وروستي مطالب
پاکستان د ولسمشر غني د اقتصادي فکر ارزښت درک کړی
سهشنبه, 21 جوزا 1398 18:59محمدبشیر یوسفزوی
ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې ځینې داسې پلانونه او برنامې طرحه کړې چې ګټې او مثبت تاثیرات یې یوازې تر افغانستان پورې محدود نه دي، بلکې د سیمې ټول هیوادونه ورڅخه د خپل فعالیت او شراکت په اندازه ګټه کولی شي، مګر پاکستان په لومړیو کې د دغو برنامو د ناکامولو هڅې وکړې او کله چې پاکستان ونتوانېد چې د هغو مخه ونیسي، نو اوس بالاخره دې نتنیجې ته رسېدلی دی چې په دغه سیمه ییزه همکارۍ کې ورشریک شي.
په همدې موخه یې ولسمشر غني ته رسمي بلنه ورکړې او د سفر موخه یې هم د ولسمشر غني د سیمه ییزه اقتصادي همکاریو او اتصال د فکر او لیدلوري په اړه د دواړو لوریو تر منځ مفصل بحث دی. له دې څخه ښکاري چې پاکستان غواړي کرار کرار د سیمه ییزې همکارۍ د ټلوالې فعال غړی شي. که څه هم دوی ډېره ناوخته د ولسمشر غني د اقتصادي فکر ارزښت درک کړ، مګر لا هم سر وخت دی که چېرې پاکستان وغواړي په دې برخه کې صادقانه همکاري وکړي، نو هم به د پاکستان، هم د افغانستان او هم د سیمې د هیوادونو لپاره ګټور وي، ځکه چې د سیمه ییزې همکارۍ پر وړاندې لوی تهدید ترهګري او ناامني ده او د دې تر شا د پاکستان مستقیم لاس دی، نو څومره چې پاکستان د سیمه ییزې همکارۍ ټلوالې ته ور نږدې کېږي، نو همغومره مجبوره دی چې له ترهګرۍ څخه لیرې والی اختیار او بالاخره خپلې اړیکې ورسره پرې کړي.
که پاکستان د ولسمشر غني د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ ټلوالې غړی شي، نو دا کار به د سوداګرۍ د ودې، زیربنا، اقتصادي غوړېدا او د خلکو د ژوند او معیشت د ښه والي تر څنګ د سیمې د امنیت او ثبات په برخه کې هم لویه همکاري وکړي او له امله به یې اوسنۍ ستونزې، تهدیدونه او ناخوالې یو مخ هوارې شي.
ولسمشر غني چې څلور کاله وړاندې د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ کوم پلان ترتیب او شریک کړ، نو د منځنۍ اسیا هیوادونو یې نه یوازې تود هرکلی وکړ، بلکې عملاً یې په دې برخه کې همکاریو ته چمتووالی وښوده، ځکه چې یاد هیوادونه پرېمانه انرژي او ګاز لري او د هغو د لېږد او پلور لپاره دوی د همدغسې یو پلان اړتیا احساسوله.
د ولسمشر غني د همدغې سیمه ییزې همکارۍ او اتصال د فکر او لیدلوري له برکته اقینه او چابهار بندرونه، د لاجوردو لار او له بېلابېلو هیوادونو سره هوایي دهلېزونه پرانیستل شول. ټاپي او کاسا زر پروژې پیل شوې. د دې او ورته نورو برنامو او پروژو ګټه ټولو ته رسېږي او باور دی چې په نږدې راتلونکي کې به دېته ورته نورې اقتصادي او ګټورې پروژې هم پیل شي. د دغو پروژو د تطبیق او بریالیتوب لپاره د سیمې د هیوادونو صادقانه همکاري او فعال ګډون حتمي دی. د افغانستان رول له دې پلوه کې په کې د ځانګړي ارزښت لرونکی دی چې افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه خاص موقعیت لري او د هیوادونو او د همکاریو د تقاطع او وصل نقطې په توګه مطرح دی، مګر د پاکستان ارزښت د یادو پروژو د امنیت د تامین لپاره ګټور دی، ځکه چې د پاکستان له راتګ سره به د ناامنۍ او ترهګرۍ ستونزې او تهدیدونه کم شي.
