېزه ده چې تاسې پکې ژوند کړی دی.
ښه خبره دا ده چې دماغ د بدلېدو او رغېدو وړتیا لري، چې دې ته نیوروپلاستیسټي (Neuroplasticity) وایي. لکه څنګه چې ستاسې دماغ د سختو شرایطو سره د مقابلې لپاره ځان عیار کړی و، همداسې کولی شي بېرته روغ، ارام او پیاوړی هم شي.
د مناسب ملاتړ، خوندي اړیکو، رواني درملنې، ځان ته د ارزښت ورکولو او د سالمو حدودو په زده کولو سره، انسان کولی شي ورو ورو پر خپل ځان بېرته باور ترلاسه کړي او ذهني سکون ومومي.
د پټ (Coverte) نارسیسیسټ پېژندل اسانه نه وي، ځکه دا ډول کسان د نارسیسیزم هغه ښکاره نښې نه څرګندوي چې ډېری خلک یې تمه لري. دا ډول کسان ډېر وخت ځانونه غلي، ګوښه او یا هم غمجن ښيي، او د نورو د کنټرول او اغېزمنولو لارې یې ډېرې پټې او نرمې وي. همدا پټوالی یې خطرناک کوي.
په افغاني ټولنه کې، چې د کورنۍ اړیکې، خواخوږي او د مشرانو درناوی ډېر ارزښت لري، خلک او کله ناکله ان د رواني روغتیا ځینې متخصصین فکر کوي چې دا کس یوازې له خپګان، یوازیتوب یا د ژوند له سختیو سره مخ دی. همدا احساس په تاسې کې د رحم، خواخوږۍ او مرستې کولو مینه راپاروي. له همدې امله، تاسې ډېر ژر د هغه د ساتنې هڅه کوئ، خو د خپل ځان اړتیاوې او احساسات شاته پرېږدئ.
پټ نارسیسیسټ په عمومي ډول ډېر مهربان، متواضع او ښه اخلاقه ښکاري؛ ان کله ناکله دومره مهربان چې هېڅ شک نه پرې کېږي.
هغه خپله ظاهري عاجزي د دې ډول خبرو سره ګډوي: «نورو تل زما حق خوړلی»، «هېڅوک په ارزښت نه پوهېږي»، «ژوند تل له ما سره بېانصافي کړې ده»، یا «ما د هر چا سره ښه کړي، خو هېچا زما قدر ونه پېژانده.» دا ډول خبرې په ځانګړي ډول هغه کسان اغېزمنوي چې د نورو سره مرسته، د هغوئ د ستونزو اورېدل او حل کول خپل مسؤلیت بولي.
ستاسې لومړنی غبرګون عموماً خواخوږي او د مرستې هڅه وي، او همدلته تاسې ورو ورو د هغه تر اغېزې لاندې راځئ. که څه هم دا کس خپل ځان په ښکاره نه ستایي، خو بیا هم داسې احساس لري چې ستاسې وخت، انرژي او پام باید تل د هغه لپاره وي.
د ښکاره نارسیسیسټ پر ځای چې وایي: «زه تر ټولو غوره یم»، پټ نارسیسیسټ ډېر کله د قرباني رول لوبوي او وایي: «ولې هېڅوک زما ارزښت نه ویني؟» «ولې تل له ما سره ظلم کېږي؟»
که تاسې وغواړې لږ واټن وساتې یا خپل حدونه وټاکئ، نو ممکن د ګناه احساس درکړي، ځان ډېر خوابدی وښيي، سړه رویه غوره کړي یا په غیر مستقیم ډول تاسې ته احساس درکړي چې ګواکې تاسې ناسم کار کوئ.
د بېلګې په توګه، تصور وکړئ چې یوه افغانه مور یا خواښې د اویا کلونو په عمر ده. هغه په ښکاره ډېره مهربانه، دینداره، عاجزه او سخاوتمنده ښکاري، خو په دوامداره توګه د خپلوانو او ګاونډیانو اړوند بدې خبرې کوي، د پخوانیو بې وفاییو او ناخوالو څخه شکایت کوي او د کورنۍ غړي د خپل خپګان، چوپتیا یا خفګان له لارې په نرمه بڼه تر اغېزې لاندې راولي. کله چې تاسې ورسره کېنئ، احساس کوئ چې باید ډېر احتیاط وکړئ. کمې خبرې کوئ، د هرې جملې په اړه فکر کوئ او یوازې هڅه کوئ چې شخړه رامنځته نه شي. همدا د پټ کنټرول یوه بڼه ده. تاسې ورو ورو داسې احساس کوئ چې د هغې د احساساتو مسؤلیت هم ستاسې پر غاړه دی، سره له دې چې هېڅ تېروتنه مو هم نه وي کړې.
د دې ډول چلند ستونزه دا ده چې د خلکو په ذهن کې د نارسیسیزم له دودیز انځور سره سمون نه لري، نو ځکه یې پېژندل ستونزمن وي.
د دې نښو پېژندل مرسته کوي چې سالم حدود وټاکئ، خپل ذهني او عاطفي روغتیا وساتئ او د نورو د ناسالمو چلندونو قرباني نه شئ.
د «پټ نارسیسیسټ» یا Covert Narcissist اصطلاح د ارواپوهنې یوه تشریحي اصطلاح ده، نه یو رسمي طبي تشخیص. هر هغه څوک چې غمجن، کم خبرې یا ځان قرباني ښيي، حتمي نه ده چې نارسیسیسټ وي. د یوه کس د ارزونې لپاره باید د هغه د چلند دوامداره بڼه او د نورو پر وړاندې یې ټولیزه طریقه په پام کې ونیول شي.
د ځان محوره وګړو ناوړه اغېزه پر ټولنې
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode