د پاکستان بدلول پکار دي

د پاکستان بدلول پکار دي

اېمل پیاوړی

پاکستان له افغانستان سره د خپلو ټولو کړو جنایتونو باوجود لا هم داسې چلند او فکر کوي لکه افغانستان یې چې ډېر زیات احسانمند او پوروړی وي، خصوصاً پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل وروسته د افغان کډوالو پالنه دوی خپل لوی احسان بولي، مګر حقیقت بل ډول دی.

په حقیقت کې باید پاکستان د افغانستان او افغانانو احسانمند وي او دا احسان ومني، ځکه که افغانان د شورویانو پر وړاندې نه وای ودرېدلي، نو اوس به پاکستان د نړۍ له نقشې او جغرافیې وتلی وای، ځکه پاکستان په هیڅ ډول هم د شوروي پر وړاندې د ودرېدو تاب نه درلود.

بله موضوع داده چې پاکستان د افغان کډوالو په سر په کراتو له نړۍ څخه امتیاز اخیستیدوی چې د افغان کډوالو  په نومونو کومې بسپنې او مرستې ترلاسه کړي، د هغو لس سلنه یې هم افغانانو او کډوالو ته نه دي ورکړي، بلکې خپله  یې لګولې دي.

د دې ترڅنګ د شورویانو پر ضد د افغان جهاد پرمهال هم چې د مجاهدینو سره کومې مرستې کېدې، نو د پاکستان له لارې به کېدلې، چې پاکستان به خپلې زړې او له کاره لوېدلې وسلې افغان مجاهدینو ته ورکولې او د افغان مجاهدینو په نوم راغلې وسلې یې یا خپلو عسکرو ته ورکولې او یا یې هم زېرمه کولې.

دا خو هغه نغدي ګټه او د امتیازاتو ترلاسه کول دي چې دوی د افغانانو له مجبوریت څخه پورته کړېد دې ترڅنګ یې افغانان په خپلو  کې سره  بدبینه کړيد دوی تر منځ یې نفاق اچولیپه ډلو او حزبونو یې وېشلي ديکله چې جهادي ډلې له موده ولوېدې، نو د هغوی ځایناستي طالبان یې را  پیدا کړل، طالبان یې واک ته ورسول، هغوی یې د افغانستان په ضد وجنګول او لا هم هغوی په افغانستان کې افغان وژنې، ورانۍ، ترور او وحشت ته لمسوي.

لنډه دا چې پاکستان په خپل څو اویا کلن تاریخ کې داسې کومه کارنامه او احسان نه دی کړی چې د افغانانو په خیر دې وييپاکستان باید دا ومني چې دوی له لومړي سره تراوسه  پورې د افغانستان په ضد دسیسې جوړې کړيهره لحظه یې د افغانستان د نابودۍ توطیې کړي.دوی هیڅ وخت د افغانستان خیر نه دی غوښتی او نه یې هم غواړي.

اوس چې د افغان سولې لپاره فوق العاده فرصت برابر شوی دی، نو لا هم پاکستان د دغه فرصت د ضایع کولو کوښښ کوي، ځکه طالبان یې محدود ساتلي او دوی ته د دې اجازه نه ورکوي چې له افغان دولت سره سوله  او یا هم د سولې مذاکرات وکړينړۍ باید د پاکستان د دغه ناوړه چلند او دریځ د له منځه وړلو او بدلولو لپاره  صادقاته اقدام وکړي.

افغانستان له نړۍ او پاکستان څخه کوم شهکار نه غواړيافغانستان دا ورته وایي چې پاکستان په سیمه کې افراطیت او ترهګري پالي او دا دواړه شومې پدیدې نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او د نړۍ د امنیت او ثبات پر وړاندې لوی تهدیدونه او خطرونه ديافغانستان وایي چې یا دې پاکستان په خپله خوښه له دغه ناوړه کاره لاس واخلي او یا دې هم نړۍ ورباندې فشار راوړي چې پاکستان خپل چلند بدل کړي.  

لوستل شوی 1016 ځله