انکتاد (UNCTAD) او پرمختایی هیوادو ته یې پاملرنه

انکتاد (UNCTAD) او پرمختایی هیوادو ته یې پاملرنه

دودیال

د ثور د میاشتې د درېیمې اونۍ په مناسبت:

(زموږ د ګرانبیه کانونو برخلیک)

افغانستان د پیاوړی اقتصادی پوتانسیل او د پرمختیا له ښه ظرفیت سره سره، یو ورسته پاتی هیواد دی. تولیدی عوامل لکه؛ زمکه، دکارځواک او اوبه لرو، خو متاسفانه د پانګې له قلت سره مامخ یاستو، موږ ددوام لرونکو جګړو له امله ونشو کولای کورنۍ او بهرنۍ پانګونې دته وده ورکړو.

تیرو شلو کلو کې  د حکومت یو  اقدام دا و چې د پانګونې د ملاتړ اداره ( ایسا) یې جوړه کړه، مګر هغه هم اغیزمنه نه وه. بیا یې له څو کلونو رادیخوا هڅه کوله چی هیواد کی د  اقتصادی پرمختیا په موخه د غویی درېیمه اونۍ د صنایعو د ودې او پانګونې په نوم ونمانځل شي. په همدې موخه دا  دی یوځل بیا دغې موضوع ته پام رااړوو:

 په تیره بیا؛  دا په داسې حال کې چې  په میدیا کې د پانګونې اودهیواد دکانونو  د قرارداد خبرونه  راځي.  دا ډیره ښه خبره ده چې پانګونه جلب شی، دا به د ټولنیز اواقتصادی ثبات لامل شی. تر اوسه پورې د افغانستان اقتصاد کی کرنه عمدتاً  مسلط سکتور دی، دغه سکتور پرته د اوبو  لګولو له سیتسم څخه نورو برخو کې ډیرې پانګې او دلوړې بیې تکنالوژي ته اړتیا نلری، دغه سکتور څه ناڅه په عنعنوی طرز او یو څه په مناسبی تکنولوژی(۱)( appropriate technology)سره په یوه ریښتنی مولد او تجارتی (commercial) سکتور بدلیدای شی چی له  عنعنوی بخور ونمیر ( subsistence) حالت سره به ډیر توپیر ومومي، په تېره بیا د متراکمو بڼونو، کلیوالی تشبثاتو او مالداری په ښه کیدو سره، مو کرنه ښه کیدای شی. اوسنی وخت کې  نړۍ څلورم صنعت ته ډیر اهمیت ورکړ. څلورم صنعت ( چې پخوا مومناقلات بلل)اوس ځانګړی اهمیت موندلی،  دالاری او ترانسپورت؛ په تیره د اوسپنی پټلۍ ده. دغه سکتور کی بهرنی مرسته ځکه ډیره آسانه ده چی د مرکزی آسیا او د جنوبی آسیا هیوادونه د خپلو اړتیاوو، ګټو او تجارت په خاطر ډیر ژر دی پانګونی ته چمتو دی او دترانزیت ګټه یی موږ ته رسیږی، مثلاً افغانستان د ورېښمو لارې د اتصال لپاره مهم دی . افغانستان د خپل جیو - پولتیک او جیو- اکونومیک موقعیت له امله  د سترو منطقوی- مواصلاتي پروژو په بشپړولو کې مهم او ارزښتناک موقعیت لري، د چین هیواد یی د (یوې لاری یو کمربند one belt & one road) پروژې لپاره ضرور بولی، CPEC او منځنۍ آسیا یې نور اړخونه پالی او داسې نور. د امنیتی ګواښونو په له منځه تلو به اوس د دغه ډول پروژو د عملي کولو لپاره خنډونه له منځه لاړ شي، یعنې د پانګونې لپاره به ډاډ رامنځته شي، نړیوالې پانګونې او د سترو پروژو عملي کولو ته به زمینه برابره شي.

دځنګلونو د احیا او احداث لپاره ډیره پانګه نده پکار، خو ډیر کار باید ورته وشی، په تیره بیا د غیر قانونی پریکولو او قاچاق مخه یی ونیول شی. دیرش کاله وروسته به زموږ اوبه  د سعودی د تیلو د اوسنی بیو په اندزه بیه ولري ( که مو څوک ورته پریږدی).

