په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په کنړ او ننګرهار کې د زلزلې له امله ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان، ټپیان او بې کوره شوي دي. دا دروند ناورین د هر افغان د زړه د ویر او درد لامل شوی دی.
موږ د ټولو شهیدانو د پاکو ارواحو ته د فردوس د جنت دعا کوو، ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا هیله، او له غمځپلو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګندوو.
له اړوندو ادارو، خیریه بنسټونو او هر هغه چا چې د خدمت وس لري، غوښتنه کوو چې د اغېزمنو کورنیو د ژغورنې، درملنې او بیا رغونې په چارو کې بېړنی او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
الله تعالی دې زموږ هېواد او ولس له هر ډول ناورین او آفتونه څخه لرې وساتي.
د سپرغۍ د ویب پاڼې الامیه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode