Print this page
د مینې او پخلاینې بابا !

د مینې او پخلاینې بابا !


ولي الله ملکزی

نن د سولې، مینې او بیدارۍ د بابا (خان عبدالغفار خان) څلور دیرشم تلین دی. د یو داسې پتمن انسان د مبارزې یادونه او لمانځنه ده چې خپله خاني، هستي، عیش او عشرت یې د یو پاشلي او ناغیړه قوم د شعوري بیدارۍ په خاطر، د تاواني سودا په تله کې کيښود. له جابر پيرنګي سره د مقابلې له امله یې کمربند وتړلو او د (حق ورکول کیږي نه، اخیستل کیږي) شعار یې پورته کړ.

د خامتا او بېستۍ جامي یې په غاړه کړې او د ګواښونو له خطره بې پروا، په خپل هدف پسې لیونی سپیلنی وګرځيد. پیرنګي ترې ویره محسوسه کړه او د ۳۷ کالو لپاره یې د زندان د تورو تمبو ترشا په پنجرو کې ولچک کړ. خو هغه د حق او خود ارادیت له غږ څخه توبه ګار نه شو؛ په هر فرصت کې یې د خپل قام د تربیې هڅه وکړه؛ ولس یې د علم رڼا ته را وبللو او له جنګ او تشدد څخه یې د کرکې چل ورزده کړ.
ما ته خپل ځان بختور ښکاري؛ د ابتدائیه ښوونځي په دریم ټولګي کې ووم چې دغه ستر انسان، کونړ کې د نرنګ لیسې ته راغی. د نورو کمکیو شاګردانو په کتار کې زه هم ولاړ ووم چې د سولې دغه علمبردار او سرلاري مشر ته مې د ژیړو نرګسو غنچه ورکړه. زما په سر یې لاس کش کړ او شاباش یې راته وویلو. بیا مې په تنکۍ ځوانۍ کې د هجرت په مهال د پيښور په ګینټه ګهر کې په داسې حال کې له لیرې ولید چې هغه یې په کیجاوه کې راوړ او د غونډې ټول خلک ورته په ګډا شول. دغه مهال، مونږ ته په غوږونو کې دا ټپه ویل کیده چې غفار خان خو د روسانو یار دی، هغه غدار دار دی او ځای یې دار دی.
خو اوس په سپینې ږیرې د دغه بابا د داعیې او مبارزې په قدر پوهیږم چې هغه څومره منلی او ویاړلې انسان وو. په کابل کې د هستوګنې په مهال؛ د هغه یاور چې زما نژدې دوست دی؛ تیر کال په همدې شپو ورځو کې ما ته وویل: (په خان بابا باندې د پنځه وخته لمانځه قضايي نه وه، هره ورځ به یې د قرانکریم تلاوت کولو او ټول خوراک یې بی بورې شیدې او سلاته وه. هیڅکله یې ما ته په آمرانه لهجه خبره نه کوله. کله به چې د هغه لپاره ځانګړي خواړه راغلل، نو د حویلۍ د باډیګارډانو مخ ته به یې کښودل او بیا به روان به شو).
د سیف الله خان اتمانزي لمسی او د بهرام خان زوې (خان عبدالغفار خان) د ۱۸۹۰م کال د فبرورۍ په شپږمې نیټې زیږیدلی؛ د ۱۹۸۸م کال د جنورۍ په شلم تاریخ وفات او په جلال آباد کې خاورو ته سپارل شویدی.
په قبر یې د رڼا ګانو باران. اروا یې ښاده او لار یې له لاره وو ډکه.
 مینه او مننه

لوستل شوی 396 ځله