زموږ بله اقتصادی منبع کانونه دی. په دې کې ډیرې او زښته ډیرې پانګی ته اړ یاستو. مهمه داده چې  کانونو او صنعت کې پانګونه زموږ په ګټه وی  او دامنابع مُفته له لاسه ونه وځي. دې برخه کې بهرنۍ پانګې ته اړ یاستو.  د کانونو په برخه کی موږ باید د خپلو کانونو په ګټه کې له پانګه اچوونکو سره شریک اوسو. دا هغه وخت کیدای شی  چې موږ د (UNCTAD) دسپارښتنو سره سم ګام اوچت کړو. دغه کنفرانس  پرمختایی هیوادو ته د دوی دپانګونی او خامو توکیو په هکله ډیرې غوره مشورې ورکړی دی. د صنعت او پانګونې د اونۍ په نمانځنه کی به  انکتاد او د هغه رول یو څه وپیژنو:

د UNCTAD  کنفرانس د تجارت او پرمختیا په ډګر کې د پرمختیایی هیوادو د اقتصادی وضعیت ارزونه  او دی برخه کی سپارښتونه کوي. دغه کنفرانس (UNCTAD: United Nations Conference on Trade and Development)   په لنډیز سره (UNCTAD انکتاد- ینکتاد )بلل کیږی، چې په  ۱۹۶۴ میلادی کال کې، دملګرو ملتونو د سازمان په پاملرنی سره  دپرمختیایی هیوادو د سره نږدې کیدو په موخه جوړ شو.  دا د م.م. دا کنفرانس  دعمومی غونډې یوه فرعی څانګه وه چې د ځانګړې  قطعنامې له مخې دایر شو.  آنکتاد ترډیره  نړیوال حقوقی شخصیت نلری، خو مشورې او سپارښټنی یی ډیرې ګټورې دي، دا مسلکی او اقتصادی مشوری او سپارښتنی دی، نه سیاسی او نظامی یا نورڅه چې یو پرمختیایی هیواد سره  د دوی د ملی  حاکمیت او اقتصادی استقلالیت برخه کی مرسته ګوی. دا له پرمختیایی هیوادو سره د مساویانه- عادلانه، متقابلو نړیوالو مرستو اصل باندی تاکید کوی.   موږ باید دې اونۍ کې دا اصل هیر نه کړو. د دې کنفرانس موخه  دا وه او همدې باندی وروسته تر دی هم  تاکید کوی چی د پرمختایی هیوادو له مجبوریت ناوړه ګټه پورته نشی، بلکی دوی حمایه شی، خام توکي یې دنړیوالې بیې سره سم وپیرودل شی، سوداګری کی عادلانه برخه ورکړل شی او پرمختلو هیوادو سره متوازن او متعامل معاملات ورسره وشی، د دوی د پرمختیا عوامل  باید تجزیه او تحلیل او کافی اطلاعات (ډیټآ) یې راټوله شی او بیا د پرمختلوو هیوادو له تجربو او کمکونو په استفادی د دوی په ګټه کار لاندې راشی. آنکتاد دپرمختیایی هیوادو د اړتیاوو د پوره کیدو لپاره نورو سازمانو سره همکاری لري. د آنکتاد سکرتریت  له غړو  او سیمه ییزو کیمټو اودولتی موسساتو،  غیردولتی سازمانو او نورو سره کارکوي. د آنکتاد یوه موخه د خامو توکیو او کانونو مساعد استخراج او تجاري چاري یې ښه کول  دي.

په ۱۹۹۹م. کال کې آنکتاد دپرمختیایی هیوادو تجاری بررسی وکړه. د ۱۹۹۹ په اکتوبر کې یې یوه نو ی ستراتیژی طرح کړه  چې دوه  برخې یې لرلې:

۱.  د نړیوالوسوداګریزو نقاطو GTPNetیا :Global Trade Point Network  په وسیله د اغیزمنو اوبا کیفیته خدماتو چمتو کول،

۲.  دپرمختیایی هیوادولا پیاوړی کول، دوی له تړلتیا څخه ژغورل  او دلته د ثبات ټینګول،  

بهرنی  سیده بانګونه زموږ افغانانو لپاره مساعد فرصت دی چې هم د پانګی د کمښت جبران مو وشی او هم  مو د کاری ځواک وړتیا ښه او تکنالوژی وارده او وسره آشنا شو. په تیره بیا کانونه ایستل او پلټل پرته له قیمتی او پیچلی تکنالوژی ناممکن دي.