شکارچیان سنگهای قیمتی درافغانستان
یکشنبه, 19 جوزا 1398 21:22نویسنده وگذارشگر:سیان کلب)Callebs Sean )
منبع وتاریخ نشر : سی جی تی ان )CGTN- )80-80-9802
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل« .
ادامه در ضمیمه
ولسمشر غني په سیمه ییزه همکاریو د هیواد جغرافیه بدله کړه
شنبه, 11 جوزا 1398 16:28محمدروښان ښاد
پخوا داسې فکر کېده چې جغرافیه یو جامد او کنګل شی دی او د تغیر وړ نه ده او له همدې امله افغانستان لسیزې او سلیزې زجر ګاله او د سخت موقعیت لپاره یې هر وخت د پاکستان ناز پر ځان ووړ، مګر ولسمشر غني نه یوازې دا فکر بدل کړ چې جغرافیه د تغیر وړ ده، بلکې عملاً یې افغانستان موقعیت هم په سیمه ییزه همکاریو سره داسې فکر کړ چې ډېرو یې لا فکر هم نشو کولی.
د متوازن انکشاف لپاره د ولسمشر غني لید
یکشنبه, 29 ثور 1398 20:16ولسمشر غني: هیڅوک د مشروع پانګونې مخه نشي نیولی
شنبه, 28 ثور 1398 14:46محمدروښان ښاد
ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د صنعت اوونۍ د نمانځنې د پرانیستې مراسمو کې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړ شوي و،ګډون او وینا وکړه. ټولو صنعتکارانو ته د صنعت اوونۍ د مبارکي ویلو ترڅنګ یې وویل، صنعت او صنعتکار د اوسني افغانستان واقعیتونه دي، نن خیالي صنعتکار نه لرو، د صنعتکارانو فعالیت، پانګه او اغېزې په واضح ډول د اندازه کولو وړ دي.
د افغانستان په یو شمیر سیمو(ولایتونو) کې د بهرنیو پیسو د چلند ستونزه او اقتصادی زیانونه یې
جمعه, 30 حمل 1398 17:59پوهاند محمد بشیر دودیال
ملي بیرغ، ملی سرود، ملی پولی واحد(افغانۍ)، ملی سرحدات، ملی پوځ ټول زموږ واحد اومشترک ارزښتونه دي . دهغو ساتنه او پالنه او د قانون له حکم سره سم هغو ته درناوی؛ د هر افغان ملی وجیبه ده. افغانۍ زموږ پولی واحد او زموږ د ملی هویت نښه ده. ټول ملی ارزښتونه د یوملت دتشخص او پیژندنی معیارونه دی. د افغانستان بانک د قانون ۳۳مه ماده وایی: د افغانستان رایجی پیسې او پولي واحد افغانۍ دي
د افغانستان هر اړخیزه وده
پنجشنبه, 29 حمل 1398 20:34محمدروښان ښاد
په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر له پېښې وروسته افغانستان ته په میلیاردونو ډالر د مرستې په توګه راغلل. د افغانستان د هر اړخیزې ودې او انکشاف لپاره یو طلابي فرصت برابر شو، خو د وخت حکومت د ظرفیت او مدیریت د نشتوالي له امله له دغو بېدرېغه نړیوالو مرستو څخه په افغانستان کې د انکشاف، دوامدارې ودې، ثبات او پرمختګ لپاره د زیربنا او لویو پروژو د تطبیق لپاره استفاده ونه کړه. دغه مرستې او فرصتونه ضایع شول.
دافغانستان خودکفايي او بین المللي همکاري
سهشنبه, 27 حمل 1398 16:45اېمل پیاوړی
په ۲۰۰۱ لمریز کال د امریکا متحدو ایالتونو په نیویارک ښار کې پر سوداګریز مرکز او ځینو نورو سیمو د ترهګریزو بریدونو (د سپټمبر د یولسمې پېښې) څخه وروسته، د باثباته افغانستان لپاره سیمه ییزه اجماع یو دمي رامنځته شوه. یو دمي په دې مانا چې د دې لپاره مخکې تر مخکې کومه هیله، وړاندوینه او پلان نه و، ځکه نو ورڅخه موثره او اعظمي استفاده ونشوه.