افغانستان کی د مندلیف په جدول کی موجود ټول طبیعی عناصر موندل کیږي. له دی پلوه یو بیساری هیواد یاستو. موږ د سیمې د هیوادو په پرتله  د نادرو منرالونو او طبیعي زیرمو پراخې سرچیني لرو، که چیرته په قانوني، مسلکي او سمه توګه استخراج شي، اغیز به یې د اقتصاد پرمختیا، داستخدام دفرصتونو جوړولو او  د خلکو ژوند د کچې لوړلو کې ډیر ژر او په حیرانوونکی توګه څرګند شي. افغانستان د سرو او سپینو زرو، پلاتینیم، وسپني، یورانیم، المونیم، د ډبرو دسکرو، ټالک، مرمرو، قیمتي ډبرو، طبیعي ګاز، نیوبیم، کوبالت، مولیبدن، آلومینیوم ، فلورسپات، مالګې،سمنټو، اورانیوم، بریلیم، لیتیوم او مسو کانونه لري. تر اوسه پورې د افغانستان د طبيعي زیرمو د ارزښت په هکله بیلابیل اټکلونه شوي دي، خو د امریکا متحده ایالاتو د یوې وروستۍ سروې له مخې د افغانستان د طبیعي زیرمو ارزښت تر یو تریلیون  او د افغان چارواکو په اټکل درې تریلیون ډالرو نه هم ډیر دی. همدارنګه  نفتی زیرمې مو چې څه په جنوب او څه په  شمال کې دي، دا ارزښت نور هم لوړوي. نړیوالو دافغانستان د طبیعی زیرمو ځینی ارقام داسی نشر کړي دی: نفت ۱،۶میلییادره بوشکې، ګاز۱۶ تریلیونه مکعب فټه، دسون ګازی مایع ۵۰۰میلیون ټنه، مس۶۰میلیون ټنه، وسپنه ۲۲۰۰میلیون ټنه، نادره کیمیاوی توکی ۴۰۱میلیون ټنه، سره زر۲۷۰۰کیلوګرامه او نور.

دغه زیرمی نړیوالو د پرمختلی تکنالوژی ، دسپوږمکیو د عکاسی او له ټیټې ارتفاع  دالوتکو په مرسته اټکل کړی دي.  دغه اټکلونه په ۲۰۱۰ م. کې شوی وو، چې اوس ممکن نورې پلټنی هم شوی وي. نړۍ دی برخه کې پټه او ښکاره لګیا ده؛  په تیره کله چې د کرونا له امله د یو شمیر عناصرو بیه نوره هم لوړه شوه لکه : مس ، لیتوم، سره زر   او نور. یو شمیر یی لا پوره تفحص او اټکل شوی ندی.

له کله نه چې نوی سیاسی وضعیت حاکم او د امنیت امیدواري زیاته شوه، سیاسی نړیوال ماحول بدل او دپانګونی پورتفولیو نوې وسنجول شوه، نوې تصامیم په کار دی، اوس تر هربل وخت له اقتصادی بحرانه په آسانه وتلای شو، دا څکه چی جګړه ودریده، خو پریکړی لا مهمی دی چې معقولی او پر ملی ګټو متمرکزې وي. همدا اوس موږ د ۱۰۷میلیاردو ډالرو په ارزښت نفت لرو(2). کله چی  د امریکی د جیولوژی /زمکپوهنی دسروې ادارې د افغانستان یو شمیر نقشې خپرې کړې، نړیوال یی هک حیران کړل لکه دا لاندی دوه نقشې:

 

: USGS Photography  Source

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوجی  او زمکپوهنې د سروی اداره په دغو نقشو کې د افغانستان  بیلابیل  خام توکی او کانونه په مختلفو رنګونو ښیی چې په ۲۸  هوایی پروازونو سره  د ۴۳ ورځو په ترڅ کې،  څو کاله مخکې له  هوا څخه د  ۱۵ کیلومتری لوړوالی څخه اخیشتل شوی دی.

په فعلی حالت کې په افغانستان کې ناقانونه کان کیندنې او په غیر مسلکي توګه د کانونو استخراج نه یوازې د کانونو د خرابوالي او ضایعاتو سبب ګرځي، بلکې په یو شمیر مواردو کې دغه راز هڅې د چاپیریالی ستونزو او د  انسانی مړینو لامل هم ګرځي.  په دې ډول ناتوانه حالت کی موږ د کانونو د قراردادونو او  د هغو د استخراج لپاره د انکتاد مشورو ته  ډیر اړ یاستو.

په  صنعت او کانونو کی  کورنی  اوبهرنی پانګونه جلبول یو اساسی شرط او اړتیا ده، خو تر دې هم مهمه دا چی ملی منافع مو وسنجوواو دمالکیت اختیار یی خپله ولرو، په ګټه کی شریک، له اصلی عناصرو سره نور فرعی عناصرهم محاسبه او د کاری ځواک په استخدام کی شریک شو، دچاپیریال او بادوامه پرمختیا ډاډ مو ترلاسه شی،  په دې سره مو تکنالوژیکی تجربه او پوهه هم اوچته او د استخدام  کچه اوچته شی.  یعنی دا هغه اقتصادی ډګر دی چی څو مقصده او هر اړخیز یی باید و سنجوو.

_____________________________________________________________________________

(1): Appropriate technology, that is suitable to the social and economic conditions of the geographic area in which it is to be applied, is environmentally sound, and promotes self-sufficiency on the part of those using it.

(2)  USGS

لوستل شوی 217 ځله